ببری | 

   په افغانستان کې د امریکا او ناټو لوی قوماندان جنرال جان نیکلسن په دې وروستیو کې ډاډ ورکړی چې د عملیاتو افغان ځانګړي ځواکونه چې د باغیانو پرضد جګړه کې ښه ځلیدلي، ښه وړتیا لري او د پام وړ لاسته راوړنې لري نو ځکه خو دوی هوډمن دي چې دغه ځواک نور هم پیاوړی او هم یې شمېره دوه ځله زیات کړي.

 ښاغلي نیکلسن داسې مهال دا څرګندونې کړي چې همدا اوس د هیواد په ځینو ولایتونو کې افغان وسله وال پوځ ورسره د عملیاتو ځانګړي ځواکونه د افغانستان بېلابېلو برخو کې پر چاڼیزو عملیاتو بوخت دي او د دولت له وسله والو مخالفینو یې ځینې سیم هم نیولې دي چې ښه بېلګه یې هلمند دی چې افغان وسله وال پوځ د دغه ولایت ځینو سیمو کې پرمختګ کړی او سیمې یې له وسله والو مخالفینو بېرته نیولې دي.

د رپوټونو له مخې د عملیاتوځانګړي ځواکونه ښه روزل شوي او خورا زیاته پانګونه او دروند لګښت پرې شوی دی. د نړۍ په ډېرو هېوادو کې دغه ډول ځواکونه شته چې ډېره پانګونه پرې کېږي، ښه امتیازونه اخلي او په سختو شرایطو کې مهمې او برخلیک ټاکونکې دندې مخ ته وړي.

په امریکا هم دغه ډول ځواکونه شته چې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې همدغو ځواکونو د پاکستان په مهم پوځي ښار ایبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه. د یادونې ده چې امریکایي ځانګړي ځواکونه په ډېر لوړ لګښت او لوړه کچه روزل شوي دي، چې افغانستان نه هومره اقتصادي توان او نه هم هغه ډول پرمختللي توکي او تکړه روزونکي لري، خو بیا هم د افغانستان  وضعیت ته په کتو د عملیاتو ځانګړي ځواکونه ښه روزل شوي او عملیات په بریالیتوب سره مخ ته وړي.

دغه راز، په ځینو هېوادو کې ځانګړي ښه روزل شوي ځواکونه د استخباراتو تر قوماندانې لاندې وي د بېلګې په توګه پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل پروخت هغه کنډک (سپیتناز)چې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې یې د وخت ولسمشر حفیظ الله امین پر ماڼۍ برید وکړ، د وهغه وخت د شوروي څارګریز سازمان (ک ګ ب) پورې یې تړاو درلوده.

هغه ډول، چې ځانګړي ځواکونه چې له نومه یې ښکاري باید ښه روزل شوي، له فزیکي او فکري پلوه غوره والی ولري او څرنګه چې مهمې او خطرناکې دندې مخته وړي باید ښه امتیازونه هم ورکړل شي.

په دغه ځای کې به بې ځایه نه وي چې د همدغو ځواکونو له منځه بیا له (۲ -۳) زره داسې کسان هغه د چاخبره په ګوته خوښ شي چې لوړ فزیکي توان، ګړندی تګ او د وسلې ښې کارونې وړتیا ولري په یو ځانګړي پوځي تولګي کې تنظیم شي. دې ټولګي ته باید لاښه امتیاز ورکړل شي چې اړوندان یې وتوانیږي په ډېره چټکي ترګواښ لاندې سیمو کې، خورا ډېرو مهمو عملیاتو لکه د مخالفینو وتلو مشرانو پټنځایونو او دغه راز، سترو قاچاق وړونکو او خطرناکو بانډونو له منځه وړلو ته په ډېره چټکي ورسېږي.

دغه راز،  له دغه ټولګي باید د نشه یي توکو لېږد بانډونو ته د کمینونو په نیولو کې کارواخیستل شي. ولې دغه کار مهم دی؟ دا ځکه چې ددولت مخالفینو ترټولو مهمه مالي سرچینه همدغه نشه یي توکي دي چې دهغو لېږدو کارواونونو او زېرمو په له منځه وړلو سره ددولت وسله وال مخالفین له مهمې مالي سرچینې محرومېږي. سره له دې چې د عملیاتو ځانګړي ځواکونه د بغاوت په ځپلو کې غوڅ رول لوبوي خو داسې ښکاري چې د افغانستان اوسنۍ جګړه یوازې او یوازې پر ځانګړو ځواکونو هم نه ګتل کېږي. څرنګه، چې لیدل کېږي د افغانستان جګړه تر ډېره استخباراتي بڼه لري او باید مخنیوی یې په همدې طریقه وشي. په دې مانا چې که د افغانستان ملاتړي غواړي د جګړې تګلوری د افغان دولت په ګټه بدل کړي د عملیاتو ځانګړو ځواکونو ترڅنګ دې د افغانستان استخباراتي شبکې هم پیاوړې کړي.

د استخباراتي شبکو پیاوړتیا له پاره دې لاډېرې پیسې بېلې کړي، د استخباراتو کارکونکي دې ښه وروزي او په پرمختلليو وسایلو دې سمبال کړي. داسې هم ویل کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې له ړنګېدو وروسته د افغانستان ځینو ملاتړو هېوادو د افغان استخباراتو له پیاوړتیا سره چندان لیوالتیا نه ښوده سره له دې چې کره لامل یې نه دی څرګند خو ګومان کېږي چې ښایي د سیمې مغرضو استخباراتي کړیو د فشار او یا هم په یو نه یو ډول ددوکې له لارې د افغانستان ملاتړي قانع کړي وي چې ستاسې په حضور کې افغانستان پرمختللي استخباراتي سازمان ته اړتیا نه لري نو ځکه خو به هغوی دغه کار ته زړه نه وي ښه کړی په داسې حال کې چې نه  پخوا، نه اوس او نه سبا هیڅ یو دولت له تکړه، مسلکي او ژمن استخباراتي سازمان پرته دوام نه دی راوړی، نه یې راوړي او نه به یې راوړي.

په تېره چې اوس افغانستان له پراخ د  ترهګريز یرغل سره مخ دی، د ځینو ګاوندیو، د سیمې نږدې او لرې هېوادو استخباراتي کړۍ د خپلو ګټو له پاره افغانستان نا امنه کوي، دلته له منځني، نږدې او لرې ختیځه، شمالي افریقا، منځنۍ او سویلي اسیا او ان اروپایي هېوادو ترهګر راغلي او دغه راز، نړیواله مافیا چې د افغانستان له نشه یي توکو هر کال لسګونه میلیارده ډالر ګټه کوي چې له تردید پرته په دغه هېواد کې د امن په راتګ سره خپلې ګټې له لاسه ورکوي نو ځکه خو پر خپل ټول توان هڅه کوي افغانستان ناامنه شي، له همدغه ځایه  لکه لمر روښانه ده چې د دغه ډول سترو ګواښونو مقابله یوازې د عملیات ځانګړو ځواکونو له توانه بهر ده  نوځکه خو په افغانستان کې د امنیت ټینګښت په موخه د عملیاتو ځانګړو ځواکونو او په ټوله کې افغان وسله وال پوځ بریالیتوب له پاره پرمختللیو استخباراتي شبکو ته اړتیا چې وتوانیږي د ترهګرو، باغیانو، قاچاق وړونکو بانډونو او نورو ورانکارو ډلو فعالیتونه له نږدې و څاري او خوځښتونه یې شنډ کړي.               

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *