ولسمشر غني په اکثرو جلساتو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه ګرمې څرګندونې کوي، دده په وینا کې چې کله د غصب ټکی راشي د خپل جدیت د اثبات په موخه یې لحن او فزیکي سکنات حتما تغیر کوي. دی د ځمکو د غصب په اړه دومره جدي غږیږي چې که ډیر په زړه باندې کس یې هم خبرې واوري، بې له شکه چې په زړه به یې د وهم او ډار ګبڼۍ ننوځي. خو د کابل په چور شوي ښار کې وضعیت بل ډول دی، په دې راپور کې مونږ د غصب د یوې داسې قضیې په اړه غږیږو چې پخپل ډول کې بیسارې ده… کولی شو د غصب نوی، شیک او پرمختللی موډل یې وبولو…
د دارلامان په سیمه کې د حاجي نبي ښارګوټي ته ورڅیرمه د یوه شخص پدري ځمکه پرته ده، دا سړی سردار بریالی نومیږي، دده په وینا څوارلس کاله کیږي، چې د خپلې ځمکې د تصرف په هڅه کې دی، د کرزي صاحب د واکمني پر مهال مارشال فهیم د دفاع وزارت د ملکیت تر نامه لاندې دا ځمکه ترې ونیوله، خبره محکمې ته لاړه او محکمې د اسنادو، شرعي قوالې او د ثبت محفوظ له تائید نه وروسته د سردار بریالي په ګټه فیصله وکړه، د ښاغلي سردار بریالي په وینا په هغه وخت کې ځينو زورورو ورته مراجعه وکړه چې که ځمکه ورسره شریکه کړي په یوه اوونۍ کې به یې د ښارګوټي کارونه پیل شي، کنه په پیړیو به یې هم څښتن نشي؛ خو ده ورسره ونه منله…
د ښاغلي غني د واکمنیدو نه وروسته چې د ځمکو د غصب تودې وعدې کیدې د سردار بریالي هیلې په غوړیدو شوې، د ارګ د چارو ادارې د شکایاتو شعبې ته یې عریضه او ټوله دوسیه ورکړه او د خپلې ځمکې د تصرف غوښتنه یې وکړه، د چارو ادارې د اسنادو له ارزونې وروسته د نعمت الله سایر په امضا ښاروالي ته سپارښتنه وکړه، چې که د ښارګوټي قانوني مراحل طی شوي وي، د کار اجازه دې ورکړي.
ښاغلي ښاروال خبره اخوا دیخوا ځنډوله اخر د ځمکې مالک مجبور شو چې له یوې غیر رسمي لارې د خپلې ځمکې دوسیه تر ولسشمره ورسوي، ولسمشر هدایت ورکړ چې سردار بریالی باید د محکمې له لارې ریاست جمهوري ته د لا ښه تدقیق په موخه د ملکیت د تثبیت ګزارش راوړي څو خبره ښه کره شي او اراضي ته یې هدایت ورکړ چې ځمکه باید تصفیه کړي، د ځمکوالۍ ادارې دا ځمکه تصفیه کړه، خو د تثبیت ملکیت راپور تر اوسه په محاکمو کې نهايي شوی ندی.
لکه څرنګه چې لوستونکي په جریان کې دي، څه موده وړاندې د کابل ښاروال په اړه د فساد یوه دوسیه جوړه شوه او دا دوسیه لویې څارنوالي ته وړاندې شوه، د لویې څارنوالۍ د تفتیش رئیس (جبران مدثر) او څو تنو اوباشو چې د قلعه بختیار اوسیدونکي دي، له دې موقع څخه په ګټه اخیستنې له ښاروال څخه د سردار بریالي په ځمکه کې د تجارتي ودانیو د جوړولو د امر غوښتنه وکړه او په بدل کې یې د ده د دوسیې په اړه کلک ډاډ ورکړ چې ویښته به یې هم څوک ضایع نکړي، کابل ښاروال چې د موضوع له حساسیت نه خبر و او له بلې خوا په دې پوهیده چې د نوموړې ځمکې دوسیه د ولسمشر په میز پرته ده نو د څارنوالۍ د تفتیش رئیس ته له امر ورکولو یې ډډه وکړه؛ خو ورته ویې ویل چې که پخپل سر هلته ودانۍ جوړوې د ښآراوالي اداره به مزاحمت نه کوي…
د لویې څارنوالۍ د تفتیش رييس بې له کومو اسنادو مدارکو د نوموړې ځمکې غصب ته پایڅې را بډوهلې دي، چې انځورونه یې له دې راپور سره ضمیمه دي، د ځمکې د مالک په وینا چې څو ځله یې د حوزې له لارې هڅه کړې چې د خپلې ځمکې د غصب مخنیوی وکړي، خو نه یوازې داچې د حوزې امر یې عرض نه دی اوریدلی؛ بلکه د پولیسو په وړاندې د جبران مدثر د اوباشانو او د سیمې د لنډغرو لخوا ګواښل شوی دی، ښاغلي بریالي وویل داچې رسما مې ښارګوټی د ښاروالي لخوا ډيزاین شوی او رسمي قرارداد ورسره لرم، شرعي قواله په لاس لرم، شپیته کاله پخوا چې د دې ځمکې مالیه مې حکومت ته ورکړې رسیدونه یې په لاس کې لرم، د لویې څارنوالي لخوا مکتوب راکړل شوی چې د ښارګوټي ټول قانوني پړاوونه طی شویدي او هرڅوک یې چې د کار مخنیوی کوي باید څارنوالي ته معرفي شي، له دې ټولو سره سره مې هیڅوک غږ نه اوري، هرڅومره مې چې د عدالت دروازې وټکولې مثبت ځواب مې تر لاسه نکړ، اوس یوه لاره راپاتې ده، چې د ارګ په دروازه کې په ځان تیل وشیندم او ځان ته اور واچوم.
مونږ په وار وار کوښښ وکړ چې په دې اړه د لویې څارنوالي د تفتیش د رییس او کابل ښاروال نظر واخلو خو بریالي نه شوو، په پای کې په ټولو عدلي ارګانونو او په عدالت مینو ټولنو غږ کوو چې د دې موضوع په اړه خپل غږ پورته کړي، ترڅو د چا حق تر پښو لاندې نشي، له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې شعارونه دې کم کړي او د غصب د مخنیوي په برخه کې دې عملي ګامونه پورته کړي، دا واقعا د خندا وړ خبره ده، هغه څوک چې باید غاصبین محاکمه کړي، هغوی خپله د غاصب پوستکی اغوندي او د خپل وظيفوي صلاحیت څخه په سوی استفاده د خلکو شخصي ملکیتونه په وچ زور نیسي.