اورشیندنه څه ده ؟ د لاوا ډبرو (lava) بې اندازې زېاته تودوخه ده، د ډبرو هوا ته وارېدل دي، په هوا کې د ایرې خپرېدل دي. خوله ځینو اور لرونکو یا اور اخیستونکو ډبرو تر اوسه اورشیندنه نه وي جوړه شوې او دا هم خطر لري؟
د اور شیندنې ډبرې که په ځمکه کې هم وي خطر لري خو د خطر کچې یې له یو بل سره توپیر لري همداسې د خطر کچې یې د اورشیندنې له حالت سره هم تړاو لري.
د اورشیندنې ډولونه :
فعاله اورشیندنه (active) هغه اورشیندنه ده چې په تېرو ۱۰۰۰۰ کلونو کې شیندل شوې وي.
چادېدونکې اورشیندنه (erupting) هغه فعاله اورشیندنه ده چې بیا وشیندل شي.
خاموشه یا د چپتیا حال کې اورشیندنه (dormant) فعاله اور شیندنه ده چې بیا د شیندل کېدو وړتیا لري.
له منځه تللې اورشیندنه (extinct) هغه اورشیندنه ده چې په تېرو ۱۰۰۰۰ کلونو کې شیندل شوې وي او نور د شیندنې وړتیا نلري دا ډول اورشیندنه کوم خطر یا زېان نلري خو نور ډولونه یې بې خطره ندي. کله هم چې اورشیندنه فعاله شي سیمې ته د تلو پر وخت باید احتیاطي وسایل وکارول شي.
تر ټولو لمړی خطر یې دا ده چې د اورشیندنې ډبرې په هر وخت کې چاودلی یا شیندل کېدای شي خو له دې سره سره انسانان د اورشیندنې له سیمو سره نږدې ژوند کوي. داسې ښارونه شته چې تقریبا د اورشیندنې سیمې ته ډېر نږدې دي لکه د ایټالیا نېپلس ښار، لکه کیټو د ایکوادور مرکز خو دا خلک د اور شیندنې پر وخت احتیاطي یا د ساتنې وساېل هم کاروي او که خطر یې زېات وي مخکې له مخکې خبر هم ورکول کیږي. ممکن ستاسې ذهن د اورشیندنې له ډولونو پېژندلو وروسته د اورشیندنې خطر انځور کړی وي خو له دې پرته د اورشیندنې ایرې او د ځمکې داخل ته ښوېدلې خټه مرګونې یا وژونکې هم ده په انګرېزۍ کې ورته (mudslides sometimes called lahars) نومونه اخلي کومه چې د اورشیندنې، د زلزلې او باران ورېدو لامل ګرځي.