انجنیر محمد خان

hد روان ۱۳۹۴لمریز کال د غويي میاشتې دوهمه نیټه چې د ځمکي د نړیوالې ورځې سره سمون خوري د ځمکې نړیواله ورځ په ۱۹۷۰کال کې وټاکل شوه چې د نړی په ۲۰۰ هیوادونو کې له دې ورځې څخه لمانځنه کیږي، افغانستان هم په دې ډګر کې له نړیوال کاروان سره ملګري او د ځمکې نړیواله ورځ چې له خورا اهمیت اود الله تعالي د موجوداتو لپاره یوه لویه هستي ده د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځي .

ځمکه چې یو الهي امانت دی نو دځمکې پر مخ ټول وګړي په تېره بیا دنړۍ حکومتونه مکلفیت لري ترڅو د ځمکې پرمخ ژوند کونکي انسانان دځمکې داهمیت اود ځمکې پرمخ د مکلفیت څخه خبر کړي او د ځمکې آبادۍ او د یوښه چاپیریال درامنځ ته کیدو لپاره يې وهڅوي .

که چېرې ځمکه نه وي انسان نشي کولاې چې ټول عمر په تشه کې ژوند وکړي بله داچې که ځمکه ککړه شي بیا هم ورسره دانسانانو ژوند له ستر ګواښ سره مخ کیږي.

ځمکه د کایناتود خالق له لوري په ډیره دقیقه محاسبه د پیدایښت له ورځې نه نیولې بیا ترقیامته پورې د ځمکې د اوسیدونکو لپاره مناسب ټاټوبی ګرځولی دی که چیرې په دې ټاټوبي کې دالله جل جلا داحکامو اود شریعت دلارښوونو سره سم بې له فساده ژوند وکړل شي هیڅ کله به یې هم خاوره ، هوا او اوبه ککړې نه کړي .

نو راځئ چې دالله تعالی د احکامو مطابق په ځمکه کې د یو باثباته آرام ،سوکاله اوله عبادت څخه ډک ژوند وکړو .

د اسلام مقدس دين يوازې په معنوي او روحاني ابعادو ترکيز نه کوي، دا سمه ده چې د اسلام د سپېڅلي دين د سترو اهدافو څخه يو دا دی چې انسان د آخرت د نېکبختيو ترلاسه کولو لپاره برابر کړي.مګر انسان يې ولې له خاورې پيدا کړ او ولې يې پر ځمکه خليفه وټاکه؟ الله تعالی چې انسان پر ځمکه پيدا کړې او د ځمکې ټول شته يې د ده په اختيار کې ورکړي، د عقل او شعور په امتياز يې نازولی چې ګټه ترې پورته کړي؛ تر شا يې يو ستر حکمت شتون لري.

لسګونه اسلامي نصوص په دې دلالت کوي چې انسان په ځمکه ځکه پيدا شوی چې د ځمکې په ودانولو، په ځمکه د عدل او انصاف په حاکمولو او پر ځمکه د فساد او بربادۍ د مخنيوي په ذريعه خپل دنيوي او اخروي ګټې حاصلې کړي او له دې لارې وتوانېږي چې له دنيوي امتحان څخه بريالی رخصت شي. قرآن کريم په دې اړه په بشپړ وضاحت او صراحت سره فرمايي: ﴿هو أنشأكم من الأرض واستعمركم فيها – هود، آية 61﴾

د اسلام مقدس دين، انسان مکلف کړی چې پر ځمکه به ټول هغه کارونه کوي چې د ځمکې او پر ځمکه د اوسېدونکو په ګټه وي، الله عزوجل انسان دې ستر هدف ته د رسېدو لپاره ډول ډول وسائل، امکانات او د عقل ځانګړی طاقت ورکړی، تر څو د دې هدف د تحقق په مخکې ورته ستونزې پيدا نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *