۱۳۹۴/۴/۱۰

دغه کوچیان د چنګاښ په دویمه د مازیګر پر څلورو بجو د حصه اول بهسودو ولسوالۍ بازار ته راښکته شوي وو، چې د ځای میشتو له لورې نامعلوم ځای ته وړل شوي .

د میدان وردګو ولایت په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې د ولایت مقام د هلو ځلو په ترڅ کې او د سیمې د مخورو په همکارۍ د ځای میشتو له لورې نیول شوي اوه کوچیان نن ( چهارشنبه) له غرمې وروسته شاوخوا درې نیمې بجې  ازاد او کورنیو ته د مخورو په وړاندې وسپارل شول .

خوشي شوي کوچیان پرته له کومې معاملې د ولایت مقام په هلو ځلو او د مخورو په همکارۍ روغ رمت د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي .

په همدې حال کې د جمهوري ریاست له لورې د کوچي او ځای میشتو ترمنځ د شخړې د هوارۍ په موخه ټاکل شوې کمیټه حصه اول بهسودو ولسوالۍ ته ورسیده .

د حاجي موسی هوتک په مشرۍ یاده کمیټه، نن ( چهارشنبه) له غرمې مخکې حصه اول بهسودو ولسوالۍ ته له رسیدو سره سم خپلې چارې پیل کړي او تر دا مهاله یې د مسؤلینو،کوچي او خای میشتو له مخورو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړي .

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د مخورو ،جلریز او حصه اول بهسودو ولسوالانو او نورو څخه مننه وکړه،چې د اوو تنو کوچیانو د خوشي کېدو په برخه کې له ولایت مقام سره یو ځای هلي ځلي وکړې .

نوموړی همدا راز د کمیټې د چارو له پیل خوښي ښکاره کړه او هیله یې څرګنده کړه،چې د یادې اوږد مهالې کلنۍ شخړې د مخنیو لپاره به اساسي حل لارې چارې ومومي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *