په ځان څرنګه ورخبر شوم؟ 

د فکرونو، باورونو، ایدیالوجیو او تمدنونو سيروم، چې ټند او پزې ته ورسولم، بیا خپله لوږه را پکې راویښه شوه.

بیا خپل «ځان» را یاد شو! بیا یوازې زه وم او یو خدای مې ؤ.

بیا ځان د خدای له وختونو را سره ؤ؛ خو ما فکرونه، اندونه، طرزونه او د ذهن ذوقونه پنډ پنډ تړلي او پر زړه ور خوشې کړي ؤ. اوس د ځان غږ، زما له ډېرو ژورو برخو راته!

له هغې راهیسې دې ته چمتو کېدم، چې «ځان» ومومم. ځان ښه په مړو سترګو ووینم، په ځان پوه شم او له دې وروسته فقط «ځان» واوسم.

خو اګاه یم چې ټول عمر ځانته ور پر لاره وم. دا زما غوڅ برخلیک ؤ- او دی، او هر بل یو ما په شان داسې دی.

دومره په (الفبا) کې مزل، فقط د «ځان» تجربه کول ؤ. نو اوس دلته په دغو ګامونو کې ځان لوڅ را غږوم.

زه باستانشناس یم او ځان تر هغو را سپړم، چې پرته له یوه هېڅ راپاتې نشي.

غواړم دومره بت شکن شم، چې هېڅ نوم او څېره او یادګاري نښه پاتې نشي.

دا انځورونه څرنګه راووتل؟

«ځان» نیم تاریخ دی. دا خدای تعالی ته نیم ورتګ دی.

خو دا یوازې لیک نه دی، یوازې د چاپ لپاره د یوه اثر د چمتوکولو خواري نه ده!

دلته زه بهېږم. دلته زما سندره پېلېږي، جوړېږي، لوړېږي او ځان تر خپل خدایي کوره پورې سوزي.

نو چلند دا ډول دی. طرز او ددغې مجموعې ډول، سبک او هنر داسې دی.

دلته په هر ګام کې، ګامونه پرانستل کېږي او یو ګام په ټولو ګامونو کې خپله ساه شړي.

ځکه زه غواړم دستي په دستي ځان واوسم او په دې خاطر یو ځای ټول غږ دباندې راباسم.

دلته تاسو زما د «شېبې» ټول وس او ټوله وړتیا ګورئ.

دلته خپله فردي اګاهي غږوم؛ هغه څه چې په حاضره شېبه کې زما ټوله خدایي خبرتیا د��. نو حرکت، څرخونه، ختل، بېرته کښېوتل، لوېدل او بیا بیا پورته کېدل، پرواز کول،

او د خپلو ذهني بېوسیو په سریښو کې نښتل، ټول دلته را ټول او ستاسو د یوه یوه د زړه په جنت کې الوزي.

خو ددې ضمانت کوم، چې د هېڅ یوه د ځنډولو او تړلو نیت نلرم. او ځان راته دغسې دی، خو ځان به اوس مومم.

خبر دې وئ، چې ځان زموږ لپاره لوی برزخ دی.

ځان مو لوی مخپټی دی. ځان یو له دوو لوی ناآشنا دی.

او له ناآشناو سړی وېرېږي؛ ښایي له څښتنه وېره مو ددې ناپوهۍ په رحم کې پنځېږي.

ځان مو هېڅ نه دی لیدلی؛ کنه اوس به په ځمکه روان آسمانڅکي الوتونکي وو.

دلته هر ګام کې، ځان پسې پل اوچتوم، ځان پسې الوزم او ځان پسې سره لمبه کېږم.

هر ګام زما یو پوره ګام دی.

خدای شته، حقیقت شته، غږ شته، کلمه شته؛

خو دا ټول له دې لیک، له دې لیکواله دومره غوړېدلي،

دومره آزاد، دومره زیات، دومره پوره او دومره کامل،

چې دا کلمې یې د پښو ګرد هم نشي کېدای.

د هارولد کلمپ په وینا: کمال بل ګام دی.

لومړی ګام

دا «زه» یم!

زه انور وفا سمندر، د «بل دورخ» د څلي له بشپړولو راوځم او اوس د «زه» اشنا او نااشنا تنګو درو او لوړو غرونو ته کله کښته کله پورته روانېږم؛ غواړم د «ځان» ملاقات تر سره کړم.

اوس زه څه شی یم؟ تر یوه نوم لاندې راټوله شوې د جسم، حواسو او عواطفو، ذهن او روان مجموعه که بل څوک؟

«زه» څه شی دی؟ څوک دی؟ او ولې دی؟

په هستۍ کې یې نقش څه شی دی؟ په بشري تاریخ او تمدن کې یې رول څه شی دی؟

زه سپین آسمانڅکی موجود دی، که د شر او شیطان نانځکه؟

هی هی، دا ژوند څومره زما په ویناو، زما په فتواوو، زما په فیصلو بدرنګه شوی!

