د ځدراڼو ټولنه یوه له هغو فعالو معدني ټولنو څخه ده، چې په بیلابیل ولایاتونو کې د پوهنې ډګر تر څنګ په ټولنیز چوکاټ کې فعالیت کوی. د دې ټولنې بنسټ د روڼ انده مبارزو ځوانانو لخوا د هېواد د ټولنیز، پوهنیز او شعوري اهدافو خپلولو پر بنسټ ایښودل شوې دی تر څو ځوانان د هېواد په چټک پرمختګ کې لا پرمختللي شعوری او متمدن ګامونه پورته کړی. مونږ پر دا باور لرو، چې د قبیلي ژوند پیر پای ته رسیدلي دی خو ولې د وروسته پاتې ټولنو د یووالي او شعوري خوځښت په موخه د ټولنیز شعور او رغونډیدلو څخه کار اخیستل او کار ورته کول د هیواد په ودانولو کې معاصر رول پلي کوي.
د نوی عصر نویو غوښتنو ته په کتلو سره د دې ټولنې د لاپیاوړتیا او ولسواکه ساتلو په موخه تیره جمعه ۱۳۹۳/۰۸/۰۲ د ځدراڼو ټولنې په مرکزي دفتر کې په بشپړه ولسواکه چاپیریال کې ټولټاکنې ترسره شوې چې دې ته نوماند ځوانان ښاغلي پامیر او ښاغلي لایق شاه د مشرۍ پوسټ ته ونومولي شول. غونډه ګیځ په ۹ بجي پیل او تر ماښامه پورې د ټولو ولسواکه لارو چارو او د ځوانانو د ګڼ ګډون په مرسته چې شمېر یې ۱۰۰ ته رسیده د ښاغلي لایق شاه ځدراڼ په بریا پای ته ورسیده.
د نوماندانو د ټاکني بهیر په بشپړه ولسواکي او د بیان په آزادی سرته ورسید. د ټاکنو په بهیر کې د دواړو نوماندانو لخوا مثبت نقد څخه کار واخیستل شو، تر څو د راتلونکې پړاو لپاره د ټاکني بهیر لا ولسواکه او آزاد کړای شي. د یادونی ده، چې په دا ټولټاکنو کې د خوست، پکتیا او پکتیکا سیمیزو دفترونو مشرانو او نورو اهمو غړو هم ګډون درلود.
د مشرانو او ځوانانو لخوا ښاغلي لایق شاه ځدراڼ او د ځدراڼو ټولنې ته مبارکي ویل کیږي او هیله ترې کیږي، چې په راتلونکې کې د هېواد د لا خدمت او خوندیتوب په موخه چټک ګامونه او له خپل مشری او مثبت ولسواکه ځواک څخه په ګټه پورته کولو راتلونکې ځوان نسلونو ته لوړې کړنی ترسره کړئ.
په درنښت
ډیر دافسوس خبره ده چه د پامیرځدراڼ (مقابل کاندید) نه می خبر تر لاسه کړ چه لایق شا ځدراڼ چه موږ ورته احترام درلوده ، په قومی ټولنه که یی کودتا وکړه، زه فکر نه کوم په مشر توپ که کوم امتیاز موجود وی خو دا د ځدراڼو د قوم چه د لوی پکتیا د قومونو یو لوی او منلی قوم بلل کیږی چه همیشه ورته دجرګو او مرکو سرلاری ویل کیده نن دخندا وړ بلل کیږی، مه ځانونه شرموی او مه هم دا میړنی قوم ، نوی سرپرست وټاکی او دیوی میاشت په جریان که له سره انتخابات وکړی…. او نورو ځوانانو ته موقع وکړی چه هم ځان کاندید کړی او هم رایی ورکړی، نور نوی ځوانان هم درسره ملګری کړی…د ځدرانو قوم یوازی دلایق شا د خاله او ماما زامن نه دی، د ۱۲ ولسوالی یو لوی منلی قوم ده. که دا ټولنه ولسواکه وساتلی شی زه در ته د اروپا له اتحادیی د ښونی او روزنی په څانګه که مرستی جلبولی شم خو په دی شرط چه بی طرفی او د دیموکراسی وصول یی په سر که قرار ولری
LAIQ SHAH ZADRAN SOK DAI DE CHA MASHARI KAWI…DE HGAHA SA TAHSELAT AW TAJURBA DA..DASAY BAY ZAYA DE KABULIGAKANO TOLANAY ZADRANO ZWANAN TA DE MANALO WARR NA DE…MANANA.