«ته څوک یې؟
تر دې ژوند دمخه چېرې وې؟
ژوند له دومره تجربو سره په څه معنادی؟»
عشق اسماني اوبه او خواړه
ستونزه دا نه ده چې ګواکې آسمان موږ د مادې څاه کې غورځولي او ورك كړي يو؛ بلكې اصلي خبره داده چې «زه» خپل اصلي كور، اصلي ټاټوبى په یاد نشم راوړلای.
(خدای شته) او له دې څخه هېڅ شی او هېڅوک، هېڅ ځای او هېڅ وخت نشي خلاصېدلای. نو له دی سره د لوړې سر ژورې ته را ټېټېږي او تیاره د رڼا خوراک کېږي. او بې خدایۍ ته هېڅ وس او ځواک نه پاتې کېږي او د خدای عاشقانه خدایي یوازېنۍ ژوندۍ طریقه پاتې کېږي.
آه شکر سلطان زما په زړه کې دی. لاره، سفر، او د سفر مقصد ټول ما کې دننه دي.
نو آسماني څښتن دلته دی، کور دلته دی، ټاټوبی دلته دی.
ځکه چې آسمان او د هستي قلموهونکی بې شکله او بې جسمه دی.
ځکه چې آسمان عاشق دی. دومره عاشق دی، چې خپل هرڅه یې له خپل عشقه جوړ کړي او په عاشقانه اراده خوشې کړي دي.
هغه عشق دی او عشق هېڅ نلري؛ ځکه ټول سره او سپین د عشق په وړاندې ناچله سکې کېږي او ټول هېڅ کېږي.
عشق چې وي، بیا هېڅ شی نه پاتې کېږي: د بشر ورک آرامش، ورکه سوله، ورکه سوکالي، ورکه خوشحالي، او ورک لذت دغه دی.
وګوره آسمان دومره تش او خالي، چې مازې یو آبي رنګ په نظر راځي. ښایي که لاره د ساینس په سترګو ولټو، دغه آبي رنګ هم دروغ شي. او مازې یوه خلا پاتې شي او د دومره ژورې خلا لیدل به زړه له وېرې راوچوي.
ځکه ځمکه په خدایګوټو، بتانو، تمثالونو، زیارتونو، معبدونو، جوماتونو او د هر چا لپاره په ځانله ځانله مقدسو خونو پوښل شوې ده. ذهن هڅه کړي، چې څښتن لکه یو شی داسې ثابت کړي.
خو هغه دومره عاشق دی، چې پرته له عشقه بل هېڅ شی ورسره نشته.
ځکه عشق تر ټولو سپېڅلی کار او سپېڅلی قانون دی.
عشق خدایي اوبه او خواړه دي.
عشق د ټولې هستۍ په رګونو کې روانه وینه ده.
عشق ساه ده، هوا ده!
عشق لمر دی، سین دی، آسمان دی.
عشق د یوه یوه برخلیک دی او د خدای خدایی دی.
د آسمان ورک بچیان
د ژوندي کلام د استاذ په خبره، زه چېرې ورک شوی یم، چې څوک مې وژغوري؟
نو ژغورونکي د ډارن ذهن بچوړي دي، چې خدایي ځمکه یې په خپلو سرو تورو، شنو تورو، ژېړو تور پوشه عسکرو نیولې، ورانه کړې
او انسانان یې څه وژلي، څه بندیان کړي،
څه په فکر او باور بدل کړي
او نور یې پر خپل معبد او زیات ور مینجاوران کړي.
زه خپل بدني، ذهني، حسي، عاطفي، رواني بار بند اچولی یم.
د وجود ذات بې وزنه دی. خدای ته شکل، وزن، طول او عرض، زمان او مکان
حتا فضا فرض کول، په بې خدایي ورګډېدل دي؛ د الهي اروا بچیان داسې دي.
زه د ذهن په څراغ سره د خپل ورك برخليك او له لاسه تللې خوښۍ او نيكمرغۍ لټه كوم.
ما خپل خدای راکړي وزرونه هير كړي.
زه ځان تن، پوست، غوښه، هډوكي، ماغزه او روان ګڼم.
ښایي ایمان او باور لرو؛ خو ښايي خپل خدای به نه پېژنو؛ ځکه چې «ځان» نه پېژنو!
زه خداى ستورمزلى پيدا كړى يم او زما جګړه د پولې او پټي
او خاورينو ديوالونو او برجونو
او د تاريخ په پاڼو كې د ايښوول شویو القابو پر سر ده.
خدايه! ځان یو عاشق خدمتګار جوړوم او څه چې ستا ارادې غوښتي په خپل زړه كې ميلمه كوم،
زه ستا خدمتګار يم؛ د ژوند او ژوندو خدمت کوم او پرته له عشقه د هېڅ شي په باور زړه نه تړم.
زه له «ځانه» مفلس، لوڅ او لپړ یم؛ ځکه ځان الهي ارادې ته خوشې کوم: هغه دې وشي، چې خدای یې غواړي.
سوالګر معلمان
د کابل سوالګر، ملنګان یا فقیران هم د نوم خلک دي. که د تصوف لړۍ راواخلئ او که د پاچایانو په اړه خوله په خوله انتقال شوې کیسې واورئ، نو ځنې ملنګان په کې اتلان خېژي.
زما نه له دغو سره کار شته، نه له هغو سره.
نه ډبرین یا غوښن او څربه انساني اګاهۍ جوړ کړي معبود ته په سجده ټیټېږم،
او نه د خاورین، نه مسین او نه برنزي یا طلایي یا الماسي خدایګوټي په نامه، د ژوند شنې پېغلې، د نیل ښامار اور ته ورخوشې کوم.
نه د کتاب یا فلسفې یا ایډیالوجۍ په مؤلف او سرمؤلف پورې د خپل عقل نو تړم.
نه «ایګوخان» (Ego) ته چې اوس یې عکس او تمثال ځانوژلي کري او ریبي؛ د زړه شین تخت سپارم.
وخت دې دمې دی.