ما څه بد فکرونه کړي، ما څه بدې خبرې په خوله راوړي، ما څه بدې تورې وهلي.

ما یو مخ په خپلو افکارو، خبرو، کارونو انسانان وژلي،

چرګان مې خوړلي، غرڅې هم ښکار کړي،

او سرې او سپېنې غوښې مې ژمي لپاره وچې کړي.

او ترکستاني سپي مې په بامونو تړلي.

زه مسئول یم. بنیادم مسؤول دی. هر انسان مسؤل دي.

زه، خپل «زه»، «ځان» ګڼم.

آیا ځان همدغه زه یم؟

آیا هغه ځان چې الهي نښه دی، ددې لپاره راغلی، چې دنیا داسې د خپل غضب په چړو سره سره کړي؟

او زه څه شی دی او «ځان» څه شی دی؟

کوم یو اصل او کوم یو بدل دی؟

«ځان» د الهي روح میوه ده او سپرغۍ، چې ځمکې ته د ځان ورکولو لپاره را کوزه شوې،

خو زه پر ځان خبر نه یم، چې د خدای لپاره سړي څرنګه ځان ورکوي؟

نو زه لکه چې همدغه تن او کالبوت یم، چې ذهن یې هدایت په لاس کې اخستی.

څه چې کوم، آیا هماغه آبدي «ځان» یا الهي سپرغۍ- د الهي روح پوه کړې ساه یې کوي؛ یا نه بل څه شی دی؟

زما وینا، زما فکر، زما احساسات، عواطف، کړنې دا ټول په دغه خاورین بدني کورګي کې،

د ایښې الهي روح محصول دي!

که نه بل چا زه داسې کړی یم او بل شي دنیا د جنګ او ظلم او تیري په شر لړلې ده؟

هی هی ما څه جوړ کړي؟ تاریخ مې د وینې تویلو عکس دی.

نو زه کوم یو یم؟ د الهي اروا سپرغۍ که یو ځانپاله کوچنی «زه»؟

دا زه څه شی دی، څوک دی؟ له کومه شوی؟ پلار یې څوک دی؟ مور یې څوک ده؟

زېږنځای او تاریخ یې څه دي؟

اوس زه د خپلو کړو وړو علت یم که معلول؟

کار له «زه» پېلېږي. له زه سره دنیا نوې کېږي. «خدایه اول ما وبخښې، بیا مې پلار، بیا مې مور…»

زه اول نمره دی. پېل ګر دغه «زه» دی.

زه که نه وي، څه به پاتې شي؟ یو زه یم، یو مې خدای دی.

زه له خدایه راغلی، خو هغه وایي: یو زه یم یو مې خدای دی!

زه د هستۍ لومړۍ نښه ده. واقعیت له ده څخه سر پورته کړی.

موږ هر یو په خپل واقعیت کې ولاړ یاستو. یا زه او ته هر یو خپل واقعیت یاستو؟

دغه ژبه ددې لپاره په کار شوه، چې ځرګنده کړم، چې «دا زه یم».

څښتن وایي: «زه هغه یم، چې اوسم!» ددې خبرې هضم زړه غواړي، ځکه ذهن پورې تړلي فزیکي حواس خوبولي کېږي او په بېړه مو د حقیقت ژبې ته له غوږ ایښوولو بیکاره کوي.

حقیقت لکه خدای داسې دی؛ شته خو تعریف یې هر چا سره بېل دی، ځکه تجربه یې بېله ده.

حقیقت په سکوت ډک دی او سکوت د شخصي تجربې ډګر دی،

او حقیقت دلته په ننداره، په پوهه او په اوسېدلو بدلېږي.

دا خبرې یو څه زړه غواړي! خو دا ځل ډېر ساده کار زما په مخکې دی.

غواړم «زه» را وسپړم.

غواړم خپلې ټولې پوهې، او انساني ذهني معلومات په دې وننګوم، چې څومره یې زه معرفي کړی یم.

ددې لپاره، چې د شاوخوا تعریف شوې نړۍ په وړاندې یو رښتیني او سم دریځ ونیسم، باید د ځان له الفبا خبره را پېل کړم.

زه آسانه دی، ساده دی، بېسواده دی، تر هرڅه وړوکی،

زه ساده او بسیط دی، خو ددغې معلوماتي ژبې الفبا هلته کار نه کوي.

یوه دمه به وکړو، چې حقیقت د سکوت په ژبه څه راته وایي!

دویم ګام

نړۍ د بل بدلولو شکارګاه

موږ کار ته وخت لرو، دفتر ته، کارځي ته وخت لرو.

راشه درشې، خبرو کولو، نظر ورکولو، د نورو مشکلاتو حلولو،

د نړۍ او نورو بدلولو لپاره-حتا د وژلو دوزخي کار لپاره وخت لرو؛

خو ځان ته نه یو ورخلاص شوي.

مدرن انسان یې وژني. متمدن یې وژني، چې بدل شي، نوی شي، عصري شي،

مخلوڅی، ږیره خرېلی او د ژنیو په کانوانسیون برابر شي.

