ښاغلی ډاکټر او استاد محمد سفیرخان ځدران زمونږ د قوم دسر تاج دى، ښاغلي استاد د صحت په برخه کې د خپل قوم لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي.

ښاغلي ځدراڼ د ځدراڼ قوم مشکلاتو ته ځان سپر ګرځولى، يوازې د ځدرانو نه، بلکې له نورو قومونو څخه يې هم خپل کومک او مرسته نه ده سپمولي، د بېلګې په توګه د ليرې ولايتونو څخه کابل مرکز ته د مريضانو د شته مشکلاتو حل کول او له هغوى سره مرسته او هم د دوى بستر کول په مختلفو روغتونونو کې او هم يې زيات شمېر ماشومان، چې د زړه د سوري مشکلات یې درلودل مختلفو طبي مٶسوساتو ته معرفي کړي او هم يې د هيواد څخه بهر هيوادونو ته د تداوي لپاره ليږلي دي.

ښاغلي استاد د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د طب د څانګې محصلينو ته په شخصي او دولتي روغتونونو کې د عملي زده کړو زمينه برابره کړې ده.

استاد سفیر ځدراڼ د مدني ټولنو له خوا هم تقدير شوی دى او هم يې د سپين غر پوهنتون، اريانا پوهنتون او ملي پوهنتون کې د استاد په صفت وظيفې ترسره کړي دي.‌

ډاکټرسفير ځدراڼ لوړې زده کړې په ۱۳۸۴ کال دکابل پوهنتون د طب پوهنځي کې په عالي درجه پای ته رسولي دي او په ۱۳۸۹ کال کې د اندراګاندي دماشوم د روغتیا انستیتوت څخه د تخصص سند ترلاسه کړی دی.

ځدراڼ په ۱۳۹۰ کې د جرمني د فدرالي جمهوریت د فرانکفورت داسکلیفیوس نړۍ وال روغتون د زړه دناروغیو، ایکوکارډیوګرافۍ او الټراسونډ په برخو کې سندونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي په کال ۱۳۹۰ کې د اروپا د کارډیالوجۍ د ټولنې غړیتوب ترلاسه او په نړیوال کنفرانس کې یې ګډون کړی وو، چې هرکال د جرمني فدرالي جمهوریت کې جوړېږي.

ډاکتر سفیر ځدراڼ په ۱۳۹۴ کې د پاکستان اوافغانستان د ډاکترانو د ګډې شورا غړیتوب ترلاسه کړ اوپه هغه کنفرانس کې یې ګډون کړی وو چې په اسلام اباد کې د ذولفقار علي بوټو په پوهنتون کې جوړشوى وو.

ښاغلی استاد د اندراګاندي دماشومانو په روغتون، د شمشاد عمر روغتون د سرطبیب په توګه او په افغان سویس روغتون کې دندې ترسره کړي دي.‌

نوموړی اوس د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې  د داخله ناروغیو شېف، د ماشومانو د ناروغیو متخصص او د طب پوهنځي د استاد په توګه دنده ترسره کوي اوهم د ماشومانو لپاره د جرمني د روغتیایي موسسې سره په رضاکارانه ډول وظيفه اجراء کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *