لومړۍ برخه
د بل بدلولو دوزخ پاتې ګامونه
دوه څلوېښتم ګام
آزادي د انسان ورک سرنوشت
« آزادی یعني له محدودیتونو خلاصېدل او هرڅه ترلاسه کول؛ په دې وضعیت کې خلقت او اوسېدل یووالی مومي.»
ګوپال داس
۲
له خپلې آزادۍ د انسان وېره
کورنۍ، چاپېریال، کوڅه، مسجد، ښوونځی، مدرسه، کلی، ښار موږ را لویوي. دغه ټول په انسان پانګونه کوي. «لوی انسان» ددغو جوړښتونو لوی محصول او همدارنګه لویه پانګونه ده. لوی انسان ددغه پانګونکي فکر، باور، اخلاق، رواج، تاریخ او روایات عمل ته را باسي.
لوی انسان له ځانه ورک دی. هغه یو شکاک، محتاط، ځانمحوری فزیکي ماشین دی، چې ځواکمنو اخلاقو، باورونو او علومو را جوړ کړی ذهن یې په جلب (اشترنګ) ناست دی او هغه د دنیا او اخرت د ګټې په بازار کې، په محتاطانه ډول جنګوي.
د لویې فضا په بدل کې جیولوجیکي سیاست
دغه لوی انسان اوس په قدرت او شهرت پسې راوتی دی.
لوی نه په څاه کې لوېږي،
نه یې مار یا لړم چیچلی شي،
نه له بامه را غورځي،
نه یې ملاریا، یا تور زېړی وژلای شي،
لوی حتا لګیا دی، چې سرطان او شرمګر (ایدز) ته د عقل په جادوګریو دام جوړ کړي.
لوی خوندي دی؛ خو چې د فشار، یا شکرې یا سرطان او یا هم ایدز نوم واوري، ژامې یې رېږدي. او د ساینس ماشین ته پیسې وراچوي، چې عمر یې یو څه نور هم ور اوږد کړي.
ځکه نو لوی آزاد نه دی. لوی د مادې او مکان، لوی د فضا او مادي زمان د خپله اوبدلو لومو په کپس کې بند او ایسار دی.
لوی ددې نه دی، چې د ماشوم په شان، د سره ژمي په واورینه ورځ، لوڅې پښې او شلیدلی ګریوان، له شنه او سوزنده سهاره تر تیاره او کرخت ماښامه وځغلي، یو بل په واورینو ټوپونو وولي او ترهغو وخاندي، چې بابا یې د لیوه په وړین پوستین کې پټ په کور ننباسي.
لوی له باران، ږلۍ او سین څخه هم پرهیز شوی. هغه د آببازانو تر څار او مرستې لاندې، د عصري حوضونو د لویو پلاستکي کاسو او تشطونو په ضد میکروبي شویو اوبو کې سپورتي لامبو خوري.
لوی فضا له لاسه ورکړې؛ فضا یې وړه شوې او دې ته جیولیوجیکي سیاست یا پالیسي وايي.
لوی په ښو او بدو عادت شوی. ښه او بد هم ورته زورورو کسانو له پلرو پلرو ساتلي او ده ته ویلي. اوس دغه لوی ددغو ښو او بدو له لارې له ځان، جهان او نورو سره معامله کوي.
د لوی انسان د ښو حکومت
لوی اوس د غټو غټو هډوکو په چوکاټ کې پټ شوی، له پاسه ور باندې د چم چم غوښو او وازدو دیوال ګرد را چاپېر شوی او ټولعمره په دغه معتبره عضوي کور کې اوسېږي، او ورځ تر بلې د ځان ساتلو وېره هغه په خپله دایمي مستعمره بدلوي.
لوی ته آزادي د خپلو عادتاً زده کړو «ښو» حکومت او سلطنت دی.
قانون به دغه ښه د خدایي اجناسو په توګه معرفي او خوندي کوي.
او قانون پلي کوونکي به هغه لاسونه او پښې پرې کوي، چې له دغو ذهني ښو څخه سر غړوي او خپل ښه دباندې راباسي.
قضا، پولیس او نور ځواکونه به دغه ښه په اهنینو لاسونو ساتي.
مطبوعات به یې په ملي ترانو او حماسو بدلوي.
او ماشومان به یې د مور له شدو سره ګډ څکي کنه مور بیا وایي: «زویه/لورې خپلې شدې مې نه دي در بخښلي…!»
ځکه نو ځان چې څومره غټ شي،
فکر چې څومره اخلاقي، یا علمي یا معتبر شي،
بیا هم د ماشومانه زړونو له نظره پټ کپسونه او زندانونه دي.
ځکه نو عیسی پیغمبر وايي:«چې ماشوم نشي جنت نشي لیدلای»
په دې کلمو که څه ونه شول، نو یو څه به دمه شو، ګوندې زړه د کلمې تازه خدایي شراب راباندې وڅښي.