ايا ځان وژونکي بريدونه په خپل ذات كې شرعي جواز لري؟ ايا ددغه كار لپاره كوم شرعي دليل او بنياد شته؟ دا يوه داسې پوښتنه ده چې نن يې د ځوابولو كوښښ كوم او په دې سره خپله غاړه خپل الله ته ،بيا اسلامي امت او په ځانګړي ډول دخپلو او پردیو د لاسه ځوریدلي ملت ته خلاصوم.

. 1الله تعالٰى په قرآن مجيد كې فرمايي: ﴿وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيْمًا﴾’’اوتاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله په تاسو ډېر مهربانه دی.‘‘ (النسآء 29:4) په دې ايت كې د ځان وژنې څخه منع راغلې ده، که سبب، مقصد او نيت هرڅه وي، ځكه چې حكم عام دی، ځان مرګي بريد كوونكی تر ټولو مخكې خپل ځان وژني او ددې ايت په رڼا كې دغه كار حرام دی، او په هېڅ دليل ترې ځان مرګی مستثنٰى نه دی. د قرآن مجيد ددې واضح ايت نه اعراض او په ځاى يې د خلكو د رايو او افكار پسې تلل جائز نه دي.

. 2همدارنګې نبيﷺ هم د ځان وژنې څخه منع كړې ده، فرمايي: ((مَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ فِي يَدِه يَتَوَجَّأُ بِهَا فِي بَطْنِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا)) ’’چاچې ځان په څه اوسپنه ووژلو، نو دده په لاس كې به دغه اوسپنه وي او د جهنم په اور كې به په خپله خېټه كې دغه اوسپنه ننباسي او په جهنم كې به همېشه او تل ترتله وي.‘‘ (صحيح البخاري، حديث: 2778 ، و صحيح مسلم، 313) حديث هم عام دی او نبيﷺ ترې دغه ځان مرګي بريدونه نه دي مستثنٰى كړي چې هسې خو ځان وژنه منع ده خو ددغه مقصد دپاره جایز ده ، داسې کوم استثنا کوونکی دلیل نشته او دا هم ویل جایز نه دي چې چونکه په هغه وخت کې دا قسم حملې نه وې، نو ځکه یې حکم نه دی بیان شوی، دا په دې وجه چې زمونږ رب هیروونکی نه دی چې دا خبره ترې نعوذ بالله هېره شوې وه (وَ مَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) ’’او ستا رب څه هېروونكی نه دی.‘‘ نو دا ډېر سخت وعيد دی، بايد ياد وساتل شي او عبرت ترې واخستل شي

. 3بله خبره دا ده چې دغه ځان مرګي حملې د نبيﷺ په زمانه كې نه وې او نه يې په دې حقله څه ترغيب وركړی دی حتى چې دې ته يې اشاره قدرې هم نه ده كړې، نو كه دا جائزې وی ذكر به يې خامخا په حديثونو او اثارو كې راغلی و. او دا يو داسې دليل دی چې د عقل او بصیرت خاوندانو دپاره يوازې هم دا كافي دی او تر ټولو غوره كار هغه دی چې د قرآن اوسنت څخه ثابت وي. جهاد هم يو عبادت دی، لهذا دده دپاره هم هغه طريقه په كار ده چې شرعي وي.

