سپینلاری (Milk Way) ستورټل (Galaxy) به د انډرومیډا له ستورټل سره ټکر وکړي. که دا ټکر را منځ ته شو؛ د ځمکې برخلیک به څه وي؟
د انډرومیډا ستورټل په ګړۍ کې د ۲۵۰۰۰۰ میله په چټکتیا زموږ د سپینلاري ستورټل پر لور راځغلي.
د ستورپېژاندو په اټکل ۳.۷۵ میلیارډه کاله وروسته به دا ټکر رامنځ ته شي.
دوی زیاتوي زموږ د مېشتځي یانې ځمکې لپاره به د ستورو په پېښلیک کې دا ستره پېښه وي، مګر له ښې مرغې، ځمکه به په بشپړه توګه نه ورانېږي، البته زیان وراوښتل پکې شته.
پېښه ځمکې ته مخامخ تر سره کېږي او په هسک کې به داسې بدلونونه راشي چې تر اوسه هیچا نه دي لیدلي.
دا انځور چې ناسا کښلی دی، پکې د دواړو ستورټلونو پرېوت څرګند دی.
که چېرې اسمان روڼ وي او لاسجوړې (مصنوعي) روښنایي نه وي؛ کله ناکله د انډرومیډا ستورټل لیده شي.
اوس د انډرومیډا ستورټل له سپینلاري هغه څخه کابو ۵.۲ میلیونه برېښکاله (نوري کاله) واټن لري او ۴ میلیارډه کاله وروسته به له یو و بل سره نښت وکا.
دا ټکر به د سپینلاري ستورټل جوله او جوړښت یو مخ له منځه یوسي او نوی ستورټل به وپنځېږي.
تر ټکر وړاندې به د شپې مهال ځمکمېشتي؛ زړه راښکونکې ننداره چې د دواړو ستورټلونو د راښکون ځواک (جاذبې قوې) په پایله کي رامنځ ته کېږي؛ په هسک کې ولیدل شي.
تر ټکر ۲۵۰ میلیونه کاله ورسته به اسکلېټ ته ورته جولې ښکاره شي چې د سپینلاري او انډرومیډا بېلتیا به په ډاګه کوي، خو دا د ټکر پای نه دی بلکې تر څو چې د دواړ ستورټلونو منځي تور غارونه یو بل ته نیژدې او سره ګډېږي؛ ادامه به لري.
که ځمکه پر خپل حال وه؛ د یادو ستورټلونو تر ټکر ۶ میلیارډه کاله وروسته به اسمان له ځمکې څخه د نوي پنځېدلي ستورټل د نویو او روڼو هستو په وجه ډېر ځلاند وي.
دا خبره هم له پامه نه غورځوو چې کېدای شي ۵ میلیارډه کاله وروسته به لمر؛ ځمکه بلع/ تېره کړي.
لکه وړاندې چې وویل شول؛ د انډرومیډا ستورټل په خورا چټکي یانې له ۱۰۰ تر ۱۴۰ کیلومټره په رپه (ثانیه) کې زموږ د ستورټل لور ته راځي.
فکر کېږي چې دا دواړه ستورټلونه به په راتلونکیو ۴ یا ۵ میلیارډه کالو کې له یوه او بل سره وجنګېږي چې د پایلو په اړه یې کره خبره نه شو کړای.
د نورو ستورټلونو د ټکر مخینې ته په کتو؛ دا شونې ده چې د دواړه ستورټلو تر ټکر وروسته دې ستر هګۍ ډوله (بیضوي) ستورټل جوړ شي.
تر اوسه پوهان د ځمکې او لمریز غونډال د برخلیک په اړه څه نه شي ویلای.
دا هم شونې ده که د ټکر په ترځ کې ستورټلونه سره ګډ نه شول؛ د سپینلاري ستورټل لمریز غونډال به ورڅخه بېل او په انډرومیډا پسې به وتړل شي.
دا ليکنه په سرخط ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده.
که مو د نویو اختراع شویو کلمو په کګارولو کې افراط نه وای کړی په مطلب به دې ښه پوی شوی وم.
کارول شوې ټرمېنالوژي ډېره په زړه پورې او بشپړه وړتيا لري چې د يوې تلپاتې . ټرمينالوژی په څېر وکارول شي. د زړه له کومې درڅخه مننه کوم
ماشاالله داکتر صاحب