انټرنټ کې پلټنه، د بریښنالیکونو لېږل، تر لاسه کول او کتل، او د معلوماتو راښکته او پورته کول د ډیرو خلکو په ورځني کارونو بدل شوي دي. په ځینو هیوادونو کې چې چټک انټرنټ لري وګړي یې ان انلاین لوبې کوي، انلاین لوبې ګوري، ښه کیفیت لرونکې (HD) ویډیوګانې ویني او یا یې له انټرنټ څخه راښکته کوي.

په حقیقت کې زمونږ لپاره انټرنټ او ټولنیزې ویب پاڼې په غیر مادي څیزونو بدل شوي او فکر کوو چې ګټه اخیستل یې هیڅ فزیکي او جانبي اغیزې نلري. خو له انټرنټ څخه بې ځایه او ډیره استفاده د اطلاعاتو د ذخیره کولو په سترو مرکزونو (Data Centers) باندې کاري فشار ډيروي،  ډیره برقي انرژي مصرفوي چې په ترڅ کې یې د مضرو وړانګو درلودونکو ګازونو (Greenhouse Gases) د تولیدولو سبب ګرځي او د چاپیریال د ککړتیا درجه لوړوي.

د فرانسې د انرژۍ د پاملرنې په انسټیټوټ کې ښاغلی آلن آنګلډ د ډیجیټالي او غیر ډیجیټالي مخابراتو او انټرنټي سیسټمونو د انرژۍ د مصرف په برخه کې څیړنې کوي. نوموړی وایي چې کله یو کس یو بريښنالیک لیږي نو دوه او یا درې ځله دا بریښنالیک د ځمکې له کرې څخه را تاویږي تر څو اخیستونکي ته ورسیږي او ډیری وخت داسې هم کیدای شي چې اخیستونکی او لیږونکی د یوه او بل ګاونډيان وي. د نوموړي د محاسبې پر بنسټ  د یوه میګابیټ په اندازه فایل د لېږلو او تر لاسه کولو ټوله پروسه د ۲۵ واټه برقي څراغ په اندازه بریښنا مصرفوي. د انرژۍ د مصرف دا مقدار د بریښنالیک د ټولې پروسې لپاره ده یعنې د بریښنالیک د لیږلو برقي انرژي، د بریښنالیک د تر لاسه کولو برقي انرژي او د دوۍ دواړو تر منځ د انتقالي شبکو د برقي انرژۍ مصرف را نغاړي.

۲۵ واټه ډیره کمه برقي انرژي ښکاري، خو په هر ساعت کې له سپم څخه پرته په نړۍ کې ۸.۵ ملیارده بریښنالیکونه تبادله کیږي. که هر بریښنالیک په اوسط ډول ۱ ایم بي وزن ولري نو په هر ساعت کې د انټرنټ د بریښنالیکو د برقي انرژۍ مصرف ۲۱۲.۵ ملیارده واټه کیږي.

انټرنټ په حقیقت کې د اطلاعاتو او معلوماتو یوهمجموعه ده چې په هره ثانیه کې د نور د سرعت په اندازې د نوري فایبر، سپوږمکۍ او کیبلونو په واسطه د نړۍ له یوه ګوټ څخه بل ګوټ ته مدام په حرکت کې وي. د دې اطلاعاتو او معلوماتو د انتقال لپاره لازمه ده چې ځانګړي مرکزونه موجود دي تر څو اطلاعات په مناسبه توګه ذخیره کړي، نو ځکه خوData Centers جوړ شوي دي چې د ځمکې د اطلاعاتو د ذخیره کولو مرکزونه ګڼل کیږي.

کله چې بریښنالیک استول کیږي نو لومړی هغه سرور ته چې د لیږونکي موقیعت ته نږدې وي لیږل کیږي، وروسته په هغې مربوطه سیمه کې د اطلاعاتو د ذخیره کولو مرکز ته، بیا د انټرنټ مربوطه شرکت ته او کله داسې هم کیدای شي چې دا ټوله پروسه د ځمکې د کرې په یوې لرې پرتې سیمې کې ترسره شي.

د ډاکټر پاولو اسویرین په نامه یو بل څیړونکی وایي چې، (ډیټا سنټرونه په حقیقت کې د اطلاعاتو او معلوماتو د ساتلو سیسټمونو دي اوله لرې څخه دې معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابروي چې تر اوسه پورې ډیر نړیوال سټنډرونه هم رامنځ ته شوي تر څو دا لاسرسی نور هم اسانه کړي).

ډيټا سنټرونه معمولا ډيره ذخیره شوې اضافي برقي انرژي ته اړتیا لري تر څو د  کومې ستونزې په وخت کې دستګاوې خاموشې نشي او دغه ذخیرې ورته برقي انرژي برابره کړي. برسیره پر دېهر ډیټا سنټر باید د تعمیرونو دننه د شرایطو او حالاتو د کنټرول لپاره هم وسیلې ولري او تر څنګه یې باید د هوا د تصفیې او اطفایې لپاره هم وسایل موجود وي.

ډيټا سنټرونه په زرګونه دوه ګونې (Duplex) شبکې او سیسټمونه لري تر څو د هر سیسټم او شبکې اطلاعات په بل ځای کې هم ذخیره شي، که یوه برخه کار پریږدي نو بله برخه د اطلاعاتو پروسس کولو ته اماده وي. په زرګونه هارډ ډیسکونه او د پروسس لپاره نور وسایل لري چې دا ټول ډیره زیاته برقي انرژي مصرفوي.

د بیلګې په توګه په سویس کې یو کوچنی ډیټا سنټر چې له پاتې شویو او فاضله موادو څخه خپله انرژي تر لاسه کوي د ۴۰۰۰ کورنو د برقي انرژۍ په اندازه بریښنا مصرف کوي. په دې نوي ډیټا سنټر کې له داسې کیبلونو او وسیلو څخه ګټه پورته شوې چې د حرارت د لوړې درجې په وړاندې هم مقاومت لري چې په همدې خاطر د تعمیر دننه د هوا د تصفیې او سړولو سیسټم څخه ګټه نه پورته کوي او تل د تعمیر دننه او بهر د حرارت درجې سره یو شان وي.

ډیټا سنټرونه باید ډیر لوړ ظرفیت لرونکي هارډ ډیسکونه ولري تر څو وکولای شي درې برابره او یا ډير اطلاعات ذخیره کړي او دا ډاډ موجود وي چې د ستونزې د را پېښدو په وخت کې ټولو اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسرسی امکان ولري.

د سویس د پارلمان د یوه راپور په استناد، په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د دې هیواد ۸٪ فیصده برقي انرژي انټرنټي خدمتونو مصرف کړې وه.

د ډیټا سنټرونو د برقي انرژۍ ډیر مصرف یوازې د اړوند مسولینو لپاره د اندیښنې وړ نده. بلکه د مضره وړانګو درلودونکیو ګازونو تولید چې د سترو ډیټا سنټرونو د برقي انرژۍ د مصرف په نتیجه کې رامنځ ته کیږي د چاپیریال په ککړتیا کېډیر رول لري.

په امریکا کې د نړۍ تر ټولو ستر ډیټا سنټرونه موجود دي. د ګوګل، فیسبوک او ورته ویب پاڼو لوی لوی ډیټا سنټرونه د کالیفورنیا په شمالي برخه کې پراته دي.

د زرغونې سولې (Green Peace) په نامه یوه ارګان د یادو ډیټا سنټرونو د انرژۍ د مصرف کولو د طریقې په برخه کې څیړنه کړې. څیړنه ښیي چې ګوګل او فیسبوک د خپلې برقي انرژۍ د مصرف په برخه کې یوه جدي تجدید ته اړتیا لري. ځکه د دوۍ ډیټا سنټرونه تر اوسه هم د ۱۹ قرن د انرژۍ د مصرف له میکانیزمونو څخه ګټه پورته کوي.

د دې ارګان وکیل ښاغلی ګري کوک وایي، (کله چې مونږ د انټرنټ په اړه خبرې کوو نو اصلا یې باید د برقي انرژي د مصرف په برخه کې هم جدي پاملرنه وکړو او له پخوانیو څخه باید نوره ګټه پورته نشي خو له بده مرغه اوس هم مونږ وینو چې په نړۍ کې ډیرې کمپنۍ د ډبرو د سکرو له سوزولو څخه برقي انرژي تر لاسه کوي چې دغه میکانیزم د چاپیریال په ککړتیا کې ډيره ونډه اخیستې).

Computer, Survey, graphد زرغونې سولې ارګان له فعالیتونو څخه وروسته، یادو انټرنټي کمپنیو هم د چاپیریال ساتنې په برخې کې هڅې پیل کړې. د بیلګې په توګه زرغون ګوګل (Google Green) رامنځ ته شو.

زرغون ګوګل وروسته د خپلو پرمختګونو په اړه چې د برقي انرژۍ د مصرف په برخه کې یې خپلو سیسټمونو باندې تجدید کړی یو راپور خپور کړ. ګوګل یوه لوګو هم جوړه کړه چې ښیي هر ۱۰۰ پلټنې د یوه کمیس د اتو کولو په اندازه برقي انرژي مصرف کوي. خو تر اوسه پورې ایله بیله د ګوګل ۳۳٪ برقي انرژي په نويو سیسټمونو او تخنیکونو سمبال شوې.

له بل پلوه کارپوهان له انټرنټ څخه د استفادې په کلتور باندې پوهای یوه ښه حل لاره بولي. دوۍ وایي چې په متواتره توګه باید غیر ضروري بریښنالیکونه او فایلو له خپلو انټرنټي حسابونو څخه لرې کړو، د ساعت تیرۍ لپاره د غیر ضروري عکسونو او ویډیوګانو په لیږلوباید انټرنټ مصروف نشي او یا د انټرنټ له داسې ورته غیر ضروري استفادې څخه ډډه وشي.

د بیلګې په توګه زه په انټرنټ کې لسګونه پروفایلونه لرم او کم تر کمه له ۲۰۰۲ کال څخه تر اوسه پورې له هیڅ بدلون پرته همداسې پراته دي.په ټولنیزو شبکو کې مې په لسګونه انځورونه او ویډیوګانې پرتې دي، د بریښنالیکونو په حسابونو کې مې داسې ایمیلونه هم شته چې کلونه پراته دي او هیڅ یېذخیره کولو ته اړتیا نه وینم، میاشتې وړاندې مې د انټرنټ لارې ځینې لباسونه رانیولي وو او تر اوسه پورې یې بیلونه زما په حساب کې پراته دي، له ډیرې سستۍ مې لرې نکړل او تر اوسه پورې ډیټا سنټرونه زما د هغو اطلاعاتو په ذخیره کولو باندې مصروف دي چې زه هیڅ اړتیا ورته نلرم.

د سویس په پارلمان کې د زرغون ګوند استازې آغلې لیزا مازون وایي، (انټرنټ یوه مادي او حقیقي نړۍ نه ښکاري، خلک هیڅ تصور نه کوي چې دا به جانبي اغیزې ولري، ځکه په چاپیریال یې اغیزې نه وینو او نه یې ککړتیا زمونږ سترګو ته مجسمه کیږي. د خپلو بریښنالیکونو له حسابونو څخه د ایمیلونو پاکول، د غیر ضروري ایمیلونو له لیږلو څخه ډډه او د لیږد فایلونو د وزن کموالی له هغه نوي کلتور څخه عبارت دي چې ټول باید ورته پوره درناوی ولرو).

نوموړې زیاته کړه، (مونږ د انټرنټ د ښو استفاده کوونکيو په توګه باید له ځان څخه وپوښتو چې کوم اطلاعات مو باید د انټرنټ پر مخ وساتل شي، ځکه کله چې دا اطلاعات او معلومات د انټرنټ پر مخ ساتو اصلا باید یوه ځای کې ذخیره شي، د دې اطلاعاتو ذخیره کول د سیسټم یوه برخه نیسي، د دغو سیسټمونو لپاره برقي انرژي ته اړتیا ده چې د د دې انرژي د تولید په ترڅ کې د مضره وړانګو درلودنکي ګازونه تولید کیږي).

