ننباسنه(د پښې ازادول):
په تېر پسې. . .
(۴)
له دسمال نه وروسته دواړې کورنۍ په ازاد زړه او خلاصو پښو د يو بل کور ته نشي سره ورتللی، هلک خو هيڅ نشي کولی چې خپلې خسرګنۍ ته ورشي. د دسمال نه وروسته د دواړو ټينګار وي چې بايد ننباسنه (د پښې ازادول) وکړي، دوی سره وايي:
ــ مړی ژمدی(۱) پېښېږي، ننباسنه بو وکو(۲) چې ار څوک(۳) په خلاصو پښو ووزي ننوزي.
نو دواړې کورنۍ يوه ورځ سره وټاکي، اول د هلک کورنۍ ننوزي، له دوی سره هلک(زوم)هم وي او که چېرې زوم په کور کې نه و، په سفر و، نو د کورنۍ نور غړي ننوزي د زوم ننباسنه د ده راتګ ته ځنډوي. مخکې نه مخکې د جلکۍ کورنۍ ته وايي، چې په دومره شمير کسان درځو، د دوی خبرول ځکه اړين دي، چې همغومره دسمالونه، ټيکري او . . . ورته تيار کړي، دوی په ټاکلې ورځ د جلکۍ کور ته ورروان شي، زوم د خپلوانو او يا همځولو په منځ کې پټه خوله روان وي، چې کله د جلکۍ کور ته ورنږدې شي، نو هلک ښه په همزولو کې ځان ورپټ کړي؛ ځکه د هلک د کورنۍ ځيني خپلوان او يا د هغې کورنۍ او کلي هلکان غواړي چې زوم په خټو، خوشايو، هګيو او . . . وولي او يايي جامې ورته تورې کړي. د زوم د ځورولو دود پخوا په ځاځيو کې ډېر و، اوس يوازې د يوه ګواښ تر حده محدود دی، د جلکۍ کورنۍ يو نيم کس هسې د ټوکو په ډول ګواښ وکړي:
ــ څه موکړل اغه غوشايه، سکاره . . . دنه خلاص شو!. . .
د زوم ازارولو په ځينې ځايونو کې د يوې شخړې بڼه هم غوره کړې، د زوم پر سپکاوي يې خپلوان په غوسه شوي ان خبره تر جنګه رسيدلې. خو له دې سره بيا هم ځيني شوخ ماشومان اوهلکان پيدا کېږي، چې له کوم پټ ځای نه پر زوم حمله وکړي، دا پېښې هغه مهال زياتې کېږي، چې هلک په کوم بل کلي کې يانې له کنډو نه اړولې خيښي يې کړي وي.
په دې ورځ په لاره کې سپينلي هم دودېږي، چې د جلکۍ د کورنۍ له خوا ايښودل شوي وي، ښځې د ښځو کوټې ته لاړې شي سړي حجرې ته ننوزي. په دې ورځ جلکۍ او د جلکۍ ملګرې هم د کورونو له کړکيو زوم ته پټي وي، چې د خپلې همزولې ميړه وويني، که څه عيب يې پکې وليدو؛ نو خدای دې يې بيا د دوی له عذابه ساتي. جلکۍ هم زړه درزېږي، هغې هم له مخکې يو ځای د ځان لپاره غوره کړی وي چې پکې پټه شي او خپل ميړه وويني.
زوم او د کورنۍ غړي يې په حجره کې کينې، ډوډۍ چې نوش جان کړي؛ نو دوه کسه د شکورونو ولا راننوزي، که دا کورنۍ سره خپلوانې وې، نو يوه مشره او منلې ښځه، که سره خپلوان نه وي؛ نو د سړيو له خوا شکورنه راوړل کېږي، چې شکورونو ولا راننوزي، يو مشر سړی غږ کړي:
ــ لاس پورته کوی(۴)!
ټول په ګډه دوعا وکړي. يو شکور د زوم مخې ته کېښودل شي، چې د زوم لباس: (جوړې جامې واسکټ، بوټونه او. . .) پکې وي، له زوم سره يې يو نږدې هوښيار ملګری ناست وي، چې جامو اغوستلو کې ورسره مرسته وکړي، د جامو لستوڼي او د پرتوګ پايڅې يې لټوي، دا ځکه چې په داسې وخت کې يوه نيمه شوخه ښځه پايڅې او لستوڼې له لاندې نه پټ ګنډي، چې زوم ته د اغوستو پر وخت خنډ جوړ شي او په دې سره د خندا بازار ګرم کړي، زوم نوې جامې په نورو جامو د پاسه اغوندي، نورې جامې له شرمه نه شي ويستی؛ خو ځيني يې چې په حجره کې تشناب او يا داسې بل خوندې ځای ولري، نور کالي باسي، د جلکۍ د کورنۍ جوړ کړي کالي اغوندي، بيا پټه خوله کيني، ټول ورته ووايي:
ــ امبارک! امبارک!
د زوم شکور چې خالي شي، جيب ته لاس کړي، پيسې پکې واچوي، شکور تش نه پرېږدي. نورو راغليو کسانو ته هم بيل بېل دسمال کېښودل شي، هغه هم جيبونو ته لاس کړي، په شکور کې پیسې واچوي، خو په ځيني ځايونو کې بيا د جلکۍ د کورنۍ غړی خلک نه پرېږدي، چې په شکور کې پيسې واچوي. په ځينو کليو کې بيا داسې دود دی چې د هلک سره راغلي ځيني کسان د هلک پر پلار ننګ(۵) کوي په شکاره کې پيسې يو څه زياتې اچوي، ورسته د هلک پلار يا بل مشر هم پيسې واچوي، دا ټولې پيسې سره ټولې شي، د هلک پلار ته يې په ولور کې ورحساب کړي، دا پيسې يا په ليکلي ليک کې وليکل شي او يا يې پر شاهدانو وګوري.
يه ننباسنه کې جلکۍ ته هم برخه وروړي، په پخوا وختونو کې به يې برخه په کوندري(۶) کې وروړه، په ځينو ځايونو کې اوس هم کوندري دود دي، خو ډېری خلک اوس په صندوق کې د جلکۍ سامان وړي، په دې سامان کې يوه ښه جوړه جامې، د لباس اړوند توکې، د ارايش سامان، پر دې سربېره وچه ميوه او په کور کې پخې شوې رنځوخۍ(۷) يا بازاري کيک کولچې ايښودل شوي وي. د جلکۍ کورنۍ د کوندري والا ښځې ته تر نورو يو څه درنه برخه کوي، نورو راغليو ښځو ته هم د جامو رخت يا کتان ټيکري ورکوي او که نا وسه وي، د مېوې دسمالونه يا د مېوې نه ورته جيبونه ډکوي.
جلکۍ د هلک خپلوانو ښځو ته لستوڼ خولې،(۸) سربند(۹)، ګنډ، يا ګردنۍ ورکوي، دغه شيان جلکۍ له مخکې نه د همدې ورځ دپاره تيار کړي وي. له ښځو سره راغليو ماشومانو ته د مريو مټکې، يا جوړ کړي واړه دسمالونه ورکوي.
دوې ورځې وروسته د جلکۍ خپلوان راځي او د هلک کورنۍ ورته د جامو رختونه يا ټيکري ورکوي، له دې ورسته يې پښه ازاده شي، يانې هرې ښې بدې کې سره ورتلا شي.
دوام لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د متن د لغاتو او لهجو تشريح:
۱ ـ مړی ژمدی: مړی ژوندی، ښه بده.
۲ ـ ننباسنه بو وکو: ننباسنه(د پښې ازادول) به وکړو.
۳ ـ ار څوک: هرڅوک.
۴ ـ لاس پورته کوی: لاس پورته کړئ.
۵ ـ ننګ: د چا چې واده وي، د خيښانو او خپلوانو له خوا ورته پسه راوستل، نغدې روپۍ ورکول، يا يې واده ته وريجي او اخيستل، دې ته ننګ وايي.
۶ ـ کوندری: له وزغني سنيو جوړيږي،چې يوې کڅوړې ته ورته وي.
۷ ـ رنځوخۍ: په غوړيو کې له وړو پخې کولچې، چې هګۍ هم پکې ګډېږي.
۸ ـ لستوڼ خولې: په سپين ګراپ رخت کې چکن کېږي، بيا په لستوڼو پسې ګنډل کېږي.
۹ ـ سربند: له مريو جوړ بند، چې له سر نه تړل کېږي.