. 4د ځان مرګي بريد په ځاى د شرطونو د لاندې د شرعي او اسلامي جهاد لپاره د جنګ نورې طريقې اولارې په هر ځاى كې ممكن دي، لهٰذا انتحاري حملو ته اړتيا نشته. اعتراضونه: د ځان مرګي بريدونو قائلين ددغو حملو د جواز دپاره په خپل خیال څه دلایل وړاندې كوي خو هغه په حقیقت کې شبهات او وسوسې دي ، په هغو كې يو هم ددغو حملو د جواز دليل نشي جوړيدی، په دغو کې ځینې هغه دي چې د فدايي حملو د جواز دليلونه دي، ځكه چې په انتحاري حملې كې د حمله كوونكي مرګ يقيني وي او په فدايي حملې كې مرګ يقيني نه وي بلكې په ځينې وختونو كې حمله كوونكی روغ رمټ وځي. په دې سلسله كې د ځان مرګي بريد د جواز قائلين هغه حديث په دليل كې وړاندې كوي چې په صحيح مسلم كې راغلی دی چې هغه مؤحد او مؤمن هلك چې د راهب شاګرد و او هغه کافر بادشاه یې وژل غوښتل خو وژلی یې نشو ، د ډېرو مرحلو نه وروسته یې هغه كافر بادشاه ته ، چې الله يې نه مانه او خلك يې د اسلام نه منع كول، وويل: ته مانشې وژلې تردې چې ته هغه كار وكړې چې زه يې تاته وايم. كافر بادشاه وويل: هغه څه دي؟ هلك وويل: ټول خلك په پراخه مېدان كې جمع كړه، بيا ما په دار وځړوه، بيا زما د غشو د كڅوړې نه يو غشی راواخله، په لينده كې يې كېږده او ووايه: ((بِاسْمِ اللهِ رَبِّ الْغُلَامِ))’’د الله په نوم سره چې دغلام رب دی.‘‘ او بيا پرې ما ووله. كه داسې دې وكړل، نو ما به ووژلی شې، نو هغه بادشاه هم داسې وكړل او دغه هلك يې ووژلو. (صحيح مسلم، حديث: 7703) خلكو چې د الله نوم واورېده او ددې كار په نتيجه كې د الله په توحيد او د هلك د دين په حقانيت باندې او د بادشاه د دین په باطلوالي باندې پوه شول، نو د هغه ملک ډېری خلک د بادشاه د دین نه وګرځېدل او مسلمانان شول. خو لكه څنګه چې څرګنده ده دا انتحار نه دی بلكې دا د بادشاه په لاس قتل دی هلک پخپله ځان نه دی وژلی.بله دا چې په دې وژنه کې چې د بادشاه په لاس ترسره شوه ، څومره لویه بایده حاصله شوه! ځينې کسان په كې د يونسuسمندر ته ځان غورځول هم د دليل په ډول نيسي، خو دغه هم دليل نشي جوړېدلی، ځكه چې هغه خو مغلوب شوی و او قرعه دده په نوم ختلې وه، په قرآن كې الله تعالٰى فرمايي: ﴿ فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِيْنَ ﴾ (الصافات 141:37) ’’نو هغه په قرعه اچولو كې شريك شو، نو د مغلوبو ځنې شو.‘‘ نو په دې عمل سره دلیل نیول صحیح نه دي بله خبره دا ده چې دا هم دغه ډول هېڅ انتحاري عمل نه و. لنډه دا چې د ځان مرګي حملو د جواز په حقله هېڅ يو واضح او ښكاره دليل نشته، تشې راى او د خېټو خبرې دي چې سياسي جنګيان يې وړاندې كوي او د ښکاره او واضحو ایتونو او حدیثونو مقابله تشې رای او بې دلیله خبرې نشي کولی. په دې حقله د امت سترو عالمانو څرګندونې هم كړې دي او د امت لارښوونه یې کړې ده. د سعودي عرب پخواني ستر مفتي شيخ عبد العزيز بن بازaفتوىٰ د ابن بازaڅخه د يهودو په ضد د انتحاري حملې په باره كې پوښتنه وشوه. هغه په ځواب كې وويل: مونږ په كراتو دا خبره كړې ده چې دا كار صحيح نه دی، ځكه چې دا ځان وژنه ده او الله فرمايي: ﴿وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ﴾ ’’او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ.‘‘ او نبيﷺ فرمايلي دي: ((مَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِشَيْءٍ عُذِّبَ بِه يَوْمَ الْقِيَامَةِ))’’چاچې خپل ځان په څه شي ووژلو، د قيامت په ورځ به هغه ته په دغه سره عذاب وركولی شي.‘‘لهٰذا د فلسطينيانو دغه كار غلط دی. د مسلمان امت ستر محدث محمد ناصر الدين البانيaفتوىٰ البانيaفرمايي: نَحْنُ نَقُولُ: اَلْعَمَلِيَاتُ الْاِنْتِحَارِيَّةُ كُلُّهَا غَيْرُ مَشْرُوعَةٍ وَ كُلُّهَا مُحَرَّمَةٌ وَ قَدْ تَكُونُ مِنَ النَّوْعِ الَّذِي يَخْلُدُ صَاحِبُهُ فِي النَّارِ وَ قَدْ تَكُونُ مِنَ النَّوْعِ الَّذِي لَا يَخْلُدُ صَاحِبُهُ. ’’مونږ وايو انتحاري (ځان مرګي) بريدونه ټول ناجائز او حرام دي. ځينې په كې داسې دي چې كوونكی يې ابدي جهنمي دی او په ځينو كې ابدي جهنمي نه وي.‘‘ حتى چې هغوى تردې هم ويلي: أَقُولُ: اَلْيَوْمَ لَا جِهَادَ فِي الْأَرْضِ الْإِسْلَامِيَّةِ إِطْلَاقًا، هُنَاكَ قِتَالٌ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْبِلَادِ ’’زه وايم: نن په ټوله اسلامي نړۍ كې جهاد نشته، هو په ځينو ملكونو كې جنګ روان دی.‘‘ د جهاد په هکله د هند د ډاکټر ذاکر نایک او ګڼو عربي او سلفي عالمانو همدغه نظر دی د سعودي عرب ستر فقيه شيخ محمد بن صالح العثيمينaفتوىٰ ځينې خلک چې انتحاري حملې كوي، په دې ډول چې منفجره توكې دځان پورې ونښلوي او بيا د كافرانو په مينځ كې ځان ته چاودنه وركوي، دا ځان وژنه ده او څوك چې خپل ځان وژني هغه به په جهنم كې همېشه او تل تر تله وي، ځكه چې په دغه كار كې د اسلام هېڅ ګټه نشته، كه يو سړی ځان ووژني او له ځانه سره لس، سل، يا دوه سوه كسان مړه كړي، په دې سره اسلام ته فائده نه رسېږي. خلک اسلام ته نه راوړي. په خلاف د هغه هلک چې د راهب د شاګرد و،ځکه چې د هغه په قصه كې ډېرو خلکو اسلام راوړی و. په ځان مرګي بريد كې كه د كافرانو لس، سل، يا دوه سوه كسان ووژل شي، نو په دې سره خلک اسلام نه راوړي بلكې په دې سره د كافرانو بغض ،عناد او د اسلام څخه نفرت نور هم زياتېږي ، انتقام یې زیات شي او د مسلمانانو په وژنه كې نوره هم اضافه وشي ،او دغه عمل دوزخ ته د تلو سبب دی او كوونكی يې شهيد نه دی. شیخ عثیمین رحمه الله زیاتوي چې ځینې خلک د براء بن عازب رضي الله عنه په عمل سره دلیل نیسي چې هغوی د بنو حنیفه و په مقابله کې د یمامه په جنګ کې خپلو ملګرو ته وویل:تاسو ما پورته کړئ او د باغ دننه مې وغورځوئ ،(د مسیلمه له باغه دنګ دېوالونه تاو وو) د دې لپاره چې د باغ بنده دروازه خلاصه کړم. دا کار واقعي ډېر خطرناک و ، خو د براء رضي الله عنه په ځان باور و چې نجات به مومي، او د نجات احتمال په کې هم و اګر که په سلو کې یو ولې نه وي. او هماغسې وشول، ملګرو يې براء بن عازب باغ ته ورګوزار كړ، هغه له دننه دروازه خلاصه كړه براء هم ژوندی پاتې شو او فتحه هم حاصله شوه.

او هغه کس چې ځان پورې یې بمونه تړلي وي هغه په دغه عمل سره یقینًا مري او د نجات یې په سلو کې یو احتمال هم نشته بلکې په زرو کې یې هم یو نشته ، لهذا ځان مرګي برید پرې قیاسول صحیح نه دي. هو که یو زړور سړی وسله واخلي او د دشمن په صفونو کې ور داخل شي ،نو دا کار صحیح دی ،ځکه چې په دې کې د نجات احتمال شته.(مجموع فتاوی و رسائل الشیخ محمد بن صالح العثیمینa) د سعودي عرب بل ستر عالم شيخ صالح بن فوزانdهم دا انتحاري حملو د حرام والي فتوىٰ وركړې ده . ددغو عالمانو ددغو فتواو په اړه وګورئ كتاب: (الفتوحات الإلهية) د افغانستان د كونړ ولايت د شونكړۍ علاقې اوسېدونكی ملا مولوي امين الله، چې په پشاوري مشهور دی او په افغانستان کې د روانو جګونو سخت حامي او په سیمه کې د پاکستاني مفاداتو کلک ساتونکی دی او اوس د لشکر طیبه د مشر حافظ سعید بیعت هم کړی دی، هغه هم په خپله فتاوى الدين الخالص كې د ځان مرګي بريدونو د حراموالي فتوىٰ وركړې ده او بالخصوص د ځان مرګي بريدونو دپاره د ښځو او ماشومانو استعمال يې حرام ښودلی دی،دی په نهم جلد، ۳۹۴ مخ کې لیکي:أما الحملةالاستشهادية التي يتيقن المرء فيها أنه يموت , فهذه لم تكن على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم و أصحابه و من بعدهم و إنما حدثت هذه في زماننا , فالراجح عدم جوازها لظاهر المنع من قتل المرء نفسه…………………أما إعداد الصبيان للحملة الاستشهادية فالظاهر أنه لايجوز لوجوه :الأول عدم النقل والثاني : أنه ظلم على الصبيان …..د نوموړي د دې عبارت خلاصه داده چې ځان مرګي بریدونه جایز نه دي او د دې مقصد لپاره د نابالغو کارول د څو وجوهاتو نه جایز نه دي: یو خو دا چې په قرآن او حدیث کې منقول نه دي، دویم دا چې دا پا نابالغو باندې ظلم دی ، ځکه چې هغوی هېڅ نه پوهېږي او دا ځینې لویان یې دوکه کړي،نو خپل ځانونه ووژني ،په داسې حال کې چې نه د الله حق پېژني او نه اعلاء كلمةالله او نه بل څه. بله وجه دا ده چې نبي صلى الله عليه وسلم د نابالغو د جهاد او قتال نه منع کړې ده . نوموړی د دې پسې لیکي :والواجب على الأمراء أن ينصحوا لرعاياهم و لأولاد الناس و أن يجاهدوا على وفق الشرع لا على وفق الأهواء ,فإن الجهاد عبادة و هي مبنية على التوقيف و الاتباع دون الاختراع والابتداع. په امیرانو واجب دي چې د خپل رعیت سره او د خلکو د اولادونو سره خیر خواهي او ښېګڼه وکړي او جهاد د شرع موافق وکړي نه د خپلو خواهشاتو مطابق،ځکه چې جهاد خو عبادت دی او دا په توقیف او اتباع(د قرآن او سنت مطابق کېدل)مبني دی ،نه دا چې د ځانه څه لاره او طریق ایجاد کړې او پرې روان شې.فتاوى الدين الخالص:9\395.

د يادونې وړ ده چې دغه ذکر شوې ټولې فتوې د هغو انتحاري حملو په باره كې دي چې د حقيقي حربي كافرانو په خلاف ترسره كېږي. كومې ځان مرګي حملې چې د مسلمانانو په مكتبونو، بازارونو او روغتونونو كې كېږي، او يا د مسلمانانو د افرادي قوتونو، لكه پوليس او فوځ په خلاف ترسره كېږي، د هغو په حراموالي كې څه شك او شبه پاتې كېږي؟یقینا د دغو حملو په حرام والي کې هېڅ شک نشته بلکې دا په یو وخت کې دوه ګناه دي: یوه ځان وژنه او بله د مسلمان وژنه ده او دا دواړه کبیره ګناهونه دي . د پاكستاني علماءو اكثريت هم د ځان مرګي بريدونو مخالف دی او په دې باره كې يې فتوې هم وركړې دي.

خو هغوي د خپلو ملكي او قومي ګټو په خاطر د دين احكام د پاكستان تر حدودو محدود ساتلي دي، په دې وجه هغوى په پاكستان كې ځان مرګي بريدونو حرام او په افغانستان، كشمير او نورو سيمو كې يې روا بولي. خو په حقيقت كې دا دوه رنګي ده او د اسلام د اصولو سره هېڅ مطابقت نه لري. كه يو كار په افغانستان كې د دوی په فكر د خاصو اسبابو او علتونو په بنا روا وي، نو كه هغه اسباب او علتونه په پاكستان يا په بل ملك كې وي، د دوی د فتوې مطابق باید هغه کار هلته هم روا وي ، خو دوی یې قطعاً روا او جایز نه ګڼي ، ولې ؟ځکه چې دا د دوی د ملي او وطني منافعو په خلاف عمل دی. عالمان بايد داسې روش خپل نه كړي چې په هغه سره دين بدنام شي.

د افغانستان عالمانو ته هم په كار دي چې د حق په ښكاره كولو كې ډار او وېره ونه كړي. په اخر كې زه د نړۍ د ټولو ديني عالمانو څخه په ډېر احترام هيله كوم چې ډېر نازکه وخت دی، بايد ځان په دين سم پوه كړئ، تحقيق وكړئ او ځانونه د سياسي اهدافو په اساس د پيل شويو جنګونو د اثراتو نه وباسئ او د اسلامي امت په حقله فكر من شئ او نور پرې رحم او شفقت وكړئ.په دې حساس وخت کې ستاسې چوپتیا د اسلام او اسلامي امت سره ستره جفا او خیانت دی.

0 thoughts on “د ځان وژونکو(خودکش) بريدونو شرعي حیثیت/ ولي احمد”
  1. Salamona, neeki d taand lwasthonko thah worandi kawomah .Wali Ahmad wrorah deera deera manana sta d mohimo neeko malomatho nah Allah pak d zmongah tol Alimano tha aw monga hedayat wokri .aw tolo musalmanano worono aw khwayendo tha tafeeq rakri ch khpal muqadas Islam pah larah larsho aw daasi nah ch khpalo shakhshi gatoo laparah khpal Islami muqadesathoo nah ghalatha gatah portha kro . pah Allah yaqeen wokrah ch zah deer wortha khapah kegam ch zmongah muqadas Deen tha sook bad wowayi ya pah bad nazar wogori aw daasi deer ledalayi aw goramayi zmongah baazi wotonah d jahalat pah larah rawan di deer wotha sarayi khfah aw mayosah she ch daa sa aazab aw mosebath zmonag pah musalmanano lah Allah pak lah lori per mongah nazael shwe day aw graana wororah zah d drewo ya 3 kaloo nah lwolam kho bahas me pre nah daa e lekalay aw daa zmaa lomray zal day ch pah panrah taabserah lekam aw Allah pak d per monagah musalmanano bandi wor rahmegi ..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *