محمد انور وفا سمندر

لومړی ګام

دا «زه» یم!

زه انور وفا سمندر، د «بل دورخ» د څلي له بشپړولو راوځم او اوس د «زه» اشنا او نااشنا تنګو درو او لوړو غرونو ته کله کښته کله پورته روانېږم؛ غواړم د «ځان» ملاقات تر سره کړم.

اوس زه څه شی یم؟ تر یوه نوم لاندې راټوله شوې د جسم، حواسو او عواطفو، ذهن او روان مجموعه که بل څوک؟

«زه» څه شی دی؟ څوک دی؟ او ولې دی؟

په هستۍ کې یې نقش څه شی دی؟ په بشري تاریخ او تمدن کې یې رول څه شی دی؟

زه سپین آسمانڅکی موجود دی، که د شر او شیطان نانځکه؟

هی هی، دا ژوند څومره زما په ویناو، زما په فتواوو، زما په فیصلو بدرنګه شوی!

ما څه بد فکرونه کړي، ما څه بدې خبرې په خوله راوړي، ما څه بدې تورې وهلي.

ما یو مخ په خپلو افکارو، خبرو، کارونو انسانان وژلي،

چرګان مې خوړلي، غرڅې هم ښکار کړي،

او سرې او سپېنې غوښې مې ژمي لپاره وچې کړي.

او ترکستاني سپي مې په بامونو تړلي.

زه مسئول یم. بنیادم مسؤول دی. هر انسان مسؤل دي.

زه، خپل «زه»، «ځان» ګڼم.

آیا ځان همدغه زه یم؟

آیا هغه ځان چې الهي نښه دی، ددې لپاره راغلی، چې دنیا داسې د خپل غضب په چړو سره سره کړي؟

او زه څه شی دی او «ځان» څه شی دی؟

کوم یو اصل او کوم یو بدل دی؟

«ځان» د الهي روح میوه ده او سپرغۍ، چې ځمکې ته د ځان ورکولو لپاره را کوزه شوې،

خو زه پر ځان خبر نه یم، چې د خدای لپاره سړي څرنګه ځان ورکوي؟

نو زه لکه چې همدغه تن او کالبوت یم، چې ذهن یې هدایت په لاس کې اخستی.

څه چې کوم، آیا هماغه آبدي «ځان» یا الهي سپرغۍ- د الهي روح پوه کړې ساه یې کوي؛ یا نه بل څه شی دی؟

زما وینا، زما فکر، زما احساسات، عواطف، کړنې دا ټول په دغه خاورین بدني کورګي کې،

د ایښې الهي روح محصول دي!

که نه بل چا زه داسې کړی یم او بل شي دنیا د جنګ او ظلم او تیري په شر لړلې ده؟

هی هی ما څه جوړ کړي؟ تاریخ مې د وینې تویلو عکس دی.

نو زه کوم یو یم؟ د الهي اروا سپرغۍ که یو ځانپاله کوچنی «زه»؟

دا زه څه شی دی، څوک دی؟ له کومه شوی؟ پلار یې څوک دی؟ مور یې څوک ده؟

زېږنځای او تاریخ یې څه دي؟

اوس زه د خپلو کړو وړو علت یم که معلول؟

کار له «زه» پېلېږي. له زه سره دنیا نوې کېږي. «خدایه اول ما وبخښې، بیا مې پلار، بیا مې مور…»

زه اول نمره دی. پېل ګر دغه «زه» دی.

زه که نه وي، څه به پاتې شي؟ یو زه یم، یو مې خدای دی.

زه له خدایه راغلی، خو هغه وایي: یو زه یم یو مې خدای دی!

زه د هستۍ لومړۍ نښه ده. واقعیت له ده څخه سر پورته کړی.

موږ هر یو په خپل واقعیت کې ولاړ یاستو. یا زه او ته هر یو خپل واقعیت یاستو؟

دغه ژبه ددې لپاره په کار شوه، چې ځرګنده کړم، چې «دا زه یم».

څښتن وایي: «زه هغه یم، چې اوسم!» ددې خبرې هضم زړه غواړي، ځکه ذهن پورې تړلي فزیکي حواس خوبولي کېږي او په بېړه مو د حقیقت ژبې ته له غوږ ایښوولو بیکاره کوي.

حقیقت لکه خدای داسې دی؛ شته خو تعریف یې هر چا سره بېل دی، ځکه تجربه یې بېله ده.

حقیقت په سکوت ډک دی او سکوت د شخصي تجربې ډګر دی،

او حقیقت دلته په ننداره، په پوهه او په اوسېدلو بدلېږي.

دا خبرې یو څه زړه غواړي! خو دا ځل ډېر ساده کار زما په مخکې دی.

غواړم «زه» را وسپړم.

غواړم خپلې ټولې پوهې، او انساني ذهني معلومات په دې وننګوم، چې څومره یې زه معرفي کړی یم.

ددې لپاره، چې د شاوخوا تعریف شوې نړۍ په وړاندې یو رښتیني او سم دریځ ونیسم، باید د ځان له الفبا خبره را پېل کړم.

زه آسانه دی، ساده دی، بېسواده دی، تر هرڅه وړوکی،

زه ساده او بسیط دی، خو ددغې معلوماتي ژبې الفبا هلته کار نه کوي.

یوه دمه به وکړو، چې حقیقت د سکوت په ژبه څه راته وایي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *