تاند- د پکتيا ولايت د ملي امنيت د رياست مرستيال عبدالجبار ځاځی د پرون سړک د غاړې په بمي چاودنې ټپي شو.

د سيمې امنيتي او دولتي چارواکي وايي، چاودنه په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د ملي امنيت ځواکونو په ياده سيمه کې عمليات ترسره کول.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په دې برید کې د پکتیا ولایت د ملي امنیت (استخباراتو) رييس عبدالجبار ځاځی له دوو ساتونکو سره وژل شوی او د ځاځي ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر سخت ټپي شوی دی.

خو د پکتیا چارواکي د طالبانو مالومات او ادعا ردوي، وايي چې عبدالجبار ځاځی د ځاځیو ولسوالۍ د ملي امنیت رييس دی او په پېښه کې ټپي شوی دی.

طالبان همداراز ادعا کوي چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې یې نهه تنه پاڅونوال وژلي دي.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو په غلچکي برید کې ننه تنه اربکیان او یو طالب له یوه ملکي سره وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