وحشي او بربر یې وژني، چې بېرته د پلرو او د نیکو او زیارتونو کې خاورو شویو

اولي څېرو په شکل ببرمبر او ځنګلي شي.

وژني یې، چې توره او نیزه او ناموس یې اخلاق او ارمانونه شي،

وژني یې، چې مړي هېر نشي،

چې مړي حکومت وکړي،

چې مړه فکرونه ساه واخلي او نړۍ د عتیقه اجناسو له موزیمه، فزیکي او ذهني ژوند کې دوباره ساه واخلي.

نړۍ د بل بدلولو شکارګاه وه او شکارګاه ګرځېدلې.

زه د بلې ورځې یم

انسان خپل پټ برزخ دی، او دې برزخ ته اوس دلته سفر ور پېلېږي. دا یې پیل دی.

رښتیا داده چې ځانته وخت نلرو! ځان را نه هېر دی. ځانته بله ورځ وخت ورکوو!

موږ خپله د زړه هیله او غوښتنه څټ ته غورځوو، ځکه بې زړه یاستو.

هره ورځ د زمان یو سپین چک، د زمان د پنځونکي په لاسلیک، زموږ د کور په وره را ځړېږي

او موږ د شخصي وخت چک، د بل بدلولو په قمار وهو؛ خو ځان ته وخت نلرو.

ځان مو د جمعې مړی دی، ځان مو یوه جمعه په بله جمعه سپاري. مړو شپه ځکه راپه کې دود پاتې کېږي.

ټول مړي زما دي. ما هره ورځ خپل یو ځان وژلی او په ملایکو سپارلی،

چې د ګور له چنجیو یې په آمان کې وساتي.

ښه ده، چې کله کله ځان ته هم وخت ورکړو، ځان سره یوازې او ګوښه په یوه چوپه او خاموشه فضا کې کښېنو.

ښه ده کله کله، د ځنګله یوه څنډه، د سین یوه غاړه، د غره یوه څوکه،

او یا یوې له تمدن او بشري معاشرې سره ناآشنا بیدیا کې له ځان سره یوازې ولاړ شو.

ښايي د «ځان» ملاقات داسې تر لاسه شي.

د طبعیت باغ، کرونده، سین غاړه، دښته او د غره یوه څنډه، د سکوت اورېدلو موقع په لاس راکوي.

د ژوند سپینه ژبه

منفرد غږونه څومره اسانه، ساده، او اګاه پر سړي لګېږي.

منفرد غږ مشخص دی. یو دی، او د زړه په حواسو مخامخ لوستل کېږي.

هوا کې یوه آزاده مرغۍ، سره غرمه کې د بزګر په لاس کې د لور موزونې غاړې اچونې،

په سوارو د پښو اوچتولو هر یو کښښت، کښښت یې، د ټول غږ جلا جلا ریتمونه او رنګونه دي.

او ددې یوه یوه غږ څټ ته ډک سکوت ولاړ دی.

سکوت د منفرد غږ یوازنی بګروند دی. او دا د غږ انفجار دی.

سړی په نااګاه ډول، د غږ اورېدلو پر مهال سکوت هم اوري. بیا ذهن غږ ترجمه کوي یا تفسیروي، یا خوښوي او ردوي.

خو زړه سکوت اخلي، سکوت د زړه غذا ده.

سکوت د زړه د حواسو په سواد برابر غږېږي. سکوت واحده کلمه ده.

دا ټول مې سبایي، کله چې د کابل ښار د خواجه رواش هوایي ډګر شمال ختیڅ اړخ ته، شنې کروندې خوا سره دمه واخسته، وموندل. دا هغه څه ؤ، چې په یوه کتاب کې مې نه ؤ.

زه کله کله ځان پسې وځم، ځم چې چېرې ګوښه یې واورم او دا برکتونه ددغو شېبو له ونې را اوري.

د ځان نقشه

خدای خبر څو زره زره کرته ده، چې ځان هېنداره کې وینم!

آیا زه دغه یم؟ آیا زه هغه پرونی وفا او سمندر یم؟ هماغه تېر کلنی، هاغه ځوان پوهنتونی،

یا هغه سر خریلی مکتبی، یا هم هغه د نیالګي په آس سپور شپږ کلن، د مدیر اکبر خان مشر زویکی یم؟

آیا زه هغه ماشوم یم، چې مزدور «عوض» یې زیری زما له «ادکۍ» واخست؟

آیا زه د ابا او د ابو د معصومې خندا او د زړونو د درزا

او د ځان او څښتن او هرڅه د هېرولو د فضا محصول یم؟

غواړم پوه شم او هوښیار شم، چې زه دغه جسم، شکل، څېره، قوم او قبیله یم؟

که نه دا ټول زما د فزیکي ژوند اړتیاوې او اړخونه دي او زه هغه څه یم، چې نه په سترګو کې ځاېږي،

نه یې غږ په غوږو اورېدل کېږي او نه یې پوهه په عقل کې ځاېږي.

لټه روانه ده، اوس به دمه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *