ګل رحمان رحماني

     ځوانې ښځې یې له الما رۍ نه د خپل ماشوم زوی یو کتاب راوچت کړ،پاڼې یې واړولې، یو سپین پاکټ ته ورته کاغد یې ترېنه را واخیست او په شمیرلو قدمونو دخپل بوډا مېړه خواته ور روانه شوه ،مېړه یې چې د خپلې تفنکچې په پاکولوبوخت و، لمن يې د تمانچې له مرميو ډکه وه، يې سر راپورته کړ ، ښځې ته یې وکتل او په خندا شو .

وه نام خدا اوس دې لکه چې کتابونوته هم مخه کړه ، څه پوښتنه درته په کې پیداشوې که څنګه دې پاڼې پسې واړولې هه !
بې له دې چې دښځې په حالت کې تغیر راشي خپل مېړه ته مخامخ کېناسته او غوښتل یې کومه مهمه خبره ورته  وکړي ، خو خبره یې په خوله نه راتله ، مېړه یې شاته ډډه ووهله، خپله تمانچه یې ها خوا ګزار کړه اوبیا یې ورته وکتل .

   ګرانې! زه ستا په شونډو کې موسکا غواړم ولې داسې بړوسه غوندې ناسته یې څه ټکه رالوېدلې ، اولادونه دې وږي دي که هغه نورو خپه کړې یې ؟
ښځې یې خپل لاس په زنه تکیه کړله مړو ند یې لستوڼی ښکته شو چې رنګارنګا قیمتي بنګړي په کې وشرنګېدل، غلی ځواب یې ورکړ.
څه خبره نه ده کتاب هسې بې ځایه اېښی و، په ځای مې کړاو یوه بله….
خاوند یې خبره ورپرې کړه
ګوره د زړه سره! ته خوپوهیږي چې له هغو دوو نورو ته ماته ګرانه یې، ښکلې اوقابله یې، هره اوونۍ چې له مرکزه راځم؛ نو تاته یوه قیمتې ګاڼه راوړم ، هغه نوروته مې که کوم پلاستیکي بنګړی هم راوړی وي ګناګار دې شم ، زه هروخت اوله شپه له تاسره تېروم ، خو ته بیاهم کومه خبره له مانه پټوې، وایه څه خبره ده که دې روپۍ موپۍ په کاروي چې در یې کړم  دبهادر خان جیبونه کله هم له پیسو خالي نه وي .
ښځې یې په فاتحانه انداز چت اوبیا دخپل مېړه په نکریزو سره کړې لنډکۍ ږیره له سترګو تېره کړه او زړه نازړه یې هغه کاغذي پاکټ له ډډې رابهرکړ
دقادر پلاره! ته خوپوهیږي چې قادرجان  نور زلمی دی  ددوی زامن چې دې سن سال ته رسېدلی وو لاوخته دې کوژدې ورته کړې وې او….
خاوند یې په ځای کې راکېناست غوسه شو اوپه مخ کې یې ګونځې وغځېدې،
ښه دې بې شرمه اوس یې په لیک کې دکوژدې غوښتنه  کړې ام دایې هم دتعلیم ګټه زمانه بدله شوه،  لیک یې هم تاته درکړی .
ښځه یې په خبره کې ور ولوېده .
نه نه سړیه داخبره نه ده په دې کې، بل څه دي ، ماتاته مخکې هم یاده کړې وه ما خپل ځان ته خپله نګور انتخاب کړې ته داوګوره.
سړی ته یې لاس وراوږده کړ دکاغذي پاکټ له مینځه یې یو عکس راواخیست او دخاوند غیږې ته یې ورګزار کړ.
خاوند یې عینکې سترګوته اوچتې کړې او عکس یې دکړکۍ رڼاته سم کړ، یوه دنګه ښکلې نجلۍ دکوټې پردې ته ولاړه وه ، وړوکې سالویې په سر ځوړند او تورې زلفې یې په نرۍ ملا غځېدلې وي ، په شونډو یې موسکا خوره  وه او ښی لاس یې په خپل سرباندې چترکړی و، داسې ښکاريده لکه دعکس اخیستونکي نه چې ځان پټوي او دعکس اخیستل یې نه خوښېږي .
بهادر خان په سترګو لاس راتېر کړاو عکس ته یې بیا په ځير ځیر وکتل، خوله یې وازه پاتې وه مخکې له دې چې څه ووايي ښځې یې خبرې پیل کړې .
دسمندر ماما لورده، ډیوه، په ښار کې یې تر لسم ټولګي سبک(سبق) هم ویلی دی.
بهادرخان په شونډو ژبه راتېره کړه ، سترګې یې راغونډې او پزه یې غونجه شوه کوم سمندر؟
ښځه خوشحاله شوه او دهغه څنګ ته ورغله
زما دپلار دکورترڅنګ یې کوردی، اوس اوس یې له ښاره کډه راغلې، ډېرپخوا ښارته تللی وو، په واده کې مې داځل ولیده، مایې چې د خولې کش واخیست سمندر مجبور دی، دومره سرکشي به ونه کړي، زما دپلارګنۍ زور پرې بردی، څنګه سړیه سمه دمه ښاپیرۍ ده، کټ مټ دقادر غوندې ښکلې ده، همد اوس لاس په کار شه چې دمرکو ډلې پرې ورماتېږي ،څنګه ؟
سړي عکس جیب ته کړ، ساعت ته یې وکتل دساعت ستنې یې دماسپیښین یوه بجه ښودله،  له ځایه پاڅېد تمانچه یې څنګ ته واچوله او روان شو ،ښځې بیا پسې غږ کړ
دقادر پلاره څه دې ونه ویل ؟
بهادر خان له ځان سره موسک شو .
خیردی لږ یې سړه خوره، داخو د قلم اوقسمت خبره ده ، ګورو به چې د چا په نصیب به وي . ماښام ته به له خیره پې وغګېږو.
په اوږده دهلیږ کې یې له ځان سره څو ځله ډیوه …ډیوه تکرار کړه  په رګونو کې یې وینه ګرمه شوه .له پراخه انګړنه بهرته ووت،  دکور له لويې دروازې سره دیوه سپین موټر دروازې خلاصې شوې، دحجرې له شاوخوا کوټونه برچپک ساتونکي راووتل او په همغه سپین موټر پسې روان شول .
*****

د ماښام په تیاره کې ډزې شوې په هواکې سرې سکروټې وګرځېدې، ښځه له ځایه پاڅېده  د خپلې کوټې له کړکۍ یې بهر وکتل، خاوند یې له دوو نورو کسانو سره چې هروخت به دده  سره وو، جینګه خوله را روان وو، ترمخ یې دیوه هلک په اوږه له هندارو اوځونډیو جوړ دسمال دګروپونو رڼا ته ځلېده .

   د ښځې په  زړه کې دخوښۍ څپه تېره شوه ، بهرته یې منډه واخیسته ، دمیړه مخ ته یې ودرېده ، داوبو له پیالې یې اوبه پرې ور وشیندلې،  لکه لېونۍ له ځان سره په خبروشوه.

شکر خدایه! دنګور خاونده شوم،  ډیوه زما دکاله ډیوه شوه، دقادر پلاره خدای دې اجرونه درکړي، زه پوهېدم چې زوی جان ته مې سم  انتخاب کړی او ته به یې نه ردوې .

بهادر خان په مخکې روان هلک نه یو کاغذي ګل واخیست غاړې ته یې کړ او بیا یې د ښځې په اوږه  لاس ورکېښود .
وه لیونۍ! له هغې نه دې هم نږدې شوه،  ریښتاهم چې ماته دې سم انتخاب کړی و. وام افرین ډبله شریني واخله .
دښځې سترګې راټولې شوې لاسونه یې په هواکې وچ پاتې شول
پوه نه شوم سړیه داته …
خاوند یې په خبرو کې ورولویده
زه پوهېږم چې دسمندر ماما لور دې خوښه وه ، خو تراوسه خو لا زه هم ځوان یم، قادرجان ته به کوم بل ځای را وګورې ، بیا یې  په زوره  وخندل اویو قدم شاته شو.
لیونۍ اول سړى دى ځان غمه خوري، نه دې اورېدلي چې” اول ځان دی بیا جهان”

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *