محمد الله شېرزی

۱۳۹۶ د غويي ۵ مه

افغانستان یو تاریخي هېواد دی، چې د تاریخ ډېرۍ برخه یې یرغلونه، انقلابونه، بهرني او کورني جنګونه تشکیلوي. که لږ ښه ورته ځېر شو، د انګریزانو له راتګ راپدېخوا دې هېواد کې سوله مله دوره نده تېره شوي، په هره نامه او هره جامه له فریب او نیرنګ سره پدې خاوره تپل شوي جنګونه په پوره هر کلي او مینه د افغانانو له لورې پر مخ وړل شویدي.

اوس هم چې ګورو زیاتره ورځې په کلیزه کې راته لیکل شویدي، ترڅو باید د دولت هغه رسمي مامورین، چې د وګړو چارې سرته ورسوي، د هيواد چارې سمبال کړي، په کور  پاتې کیږي او د رخصتۍ په نوم خوب کوي، یا هم ددې ورځو د نمانځنې هغه جوړ شوي مراسم، چې هر یو پکې خپله توره سره کوي، په ژوندۍ بڼه د انځوریزو شبکو له لارې ګوري.

دلته موږ د نورو ګڼو ورځو ترځنګ څو تاریخي، خو وګړو ته تفرقه اچونکې ورځې لا هم په جوش او خروش سره په سختو جذباتو ننداره کوو. د واک  ګدۍ غوښتونکي مشران پکې ښې تمثیلي ویناوې او کمپاینونه پکې سرته رسوي. دلته یې یو څو د بیلګې په ډول راوړو:

د غوي ۷ مه:

دغه ورځ د خلق دیموکراتیک ګوند غړي، چې په ۱۳۵۷ کال د غویي په ۷مه کودتا ترسره شوه، د هېواد لپاره د پرمختګ ورځ ګڼي او ټينګار کوي، چې د خپل وطني احساس سره یې په دغه ورځ د تمدن په موخه کار ته دوام ورکړ او تر ډېره په خپلو چارو کې بریالي او متفق وو. خو د شوروي اتحاد پراخه همکاري او لوی مشاورین یې باید له یاده ونه ویستل شي. دغې ورځې ته اوس دومره ځانګړي پاملرنه نه کیږي.

د غويي ۸ مه:

د غویي ۸ مه مجاهدین د سپيڅلي جهاد ورځ ګڼي. جهادي تنظیمونه، چې ظهور یې له پاکستانه شوی، د هېواد ازادي د خپلو وینو له برکته ګڼي او ټینګار کوي، چې منظم پوځ لرونکی مستعمره حکومت یې چپه کړ او هیواد وال یې له اسارته خلاص کړل. دغه ورځ که هر کال نمانځل کیږي، خو ورور وژنه او کورني جنګونه یې دې خاورې ته په میراث پرېښودل.

د غرب پریمانه پیسې او ورکړي نوې، درنې وسلې دلته د وروڼو ملتونو په سینو کې و ازمایل شوې، غرب خپل پلان د افغانانو له مهاجرته پیل او عملي کړ، ځانونه یې په ۲۰۰۱ م کال ددې خاورې واکمن وګڼل او لا دغه ستره خونړۍ او انسان وژونکي دوره  روانه ده.

د زمري ۲۸ مه:

دا نو د ورځو پاچا ده، چې نیکونو مو د اتل غازي امان الله په مشرۍ انګلیسان له دې خاورې څخه وشړل، سره ددې چې همدې ورځې ددې سپیڅلې خاورې سره د غرب کینه هم پاتې شوه او تر ننه یې ګورو، چې دوام کوي او خپل پاتې پلانونه د یوه نوي ماموریت په نوم پلي کوي.

د سلواغې ۲۶ مه:

د سلواغې ۲۶مه په هیواد کې د روسانو د شړنې ورځ نومول شویده او عمومي دغه ورځ هم رخصتي وي. د شوروي اتحاد راتګ که د نړیوالو اصولو برابر و، که خلاف، خو ځینې بیخ بنسټه چارې یې سرته ورسولې. دغه وتنه که له یوې خوا پخوانۍ واکمنه اداره د ټاکلي وخت په پوره کیدو ګڼي، خو جهادي تنظیمونه دا کریډيټ ځان ته ورکوي او له خپله اړخه یې ګڼي.

په هر صورت دغه ټولې ورځې که یوې خوا ویاړمنې دي، خو له بله خوا پدې ورځو کې بیا هم پخوانیو ناخوالو او خپلو ستاینو ته ادامه ورکول کیږي. ددې پرځای چې ولسونه یووالي او اتحاد ته راوبلل شي، له ورسره مهُرونو او ټپو کار اخلي، یو او بل په هيواد ړنګونه، ورور وژنه او ظلم ملامتوي.

دغه ورځې د نویو نسلونو لپاره که یو تاریخ دی، خو ورسره په څنګ کې د جګړې د لارې ښودنه کوي او دوی ته هم یو ښکاره نسبت کیږي، چې د یوې خوا اولادونه دي، سلسله یې تر خلقي او مجاهده رسوي او په لوی لاس ددې پرځای، چې په یوه ټغر یې سره راټول کړي، پاشلي یې پریږدي او دغه روحیه یې وژني، چې ازادانه ژوند وکړي او بې د ګوندیز شمولیت څخه خپل ولس او خاورې ته د خدمت جوګه شي.

پدې ځانګړو جشنونو او مراسمو کې هر وینه تویونکي رهبر ته موقع ورکول کیږي، چې خپلې کارنامې په پوره شور، غوغا او چکچکو سره بدرګه ووایي او ځان ددې ولس رښتینی او معصوم خادم معرفي کړي، سره ددې چې له لاسونو څخه به یې اوس هم د وینو بوی راځي.

زموږ رهبرانو!

د ولس اوسني حالت ته وګورئ، په دوی لږ زړه وسوځوئ، له خپلو میراثي قصرونو بهر لږ د هغه وګړو حال وګورئ، چې ستاسو په جبهاتو کې وژل شوي، ستاسو ښخ شویو ماینونو خوړلي او پاتې کونډې او ماشومان یې بې سرپنا ژوند په خاورینو ګوډلو کې تېروي.

خدای ته وګورئ!

نور د ولس له وینو څخه خپله نفقه مه برابروئ، پریږدئ، چې هر وګړی په خلاص زړه او ډاډمن امنیت کې خپل اولادونه درس خونو ته بوځي او ددوی لپاره یو شخوند ډوډۍ پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *