تاند- د پکتیا یو شمېر قومي مشران وايي، که حکومت واک ورکړي نو حاضر دي چې له حقاني شبکې سره خبرې وکړي او سولې ته یې حاضر کړي.
افغان او امریکايي پوځي چارواکي وايي، د حقاني شبکه د افغانستان د دولت په وسله والو مخالفو ډلو کې تر ټولو خطرناکه ده او اکثره خونړۍ او خورا پېچلې حملې د دې شبکې له لوري ترسره کېږي.
د ځدراڼو قومي مشرانو، چې په ګرده څېړۍ ولسوالي کې یې جرګه جوړه کړې وه، وویل، حاضر دي چې د حکومت او حقاني شبکې د پخلاینې لپاره منځګړتوب وکړي.
دوی دغه راز وویل، که حکومت اختیار ورکړي دا مسوولیت په غاړه اخلي چې د حکومت وسله وال مخالفان سولې ته راوبولي.
د ځدراڼو قومي مشرانو وویل، سراج الدین حقاني، چې د حقاني شبکې مشر دی، د ځدراڼو قومي مشر هم دی او دوی کولی شي چې خبرو او سولې ته یې چمتو کړي.
د ځدراڼو قومي مشر حاجي زمرک وویل«دی (سراج الدین) زموږ قومي مشر دی. موږ به ورشو او خبرې به ورسره وکړو، ورته وبه وایو چې حقاني صاحب، موږ ستا د حق ضمانت کوو، موږ به ستا ترڅنګ ودرېږو او ډاډه یم چې دی (سراج الدین) به له موږ سره ودرېږي.»
یوه بل قومي مشر مولوي سردار ځدراڼ وویل«حکومت د سولې اراده نه لري… که ځدراڼ قومونو او د پکتیا ولس ته د منځګړتوب او د سولې د خبرو واک ورکړل شي، زه ډاډه یم چې دوی د حکومت له وسله والو مخالفانو سره ږغېدای شي او په دې برخه کې مثبت ګامونه اخیستلی شي.»
یوه بل مشر سنګین وویل«ځیني کسان له حکومته خوابدي دي، خو که د دوی قانوني او جایزې غوښتنې ومنل شي، پخلا به شي.»
د ځدراڼو قومي مشر رسول جان هم وویل«که موږ ته واک راکړای شي، موږ به د حکومت له وسله والو مخالفانو سره کښېنو، ورته وبه وایو چې په افغانستان کې جګړه بس کړي.»
دوی دا هم وویل چې د سیمې ځینې هیوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.
سراج الدین حقاني هم د پکتیا د ګردي څېړۍ ولسوالي اوسېدونکی دی. دا لومړی ځل دی چې د ده د زېږنځي قومي مشران د حکومت او حقاني شبکې ترمنځ د پخلاینې لپاره جرګه کېږي او په ډاډ وايي چې که واک ورکړل شي نو د حقاني شبکه پخلاینې ته حاضرولی شي.
که د دغه قومي مشرانو خبره او اراده یې خپله وي، او په ریښتیا د سولې په نیت وي نو په هڅو کې یې دې خدای برکت واچوي او که د ډالرو شورا رییس حامد جان جیلاني په فرمایش د ډالرو پروپوزل وي نو…. نن سبا سړی په قومي مشرانو هم اعتبار نه شي کولای. غازي نواز ټني هم وایي قومي مشر دی، دموکرات او سوله غوښتونکی هم دی هههههههه
ماته داسې ښکاري چې آی اېس آی نور سراج الدین پوه کړی چې پښې سپکوئ او پاکستان هسې د امریکایانو په ډګه مه سپروه. په دې ډول به سراج الدین د خپل قوم مشرانو نه غوښتي وي چې داسې اواز پورته کړي. ورته وایه ټینګه بچیه د ستراتیژۍ تاثیر به نه یوازې په تا بلکې ستا په پنجابي بادار هم تاثیر وکړي.
Ka aqani ye moshar Dai da. Tol bambard aw mordar shi . de isi gholamano
Che aqani moshar wi.da Sali zamn na Dee. Paktia pa mor womandi.
د ځدران قومي مشرانو ته په احترام اودرناوی او ددوی له زړه سوی نه د افغانستان د ارامۍ لپاره یوه دنيا مننه کوو. خدای د دوی ته توفيق ورکړي. خو د سراج الدين غوندې انسان ته په افغانستان کې ځای نشته. دا يو وطن فروشه او بلورل شوی، نا مسلمانه او بې نسبه سړی دی. دده په لاس به زرهاوو بې کناه افغانان وژل شوی. که له ده سره سوله هم وشی په کوم مخ افغانستان ته راځي. دده لاسونه خو د ځدرانو د ځوانانو په بې ګناه وينو هم ککړ دي. چېرې به اوسېږي. قسم په خدای که يې ځوک پرېږدي. اوس داسی معلږمېږي چې پاکستان د حقانيانو پرخوله، مخ او کونې لاړې ور تو کړې. اوس به يې د سپي په مرګ ووژني. له دې دنيا خو شرمېدلی ځې او د خداوندي عذاب به هم وربسې وي. په درناوي
دوی ریښتیا وايي حقانی یو مزدور دی، چې د ای ایس ای مزدوري کولی شي د حکومت خو سل وارې کوي د حقاني ټول ګروپ د غلو ګروب دی دوی نه یوازې د ای ایس ای لپاره افغانان وژني بلکه په کلیوالو سیمو کې اجرتي قتلونه هم کوي.
که زمونږ ځدراڼ ورونه له مرتد او زندیق حقانی نه لاره بېله کړی. ان شا الله د آی اس آی دغه وحشي ځناور به ډېر ژر د خپل پلار په شان جهنم ته ور ولويږي. له ټولو هېوادوالو نه هيله کيږي ، د شلمې او یویشتمې پېړۍ دغو مسلکي قاتلینو ته بیا د ژوند لار ورنکړي. د مضرو حشرو او حیواناتو وژل مباح کار دی. امریکا هم پنجاب ته امر کړی چې د حقاني انسان وژونکي شبکه وځپي او په مقابل کې 700 ميلیونه جایزه ترلاسه کړي. اوس به وګورو چې پنجاب څه کوي. ممکن حقانیانو خپل مرګ په خوب لېدلی وي نو ځکه یې خپل شریف قوم ته مخه کړې ده او له هغوي یې د خپل کرغیړن عمر د اوږدوالي هيله کړېده.
چې د یو انسان له لاسه وسله اخیستل کیږي او پري د یو بل انسان ژوند ژغورل کیږي دا د خیر کار او ښه خبر ده موږ همیش د سولې طرفدار وو
یو او همیش به د سولې د خبرو ملاتړ کوو
ځینې کسان فکر کوی چې د امریکا فشار تاثیر وي او یا هم پاکستان ځان تري خلاصوي او یا یې خرڅوی
هرڅه چې وي ښه خبر ده ملاتړ یې کوو او له دولت پاملرنه د ځدراڼو د مشرانو د خیر خبرو ته غواړو
یو سوال له هغه کسانو چې د تر سوله د ترهګرو په مرګ خوشحاله دي
ایا دا به بهتره نه وای که اسما بن لادن اعلان کړی وای چې موږ په نړی کې سوله غواړو ؟
تر دې چې ووزل شوو او باقي پلویانو څخه یې داعشیان جوړ شول ؟
همدا ډول حکمتیار راغی سول یې وکړه په زرګونه پلویان یې نن د نظام ملاتړ کوي خو که وژل شوی وای نو به استخباراتو شهید تري جوړ کړای وای او زرهګونه پلویانو به یې جګړو ته دوام ورکړی او نتیجه به یې مرګ او ورانکاری وای
موفقیت درته غواړو ځدراڼ مشرانو
وَالصُّلْحُ خَيْرٌ