وفا سمندر

دولسم ګام –

«ذهن کمپیوتر دی. خو د ځنو حافظه زیاته او د ځنو نورو بیا کمه ده. ځنې کمپیوترونه ډېر پروګرامونه لري او نور یې نلري… خو د وظایفو سرته رسولو له پلوه یو ډول دي.» ساتوکوراج

ذهن د اروا غلاف

۲
د ذهن کمپیوتر

د هر وګړي ذهن یو کمپیوتر دی یا ښه ده دغه تعریف داسې را لنډ کړو: «هر ذهن کمپیوتر دی» خو د ځنو حافظه زیاته ده او د ځنو نورو بیا کمه ده.

ځنې کمپیوترونه ډېر پروګرامونه لري او نور یې بیا لږ لري.

ځنې کمپیوترونه بیا له یو بل سره وصل دي او ځنې بیا نه دي سره وصل.

خو ټول کمپیوترونه یو ډول وظایف سرته رسوي. ذهنونه هم دغسې دي.

یو څه به موضوع شخصي کړو او په خپل ژوند او ځان باندې به یې ووینو. نو ښه یې داده، چې پر ځان- خپل کمپیوتر- را تم شم.

زموږ دریو ذهن کمپیوترونه

موږ درې وروڼه یاستو. زه په کې مشری یم، محمد شفېع منځوی دی او محمد کبیر هم کشری دی.
زه د شاهي قانون جبر او د پلار د مهربانۍ قهر مکتبی کړم. مکتب مې تر شپږم ټولګي پورې د «مرګ» تر خطر لاندې ووایه. خانزاده پلار چې د شاهي حکومت ملکي مامور ؤ، ډېری به لېرې سیمو ته په سفر تللی ؤ، خو چې جمعه مومه به را په کور شو؛ نو وېل به یې: «انوره! که ناکام شوې…»

مکتب راته سور اور شوی ؤ، خو د ډوډۍ، کالیو او کور د مساوات او په دې انقلابي خرپ او ترپ کې د ځوانو مکتبیانو ستیج ته را وړاندې کېدل مې چې ولیدل، مکتب راته لکه اوبه داسې شو. دې وخت کې زما د ذهن کمپیوتر ته برق ورسېد او په همزولو او خلکو کې د مطرح کېدلو هوس لایق شاګرد جوړ کړم او وروستی کال مې، د کابل ښار شیرشاه سوري لیسه (پخوانۍ او اوسنۍ غازي لیسه) کې په (عالي) درجه ختم کړ. ټولګیوال مې زیاتره عسکرۍ ته ولاړل؛ خو زه د عمر کموالي په خاطر، د کانکور ازموینو کې شامل او دستي په دستي خپل لومړي انتخاب ته کامیاب شوم.

پوهنتون مې د (انترناسیونال سرود) په موسم او فضا کې ختم کړ؛ خو د ځانګړې سرتمبګۍ له مخې شوروي اتحاد ته په تحصیل نه ولاړم. پلار سره له دې چې قران خوانه او نمازګزاره ؤ، کال کې یو ځل دوه ځله شوروي ته ور برابرېده.

داسې د هر قشر او برخې استازي هم تلل، حتا په دولتي معاشونو مقرر ملایان هم تلل او منځنۍ اسیا جوماتونو کې یې عکسونه اخستل؛ خو ما په مسکو کې پښه کښېنه ښوده.

راوروسته رادیو تلویزیون کې خبریالۍ ته ولوېدم، او لنډ وخت کې د رادیو تلویزیون مشرۍ زما استعداد وستایه. ددغې ادارې د هغه مهال لوی مشر ډاکتر حیدر مسعود راته ووېل، تا را څخه څوک عسکرۍ ته نشي بیولای. نو هماغه ؤ، چې د ګوند له واکمنۍ کړۍ سره، له تړلتیا پراته، په ځوانه ځوانۍ کې د کابل رادیو فرعي چینل مرستیال شوم او نور مې قلم ادبیاتو ته هم تېره شو، ‌دا ځکه چې د مینې زوړ ښکاري د چا له سترګو د عشق په کالتوس سوری کړی وم؛ ځکه نو خپل ادبیات یو سپین عاشقانه کار ګڼم.

د «بنیادمان» ناول زما لومړۍ لیکنه

کال ۱۳۶۵ ؤ، اوسمهال بهر مېشتی اسمعیل فروغي، هغه مهال د مرکزي تلویزیون د خبر څانګې مشر ؤ. هغه یوه ورځ راته کړل: «انور جان خوب استعداد داري، یګان نوشته ادبی بکن. داستان بنویس، میفهمم استعدادش را داری.»

رښتیا دا وه، چې د انقلاب له خوا د نورو بدلول، یا له مقابلې خوا د خلکو اصلاح کولو فرهنګ نوره د ژوند ساه پزې ته را رسولې وه. خو ذهن لا د اجتماعي ریالیزم د اخور په لور کشولم.

هر رنګه چې ؤ زړه لیونی شو او په پوره بې پروایۍ د ایدیالوجۍ له سره سینده، د فردي فکر شخصي کیهان ته ور تېر شوم.

هغه ورځ ژر را ورسېده، چې د «بنیادمان» ناول په پنسل کښل شوې نسخه مې عبیدالله محک ته د کتلو لپاره وړاندې کړه. درې څلور ورځې وروسته محک را ته ووېل «دا دې اوله لیکنه ده؟»

له دې شېبې ناول لیکلو ته شوم. ورپسې د ډوډۍ، کالیو او کورونو په ژرنده باندې له پاسه ویاله راوچه شوه. وروستۍ اوبه یې هم شمال کې په غلا واړول شوې او بله ورځ مجاهدين بې له جنګه په کابل راننوتل. موږ بې نکتایۍ شو، خو چې څو مېاشتې تېرېدې، نو نوي رییسان هم له خپلو فاتحانه ترانو ستړي شول او موږ ته یې په شفاهي ډول اجازه راکړه، چې خپرونو سره موزیک هم نشر کړو. په بله ورځ د رادیو افغانستان رییس محمد اکرام اندیشمند زما غاړې ته د راډیو افغانستان د روزنې لوی مدیریت راواچاوه.

د طباعت او نشر له محدودیت سره سره، زما لیکنې مطبوعاتو، ها د چا خبره په هوا کې نیولې. او دادی اوس خبره دې ته ورسېده، چې لس دولس کتابونه مې چاپ شوي او اینده هم د قلم آسماني څښتن سپینه لاره را ته پرې ایښې.

د نورې کیسې لپاره به دلته لږ دمه واخلو؛ ځکه خبره پر دې وه، چې ذهن کمپیوتر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *