خبریال: عاشق الله اخلاصیار- د ځمکې پر سر د دو لویو قومونو ځاځيو اومنګلو ترمينځ ستونزه د دولت په منځګړيتوب اواره شوه.
دولتي پلاوي، چې مشري یې سلاکار وزير او د پکتيا والي جمعه خان همدرد کوله، له دواړو خواوو د دوی په رضایت واک اخیستی و.
ښاغلي همدرد وويل چې د دواړو قومونو ترمينځ اوربند وشو، مورچې يا سنګرونه تخليه شول اوهغه اربکې هم منحل شول چې دې قومونو هريو د ځان ساتنې لپاره جلا جلا جوړ کړي ول.
همدرد زياته کړه چې پريکړه به هم ورغلی هييت کوي او فيصله به زر ترزره ابلاغ شي. د ده په وینا فيصله به د کره شواهدو، اسنادو او ځايي دود شوي نرخ پواسطه کوي.
بل خوا د مشرانو جرګې پخواني سناتور ډاکټر باختر امين زي د دواړو قومونو له مشرانو مننه وکړه چې د دوی فيصله يې ومنله او د قدر په سترګه يې ورته وکتل.
امين زي وويل چې که دولت مداخله نه وای جنګ به لا پسې پراخ شوی وای.
د پکتيا قومي مشر جنت خان منګل په سيمه کې رسنيو ته وويل چې بايد دولت جوړونه او ورسره سيمه ييز کلتور لا پسې پياوړی شي، دی وايې چې جرګه اومرکه د کلتور اهمه برخه ده او د جرګو او مرکو پواسطه هغه ستونزې اواريدلی شي چې د نړۍ هيڅ ځواک يې نشي اوارولی.
په پلاوي کې د سرحدي پوليسو عمومي قومندان پاسوال ګل نبي احمدزي ، دهلمند پخوانی والي محمد ګلاب منګل ، پخوانی سناتور باختر امين زي ، د ولسي جرګې پخواني وکيلان بيدار ځاځي اوداود ځاځي ، په ولسي جرګه کې د پکتيا اوخوست استازو هريو محمد ابراهيم غښتلي، ډاکټر مجيب الرحمن څمکني ، محمد نواب منګل، مير بت خان منګل ، سناتور بهرام څمکني ، سلاکار وزير استاد اکبر اکبر ، د هلمند ولايت پخوانی مرستيال والي ميرزکوال ، د پکتيا د ولايتي شورا ريس اوغړو ، د پکتيا د ملي امنيت ريس تورنجنرال اختر محمد ابراهيمي، پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخيل، د دوهم سرحدي زون قومندان مل پاسوال عبدالحی اطرافي ، د۲۰۳ تندر قول اردو مرستيال محمد اکبر يولداش، د عامه نظم قومندان ګرمسير ، د سهيل ختيځ زون قومي، جهادي، ديني او نورو سيمه ييزو مشرانو برخه درلوده.
دوی هريوه پخپلو خبرو کې جنګ وغانده او د سولې ارزښت يې ولس ته روښانوه، يادو مشرانو هريوه وويل چې دا ډول لويې او وړې شخړې بايد د ګاونډ نور قومونه اورې کړې او دا د قومونو مسوليت دی چې د جنګ مخه ونيسي.
دوی زياته کړه چې د قومونو له دا ډول جنګونو څخه د هيواد دښمنان ګټه اخلي، کلي او ښارونه د ناامنۍ خواته بيايي نو بايد جنګونو ته د پای ټکی کيښودل شي او ټولې ستونزې د خبرو له لارې اوارې شي
ډېر بدمرغه قوم یو. زړه کې مې راغله چې که جمعه خان همدرد یا کوم بل د کار سړی دغو سپین ږیرو ته ووایي چې هلکو جنګونه څه کوئ، نورو قومونو هم خپل زامن او لوڼې د ماسټرۍ او دوکتورا د سکالرشپونو په کارولو سره خارج ته لیږلي دي، تاسو هم خپل رامعرفي کړئ چې درته ویې لېږم، خو بېرته مې چې سوچ وکړ چې دغو وحشیانو خو حتی یو مکتب روغ نه دی پرېښي نو دولسم پاس به له کومه کړي او لیسانسه به له کومه کړي چې د لوړو زده کړو له پاره یې بهر ولېږي. که همدا خرتوب، همدا جنګونه، همدا د ځنګل او وحشت قانون، د خور او لور نه وینځې جوړول مو روان وي تر قیامته به همداسې ذلیل یو او سبا به نور څه چې هغوی هم په مونږ باندې حکومت کوي چې تر پرونه یې زمونږ تشنابونه پاکول.
ګنډیریه، ډیر پخه خبره دی کړی، د کاڼی کرښه دی ویشتی، ژوند ژوند. او زه به دا هم درته ووایم چی په را روانه یوه لسیزه کی په خیر هم د علم ډګر، هم د ډیپلوماسی، هم د سیاست، هم د تخنیکی زده کړو ډګرونه به د هزاره وروڼو په لاس کی وی. په کوم شدت یی چی علم ته مخ کړی بلکل د حیرانتیا خبره ده. پښتون دی کښنی میږی دی څروی او هزاره به پښتون څروی. بیا به موږ چیغی وهو چی هله موږ محکوم یو. په هم دی سیدکرم کی زه خبر یم چی دا لس کاله یوی موسسی د نجونو لپاره سونځی جوړکړی دا به ونه منی ګنډیریره چی په د هم دی سونځی ودانی دا لس کاله یو ګیرور او شمله ور د کلی مخور د خپلو غواؤ لپاره د غوجلی کار تری اخلی. خیرشی پښتونه، دنیا وخته سپوږمی ته ته ونه ختی لاری ته. هم داسی د خدای په قهر ککړ ښه یی. ومن الله توفیق. وماعلینا الالبلاغ
سلامونه او نیکی هیلی..
ګنډیر صاحب..
له لیکنو ټکو سره د پام کوه الحمدالله په پکتیا ولایت تر اوسه پوری یو تاریخ لری او هر چاته معلومه دی..محترمه پکتیا که دولت هم کار ونکړی پکتیاوال وخشی نه دی دوی هم دا فکر لری چی څنګه له نورو سره خپل ځان پرتله کړی ..الحمدالله ډیر داسی پوهنتونونه شته دی هلته پکتیاوال زدهکړی تر سره کوی خو جنګ او جګړه بده ده خو بیا هم په یو کور کی د دوه ورورنو تر منځ جنګ راځی خو ورانکری ته به څوک پری نه ګیدی ماشاالله مونږ جهادی او قومی مشران لرو علمان لرو د دوی په کومک به داسی شخړی فیصله کیږی…مننه پکتیاوال د ملی یوالی او د جرګو شملو سمیول دی..
زه فكر كوم دا ستونزه اواره شوي نه ده يوازي جگري غلي شويده داچي ورغلي هييت سه پريكره كوي او په جگره شكيلي خواويي مني كنه دا به وروسته معلومه شي دا چي دي ورور ويلي چي ستونزه غوسه شوه دا دول خبري له وخت وراندي دي، بله دا چي چي د دا دول ستونزو غوسول د دولت د دقيق او پريكنده گام سخه پرته نشي غوسيدي د پكتيا قومونه او خلك په دولتي غرونو او جمكو جگري كوي كه ورغلي پلاوي ستونزه د جمكي په ويش فيصله كري دا به تاريخي تيروتنه وي؛مونز به دعا كوو چي سوله او ارامي راشي نور مو وس نشته
ددی جنګ عاملین څوک دی؟ زما په اند ددی جنګ عاملین همدا نالوستی د انګلیسی ژبی کسب ګردی چه اوس ځانونه عالمان پوهاو وژونکی سیاست پوهان بولی په داسی حال کی چه انګلسی علم نه بلکی کسب دیددی جنګ عاملین چه د ولس په بدبختی کی خپله خوشبختی ګوری او لټوی یی لکه ښایسته جان، لایق ،نواب اویو څو د ځاځیو د قوم تش په نوم وکیلان دی الله ج دی دوی دتل لپاره بدبخته ناقراره لری