2په ډیټا سنټرونو کې د بریښنا د کم مصرف او له انرژي څخه د سالمې ګټې لپاره نوي سیسټمونو مارکیټ ته معرفي شوي. په نوي مرکزونو کې د دې سیسټمونو کارول ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او په چاپیریال یې منفي اغیزې هم کمې شوي دي. نوي او پرمختللي سرورونه د تودوخې د لوړې درجې په وړاندې ډیر مقاومت لري او یوازې په تازه هوا هم کولای شي ماشینونه ساړه وساتي او د تعمیر دننه د سړې هوا تولید ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.

د بیلګې په توګه که ازاده هوا ۴۰ سانټي ګراډ درجې وي نو د ماشینونو لپاره محیط هم ۴۰ درجې یخې هوا ته اړتیا لري. برسیره پر دې نوي سیسټمونه د سکرو د ډبرو په ځای له ګازي انرژۍ څخه ګټه پورته کوي.

د چاپیریال سالمې ساتنې لپاره یوه بله حل لاره دا ده چې له هغو پلټونکو ماشینونو (Search Engines) څخه باید ګټه پورته شي چې په نویو سیسټمونو باندې سمبال وي، ځکه دغه سیسټمونه کمه برقي انرژي مصرفوي او په چاپیریال باندې دومره ډيرې منفي اغیزې هم نلري.

د بیلګې په توګه د اکوزیا (Ecosia) په نامه یو نوی پلټونکي ماشین ده، په ۲۰۰۹ کال کې یې کار پیل کړ او یوازې ۱۰ کارکوونکي لري.

د دې پروژې مدیر ښاغلی کریستیان کرول وایی، (اکوزیا د ګوګل په څير یو پلټونکی ماشین ده، او ډیر سوداګریز اعلانونه هم لري. کله چې یو څوک د جینیوا په ښار کې هوټل لټوي او زمونږ له پلټونکي ماشین څخه ګټه پورته کړي نو ډیر انتخابونه ورکوي. په دې ماشین کې هره پلټنه له څو سنټو څخه تر څو ایرو پورې ارزښت لري. خو اکوزیا دا پیسې په بورکینافاسو کې د نیالګیو په کرلو مصرف کوي تر څو چاپیریال باندې مثبې اغیزې ولري خو ګوګل یې په نورو څیزونو مصرف کوي).

یاد شرکت په بورکینافاسو کې د نیالګیو کرلو لپاره ماشینونه ورکوي. شرکت هره میاشت د خپلې ګټې ۸۰٪ یعنی ۴۰ – ۵۰ زرو ایرو پورې بورکینافاسو ته ورکوي. د نوموړي شرکت مدیر زیاتوي،( مونږ هره میاشت دوه نیم ملیونه استفاده کوونکي لرو او هره ورځ شل زره لیدونکي لرو. له سایټ څخه د لیدونکو شمیر او د کرل شویو نیالګیو شمیر د سایټ په یوې برخې کې ښودل کیږي. اکوزیا تر اوسه پورې ۲،۹۶۷،۷۹۵ نیالګي کرلي دي، یعنی په هرو ۱۳ ثانیو کې یو نیالګی کري).

لکه څرنګه چې د ډیټا سنټرونو د برق او انرژۍ مصرف استفاده کوونکو ته محسوس کیږي همدا شان له استفادې څخه پرته برقي وسیلو ته بریښنا ورکولو د انرژۍ په مصرف هم نه پوهیږي. ښاغلی آلن أنګلد په دې برخه کې په یوه بلې څیړنې هم کار کړی او وایی چې ټول برقي وسایل لکه صوتی، تصویري او حتی د پخلي وسایل لکه مایکروویو په هغه وخت کې چې چالان وي او نه استفاده کیږي نظر هغه وخت ته چې ترې عملا استفاده کيږيډیر برق مصرف کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *