تاند – د لویې پکتیا د ځدراڼ قوم یو شمېر ځوانو استازو له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل چې ستونزو ته یې پام کړي او خپلې کړې ژمنې ورسره پوره کړي.

د ځدراڼو د قوم د ځوانانو ټولنې د چنګاښ په ۱ په کابل کې په یوه غونډه کې د خپلو ستونزو په هکله بحث وکړ او په پای کې یې یوه اعلامیه خپره کړه چې یوه کاپي یې تاند ته رالېږلې ده.

د ځدراڼو په اعلامیه کې یو ځای ولسمشر مخاطب شوي او لیکلي یې دي، «ښاغلیه ولسمشره، ځدراڼ ستر قوم د ستاسې ژمنو او کړنو تر منځ په ډانګ او کړنګ ولاړ دی او د یوې پراخې راټولیدنې په ترڅ کې پدې سلا شول چې که په داسې حال کې لا غلی پاتې کیږي د خپل قوم بربادي په سترګو ویني او که په تاسې د نیوکې او ګیلې مخکې عملا ستاسې پر وړاندې سیاسي لوری نیسي نو د یو برحاله حکومت کمزوري ویني.»

اعلامیه د دې خبرو په امتداد لیکي،‌ «له دې امله، نو پرېکړه په دې وشوه چې  ځدراڼ ولسونه  تاسې ته د فرصت په توګه هغه ژمنې در یادې کړی چې له دې پراخ نفوسه ولس سره مو کړي خو بیا مو نه پرې سر ګرولای او نه مو د دوی غږ اوریدلای.»

د ځدراڼ قوم د ځوانانو استازو له ولسمشر غني او حکومت څخه وغوښتل چې د جلغوزیو د صدور کار دې یوازې محدود شمېر کسانو پورې نه محدودوي او دا لړۍ دې داسې پراخه کړي چې د سیمې نور استوګن هم ترې استفاده وکړي او تر څنګ یې د دغه قوم په اکثریت لرونکیو ولسوالیو کې نور اقتصادي پروګرامونه هم پلي کړي.

د قوم د ځوانانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې یو بل ځای راغلي، «دا حالت خورا دردونکی دی. تر دې چې په دې وروستیو کې د ځدراڼ مېشتو سیمو او ولایتونو په تېره هم د پکتیا، او پکتیکا امنیتي وضعیت خورا خراب شوی، له حکومت سره د ولسونو اړیکې له بل هر وخته کمزوري حالت ته رسیدلي تر دې چې دوی لا هم فکر کوي په حکومت کې هیڅ استازی نه لري او نه یي څوک غږ اوري.»

ویل کیږي چې ځدراڼ د پکتیا او پکتیا ولایتونو په ۱۱ ولسوالیو کې په کثرت سره اوسېږي او سیمې یې تر ډېره د نا امنۍ، او د تعلیمي او صحي اسانتیاوو د کمي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *