افغانستان د يوه وروسته پاتې هېواد په توګه، ډېرې دولتي ځمکې شړې پرتې وې، پراخه شتمني يې تر خاورو لاندې وه، د پرېمانه اوبو څښتن هېواد، چې اوبه يې مهار شوې نه وې، له وچکالۍ سره لاس او ګرېوان و.

زورواکو او ناقانونه وسلوالو، د دولتي چارواکو په ملاتړ نه يوازې دولتي او شخصي ځمکې غضب کړې بلکې په ناقانونه توګه يې د افغانستان معدنيات په نافني او نا مسلکي توګه د چاودنو په مټ چور کړل، چې موږ د نورستان، بدخشان او پنجشېر معدنيات د بېلګې په توګه يادولی شو، چې د پاکستان، ايران او تاجکستان له لارې قاچاق کېدل.

د يوې سروې له مخې په ۱۳۸۲ کال د جوزا په ۳۱ مې نېټې چې د ۲۰۰۳ ز کال د جون له يوويشتمې نېټې سره برابره وه، يوازې د مزار شريف د ښاروالۍ په يوه ناحيه کې شپږ زره شپږ سوه متره ځمکه د څو تنو قومندانانو لخوا پداسې حال کې چې دوکانونه هم پکې اباد و غضب شوه.

د ځمکو د چور او غصب پېښې د هرې ورځې په تېرېدو دېرېدې او ان تر دې چې بې وځلو او بې وسو کسانو، دولتي ادارو ته مراجعه وکړه چې د دوی ځمکې له زورواکو او ټوپکمارو نه واخلي او دوی ته يې ور وسپاري. ولې دولتي چارواکو او بېروکراتانو د بډو او رشوت په اخستو دغه وګړي له پامه وغورځول. نو ځکه خو ګڼ شمېر بې له دولت او زورواکو نه د غچ اخستو لپاره ټوپک ته لاس کړ او له طالبانو سره ملګري شول.

دغه اندېښنې نه يوازې په هېواد کې دننه زياتې شوې بلکې بهرنيو مرستندويه ټولنو هم د دولت په چارواکو تور پورې کړ چې د ځمکو په غضب کې له زورواکو سره په فساد کې ښکېل دي. نو ځکه يې په هر سمينار او نړيوال کنفرانس کې په ولسمشر حامد  کرزي فشار را وړ چې فساد ته د پای ټکی کېږدي… خو له بده مرغه چې د کرزي وروڼه هم په فساد کې ښکېل ول چې موږ د عينو کارېز د بېلګې په توګه يادولی شو.

په ۱۳۸۳ ل کال د جوزا په ۱۶ مه نېټه (د جون پنځمه نېټه ۲۰۰۴ کال) د ماليې وزير اشرف غني په يوې مطبوعاتي کنفرانس کې، پداسې حال کې چې د خپلو ملي سپماو او عايداتو رپوټ يې وړاندې کوه د نړيوالو د بيا بيا ټينګار په تړاو وويل:

جهادي مشرانو او قومندانانو په ملياردو ډالره له بهرنيو هېوادونو نه د مرستې په نوم ترلاسه کړي دي. اوس بايد خپله شتمني هېواد والو ته ور وښيي او ملت ته حساب ورکړي.

وروستيو څېړنو وښوده چې په افغانستان کې اتيا (۸۰) سلنه ملکيت نا رسمي و، د دې لامل همدا و چې زورواکو، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو او دولت زرګونه زره ځمکه غضب کړې وه. د يوې دقيقې احصايې له مخې چې په ولسي جرګې کې ۱۳۹۲ کال د جوزا په ۱۳ مه نېټه دا وړاندې شوه، چې يو ميلون جريبه ځمکه غضب شوې ده.

موږ د مخه د مزار په ښاروالۍ کې د شاملې ځمکې خبره وکړه چې زرګونو متره ځمکه زورواکو د جهادي قومندانانو په نوم غضب کړه. پدغه غضب کې پخپله د مزار والي عطاء محمد نور هم شريک و، چې اوس د مزار شريف په ښار کې د ميلونونو ډالرو په اندازه جايداد لري.

که موږ د ساري په ډول د هېواد په شمال، لويديز، جنوب، جنوب ختيز او مرکز کې د څو تنو زورواکو يادونه وکړو نو څرګنده به شي چې دغه سيمه ييز جنګسالاران  دڅومره پوځي ځواک څښتن ول؟ دهمدې وسلو او پيسو په زور يې ډير شته تر ګوتو کړل.

عطاء محمد نور يوازې په مزار شريف کې د امريکا له پوځي بريد نه را واخله تر اشرف غني پورې د يوه زور واکي، او ځواکمن والي په توګه حکومت وکړ.

کرزي په لنډ مهاله، مينځمهاله او اشرف غني په اوسمهاله پېرونو کې د دې جوګه نه ول چې دی له دندې ګوښه کړي. نو ځکه يې په خلاص لاس د ځمکو په غضب او فساد کې له مافيا سره لاس درلود.

جنرال عبدالرشيد دوستم، نه يوازې په پخپل پلرني ټاټوبي کې د غضب او چور له لارې د ميلونونو ډالرو په اندازه جايداد ترلاسه کړل، بلکې د شمال په يو شمېر ښارونو او ان په کابل کې ډېر جايدادونه تر ګوروت لاندې کړل چې موږ د شېر پور  ځمکه يادولی شو.

عبدالسلام يو بل سيمه ييز قومندان و چې ډېرې شخصي او دولتي ځمکې يې غضب کړې وې، په ۱۳۸۳ ل کال د جوزا په ۲۹ مه نېټه (د جون ۱۸ مه ۲۰۰۴ کال) يې له والي سره اختلاف پيدا شو او په هغه يې وسلوال بريد وکړ.

د غور والي ملکزاده چې د ده د مقابلې جوګه نه و، له غوره ووت او هرات ولايت ته وتښتېد.

افغانستان نه يوازې د هېواد په شمال کې له دا ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان و، بلکې د هېواد په نورو سيمو کې هم دا ډول سيمه ييزو واکمنو شتون درلود، چې د ځمکو په غصب او فساد کې يې لاس درلود، د ترياکو په مافيا کې ښکېل ول، د وسلو په پلور روږدي وو، په رشوت او اختلاس کې لاس درلود. همدغه زورواکي ټول هغه څوک وو چې د دولتي چارواکو او بېروکراتانو په مرسته او مټ يې په ناقانونه توګه پیسې او وسلې ترلاسه کړې وې.

د کوکنارو د کښت مافيا که له يوې خوا له دولتي چارواکو سره په فساد ککړه وه، خو له بلې خوا يې له طالب وسلوالو سره هم اړيکې پاللې.

په ټول هېواد کې په تېره هلمند کې د ترياکو جګړه دومره پراخه شوه چې امريکا او ټلواله دېته وهڅېده چې د کوکنارو په کښت داسې زهرجنه دوا وشيندي چې کوکنار له مينځه يوسي.

پدې سره نه يوازې د کوکنار کښت له مينځه لاړ، بلکې نور ګټور بوټي او په تېره ماشومان يې له سختو ستونزو او ناروغيو سره لاس او ګرېوان کړل.

نړيوالو ته دا ډاګيزه شوې وه چې د ځمکو مافيا، په فساد کې ښکېل دولتي چارواکي، د ترياکو سوداګر او طالب وسلوال يو له بل سره اړيکې لري، او د دولت حاکميت يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

همدا لامل و چې په ۱۳۸۳ ل کال د دلوې ۲۸ مه، چې د ۲۰۰۵ ز کال د فبروري له ۱۶ مې سره برابره وه د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير جکسترا کابل ته راغی، له چارواکو په سر کې له حامد کرزي سره وليدل او د ترياکو د ناوړه پايلو اندېښنه يې ورته مخته کړه او ورته وې ويل، د افغانستان ترياکو د اروپا بازارونه خپل کړي دي. موږ حاضر يو چې د دې بوټي د کښت د مخنيوي لپاره لتاسو سره مرسته وکړو.

دا يوازې د برېتانوي وزير اندېښنه نه وه، بلکې د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلنټن کانګرس ته په يوه استول شوي ليک کې، افغانستان د مخدره موادو هېواد بللی دی، چې حکومت يې بې کفایته، له فساده ډک دی.

له دې نه لږ مخکې د ناټو سرمنشي، په افغانستان کې د يوه اغېزناک حکومت او د سم مشرتابه، نشتوالي له امله په ډانګ پېيلې توګه سر ټکولی و.

نيويارک ټايمز هم د يوه ناڅرګند لوړپوړي امريکايي له خولې وليکل چې امريکايانو اوس پتېيلې چې د کابل حکومت پر وړاندې سخت دريځ خپل کړي، او دا چې کرزی اوس د امريکا د موخو په لاره کې خنډ دی، لامل يې همدغه بې باوري وه.

حکومت د زورواکو په منګولو کې:

د افغانستان د حکومت په تړاو د نړيوالو اندېښنې مخ په ډېرېدو وې، له يوه کنفرانس نه تر بل کنفرانس پورې د کابل له حکومت سره همدا ناندرۍ روانې وې چې راتلونکي کنفرانس کې به د شفافيت ډاډ نړيوالې ټولنې ته ورکول کېږي.

د کنفرانسونو د سريال لړۍ چې پيل يې د بن له کنفرانس نه پيل شوی و، همغسې روانه وه او په هر سمينار کې ژمنې کېدې، خو عملي وړتيا يې له لاسه ورکړې وه. دغو سمينارونو او کنفرنسونو ټوله پړه يوازې د حکومت په غاړه نه اچوله بلکې په دغه فساد کې، د هېواد دننه نامسئوله وسلوال زورواکي او ان نړيواله مافيا هم ښکېل ګڼله. خو کوم څه چې د دولت په وس وه هغه يې و نه کړل او يا يې د فاسدو چارواکو له امله ترسره نکړل، يا ښايي د سيمه ييزو قومندانانو په مداخلې سره يې د دې وس نه درلود چې د هغو زور اوبه کړي، پايله دا چې حکومت او زورواکو په ګډه د هېواد چور ته ملا تړلې وه، نو ځکه خو نه يوازې سمسمکی مينځته را نغی بلکې يو شمېر اندېښنې يې لا را ولاړې کړې:

– د مثال په ډول، لومړی بايد نړيواله مرستندويه ټولنو ته تم شو چې دوی ولې پخپلو کړو وړو کې ناغېړي کوله؟ ښايي يو ځواب دا وي که موږ دغه کنفرانسونه، ناستې او غونډې د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره په دوه برخو وېشو دغې پايلې ته رسېږو، هغه کنفرانسونه چې د عراق له سياسي ستونزو دمخه جوړ شوي ول، که په سياسي لحاظ ډېر ګټور نه ول خو اقتصادي ښېګڼې ډېر د پام وړ وې. ولې کله چې د عراق له جګړې وروسته کنفرانسونه جوړ شول، څرنګه چې د نړيوالو پاملرنه عراق ته اوښتې وه، د تېر په څېر ګټور نه ول… مهمه دا وه چې د کور دننه د حکومت او افغانانو کړه وړه هم د هېواد په ګټه نه ول، دوی هم له افغانستان سره کومه خواخوږي و نه ښوده، نو ځکه خو:

١-اداري فساد کابو نشو، بلکې لا پراخ شو، يانې داسې اداره نه وه چې په هغې کې رشوت، فساد نه وه او د خلکو فرياد پکې نه جګېده.

٢-همدغه مفسدينو دولت بدنامه کړ، ولسمشر او د هغه کابينې هم کومه لاسته راوړنه، نه درلوده چې افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو له کتاره وباسي.

٣-د دولت په دې کار سره د حکومت د مخالفينو ليکې پياوړې شوې، طالبان نه يوازې کمزوري نشول بلکې ځواکمن شول.

٤-د دولت له پوځي او وسلوالو مخالفينو سربېره سياسي مخالفين هم د حکومت د ناوړه کړو وړو پر وړاندې ودرېدل او د نظام کمزورۍ ته يې لاره اواره کړه.

٥-د هرې ورځې په تېرېدو دولت خپل پلويان او دوستان له لاسه ورکول او د مخالفينو ليکې يې پياوړې کولې.

٦-د مخدره موادو قاچاق، د مافيايي ډلو پياوړتيا، د زورواکو هاندې هڅې، د ځمکو غضب، اختلاس، اجتماعي بې عدالتي او نور داسې ناوړه کړه وړه وو چې امريکا او متحدينو يې په ډاګه وويل:

د افغانستان اوسنی حکومت جګړه نشي ګټلی.

سره د دې هم نړيوالو کوښښ درلود چې له يوې خوا چارواکي خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړي او له بلې خوا يې د تېر په څېر د کنفرانسونو له لارې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوه چې موږ دا ځل افغانستان يوازې نه پرېږدو.

حکومت هم خپله د ماتو پړه په بهرنيو هېوادونو اچوله چې دوی هم په فساد کې ښکېل دي. دې کې شک نه و چې بهرنيو هم په فساد کې خپلې ګټې درلودې، ولې د خلکو ګيله د حکومت او سيمه ييزې مافيا نه وه چې تاسو خو افغانان ياست، که بهرنيان په افغانستان زړه نه خوږوي، نو تاسو خو لږ تر لږه په افغانستان زړه وخوږوئ.

بيا هم په ۱۳۸۹ ل کال د سرطان (چنګاښ) په ۲۹ نېټې (د جولای شلمه ۲۰۱۰ ز کال) يو نړيوال کنفرانس، د دغو يادو ناخوالو په تړاو، دا ځل په کابل کې جوړ شو.

د کابل په سمينار کې له شپېتو (۶۰) نه زياتو هېوادونو برخه اخستې وه.

افغان چارواکو، د کنفرانس له غړو هېوادونو وغوښتل چې لومړی بايد پوليس او وسلوال پوځ پياوړی شي او تر ۲۰۱۴ ز کال پورې حکومت بايد پخپل مټ متکي شي، که چېرې دغه کار وشي نو د مرستندويانو دغه نيوکه به هم لرې شي، يانې که له يوې خوا په هېواد کې نا امني ده، خو له بلې خوا د فساد شتون دی د حکومت دويمه غوښتنه دا وه چې مرستې بايد نورې هم زياتې شي… بهرنيانو ومنله چې اوس دستي به پنځوس (۵۰) سلنه مرستې له حکومت سره وکړي، خو پاتې مرستې به مشروطه په دې وي چې دولتي چارواکي پخپلو ژمنو څومره ولاړ دي، چې پخپل هېواد کې اداري فساد له مينځه يوسي.

په خواشينۍ چې د دولتي چارواکو له ژمنو سره سره بيا هم فساد دومره پراخه شو چې زورواکو د وسلو او پيسو په زور د قاضيانو په ملاتړ نه يوازې د خلکو شخصي ځمکې لاندې کړې، بلکې د دولتي ځمکو قوالې او سندونه يې هم تر ګوتو کړل. که په قواله کې به لس جريبه ځمکه وه، خو دوی به څو برابره ځمکې په زور غضب کړې.

ملګرو ملتو په ۲۰۱۰ کال  اکتوبر په ۲۶ مه نېټه (۴/۸/۱۳۸۹ ل کال) د ۳ شنبې ورځ اعلان وکړ چې د دغه سازمان د شفافيت ادارې د رپوټ له مخې افغانستان په نړۍ کې د فساد په تړاو دويمه درجه هېواد وګڼل شو. له يوې خوا د دولت د چارواکو ناغېړي، چې نه يوازې د فساد مخه نه نيوله بلکې له زورواکو سره يو ځای په فساد ککړ وو.

نا امني په خپله د فساد يوه بڼه وه، چې ګاونډيو هېوادونو په سر کې پاکستان او ايران ورته لمن وهله. ولې د کرزي لکه دمخه چې وويل شول له لويو تېروتنو څخه يوه دا وه چې د جيو تلوېزيون د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (۲۱/۱۰/۲۰۱۱) که چېرې امريکا په پاکستان بريد وکړي دی به د امريکا پر ضد د پاکستان ملاتړ وکړي.

د مرستندويه ټولنو خواخوږي،

او د چارواکو بېباکي:

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو، خيريه او نړيوالو مرستندويه ټولنو، له جګړه ځپلي هېواد افغانستان سره د هر اړخيزې مرستې ټټر واهه.

پدغو مرستو کې داسې يو شمېر شامل هېوادونه او ټولنې وې چې په ډېرې خواخوږۍ يې غوښته چې چې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره مټې را بډ وهي، خو له بده مرغه د دولت چارواکي او د هېواد زورواکي په خپلو ګټو دومره مين ول، چې ملي ګټې ورته له ارزښته ولېدلې وې:

سره د دې چې نړيوالو په وار وار په حامد کرزي غږ وکړ چې روان فساد کابو کړي، خو هغه د خپلو ماتو پړه په بهرنيانو اچوله… ولې بيا هم کومې مرستې چې بهرنيو له افغانستان سره، له بېلابېلو لارو کړې دي لنډيز يې داسې دی:

د امريکا د هوايي او ځمکنيو بريدو له امله چې د طالبانو واکمني ړنګه شوه، يو شمېر هېوادونو او مرستندويه ټولنو وويل او وپتېيله چې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره دستي ۲۵ مليارده ډالرو ته اړتيا ده.

په ۷/۳/۲۰۱۴ نېټې اوباما په امريکې کې اعلان وکړ چې موږ دوه مليارده او شپېته مليونه مرسته کوو.

دغې مرستې يوازې د بېلګې په توګه يادې شوې، که چېرې په بشپړه توګه وڅېړل شي او په جزياتو يې يادونه وشي، ښايي يوه ځانګړي اثر ته ضرورت احساس شي.

دغه مرستې يوازې د کرزي د واک تر مهاله ځانګړې نه وې، بلکې له ده وروسته چې اشرف غني واک ته ورسېد، ټولې نړۍ د تېر په څېر خپلو مرستو ته دوام ورکړ.

که څه هم د کرزي د واک په وروستيو کې د ده او د امريکې د چارواکو تر مينځ اختلاف را مينځته شو. ولې بيا هم نوي ولسمشر دغه اختلاف له مينځه يووړ.

One thought on “د ځمکو د غصب مافيا، او دولتي بېروکراسي | استاد شهسوار سنګروال”
  1. سلام
    دين كنفرانس د جنجا لو نو يوا زيني منبع
    د تباهيو أو برباديو كنفرانس
    نوره د كندمك معاهده
    زه نه بوهيزم جي ولس ولي و منله
    ولي بي د ملت سرنوشت هندي جا سو س ته وسباره ويده ولس
    احساساتي ولس
    سنكروال صا حب خطا وي هم حد لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *