دویم ګام
نړۍ د بل بدلولو شکارګاه
موږ کار ته وخت لرو، دفتر ته، کارځي ته وخت لرو.
راشه درشې، خبرو کولو، نظر ورکولو، د نورو مشکلاتو حلولو،
د نړۍ او نورو بدلولو لپاره-حتا د وژلو دوزخي کار لپاره وخت لرو؛
خو ځان ته نه یو ورخلاص شوي.
مدرن انسان یې وژني. متمدن یې وژني، چې بدل شي، نوی شي، عصري شي،
مخلوڅی، ږیره خرېلی او د ژنیو په کانوانسیون برابر شي.
وحشي او بربر یې وژني، چې بېرته د پلرو او د نیکو او زیارتونو کې خاورو شویو
اولي څېرو په شکل ببرمبر او ځنګلي شي.
وژني یې، چې توره او نیزه او ناموس یې اخلاق او ارمانونه شي،
وژني یې، چې مړي هېر نشي،
چې مړي حکومت وکړي،
چې مړه فکرونه ساه واخلي او نړۍ د عتیقه اجناسو له موزیمه، فزیکي او ذهني ژوند کې دوباره ساه واخلي.
نړۍ د بل بدلولو شکارګاه وه او شکارګاه ګرځېدلې.
زه د بلې ورځې یم
انسان خپل پټ برزخ دی، او دې برزخ ته اوس دلته سفر ور پېلېږي. دا یې پیل دی.
رښتیا داده چې ځانته وخت نلرو! ځان را نه هېر دی. ځانته بله ورځ وخت ورکوو!
موږ خپله د زړه هیله او غوښتنه څټ ته غورځوو، ځکه بې زړه یاستو.
هره ورځ د زمان یو سپین چک، د زمان د پنځونکي په لاسلیک، زموږ د کور په وره را ځړېږي
او موږ د شخصي وخت چک، د بل بدلولو په قمار وهو؛ خو ځان ته وخت نلرو.
ځان مو د جمعې مړی دی، ځان مو یوه جمعه په بله جمعه سپاري. مړو شپه ځکه راپه کې دود پاتې کېږي.
ټول مړي زما دي. ما هره ورځ خپل یو ځان وژلی او په ملایکو سپارلی،
چې د ګور له چنجیو یې په آمان کې وساتي.
ښه ده، چې کله کله ځان ته هم وخت ورکړو، ځان سره یوازې او ګوښه په یوه چوپه او خاموشه فضا کې کښېنو.
ښه ده کله کله، د ځنګله یوه څنډه، د سین یوه غاړه، د غره یوه څوکه،
او یا یوې له تمدن او بشري معاشرې سره ناآشنا بیدیا کې له ځان سره یوازې ولاړ شو.
ښايي د «ځان» ملاقات داسې تر لاسه شي.
د طبعیت باغ، کرونده، سین غاړه، دښته او د غره یوه څنډه، د سکوت اورېدلو موقع په لاس راکوي.
د ژوند سپینه ژبه
منفرد غږونه څومره اسانه، ساده، او اګاه پر سړي لګېږي.
منفرد غږ مشخص دی. یو دی، او د زړه په حواسو مخامخ لوستل کېږي.
هوا کې یوه آزاده مرغۍ، سره غرمه کې د بزګر په لاس کې د لور موزونې غاړې اچونې،
په سوارو د پښو اوچتولو هر یو کښښت، کښښت یې، د ټول غږ جلا جلا ریتمونه او رنګونه دي.
او ددې یوه یوه غږ څټ ته ډک سکوت ولاړ دی.
سکوت د منفرد غږ یوازنی بګروند دی. او دا د غږ انفجار دی.
سړی په نااګاه ډول، د غږ اورېدلو پر مهال سکوت هم اوري. بیا ذهن غږ ترجمه کوي یا تفسیروي، یا خوښوي او ردوي.
خو زړه سکوت اخلي، سکوت د زړه غذا ده.
سکوت د زړه د حواسو په سواد برابر غږېږي. سکوت واحده کلمه ده.
دا ټول مې سبایي، کله چې د کابل ښار د خواجه رواش هوایي ډګر شمال ختیڅ اړخ ته، شنې کروندې خوا سره دمه واخسته، وموندل. دا هغه څه ؤ، چې په یوه کتاب کې مې نه ؤ.
زه کله کله ځان پسې وځم، ځم چې چېرې ګوښه یې واورم او دا برکتونه ددغو شېبو له ونې را اوري.
د ځان نقشه
خدای خبر څو زره زره کرته ده، چې ځان هېنداره کې وینم!
آیا زه دغه یم؟ آیا زه هغه پرونی وفا او سمندر یم؟ هماغه تېر کلنی، هاغه ځوان پوهنتونی،
یا هغه سر خریلی مکتبی، یا هم هغه د نیالګي په آس سپور شپږ کلن، د مدیر اکبر خان مشر زویکی یم؟
آیا زه هغه ماشوم یم، چې مزدور «عوض» یې زیری زما له «ادکۍ» واخست؟
آیا زه د ابا او د ابو د معصومې خندا او د زړونو د درزا
او د ځان او څښتن او هرڅه د هېرولو د فضا محصول یم؟
غواړم پوه شم او هوښیار شم، چې زه دغه جسم، شکل، څېره، قوم او قبیله یم؟
که نه دا ټول زما د فزیکي ژوند اړتیاوې او اړخونه دي او زه هغه څه یم، چې نه په سترګو کې ځاېږي،
نه یې غږ په غوږو اورېدل کېږي او نه یې پوهه په عقل کې ځاېږي.
لټه روانه ده، اوس به دمه شو.