تاند- د دې سړي، چې د بوسنیا د سریبرنیک ( Srebrenik) اوسېدونکی دی، بدن فوق العاده یا ځانګړې انرژي لري. د ده پر بدن هم فلز او هم نور شیان نښلي. په دې عکس کې، چې د فبرورۍ په ۲۳مه اخیستل شوی، د ده ښځه کاچوغې او پنجې پرې ږدي.
دی وايي چې بدن یې یوازې فلزونه نه بلکې غیرفلزي شیان هم جذبوي. د چاړې، پنجې، کاچوغې ترڅنګ موبایل ټېلفون، ریموټ کنټرول او داسي نور شیان چې فلز پکې نه وي کارول شوی هم د ده له بدن سره نښلي.