طبیعي ځنګلونه یوه ستره الهي تحفه ده چې خدای پاک (ج) پر مونږ او تاسې پیرزوکړي خودافسوس ځای دا دی چې په قدر یی نه پوهیږو او په لوی لاس مو په ډیر بې رحمانه ډول خپلې دې سترې ملي هستۍ پسې اور اچولي؛ له منځه یی وړو؛ د ژوند د اړتیاو د پوره کولو نورې لارې چارې رانه ورکې دي یوازې د ځنګل په قطع کولو پسې مو را اخستي ده.
ځنګلي شنې لمنې مو د یوې ورځې نه بلې ته مخ په ټولیدو دي کرنیزې سیمې او ځمکې مو په وچو صحراو بدلیږي چې په عوض یې راته سپیرې خاورې وچې دښتې اوپرښې پاتې کیږي همداسې لګیا یو په ځای ددې چې په عوض یی نوی نهالونه کینوو ریښې یی هم له بیخه وباسو که دا لړي همداسې په تیزۍ سره روانه وي شنه ځنګلونه په پر لپسې ډول قطع کوو نونه یوازې هغه کمه اندازه ځمکې چې لرویې تخریب به شي بلکه دفقر، غریبۍ ، اوبې وزلۍ له لاسه به در په در اوحتی کډه کولو ته به هم مجبورشو دا چې دپاتې برخه ځنګلونو مخنیوی شوی وي ددې خاورې هر وګړی نر وي او که ښځه دولتي کارمند وي او که غیر دولتي سپین ږیري ځوانان او که علمای کرام دیوې اسلامي افعاني او وطني همد ردۍ له مخې دي په خپلو ، کلیو،ناحیو او بانډو کې دځنګلونو دقطع کولو زیانونه او دهغوی ګټې خلکو ته وروپیژني چې په دې سره به مو نه یوازي ځاني مسولیت اداکړی وي بلکه دونیاوي او اخروي رسالت به مو هم اداکړی وي. دا چې دځنګلونو موضوع ډیره پراخه ده اړینه ده چې په زیانونو او ګټو یی بحث وکړو لومړي د ځنګلونو ګټې په لاندې ډول دي ۱- طبیعي ځنګلونه چې سیمې ته یی ښکلا وربښلي همداسبب دی کومې سیمې چې ځنګلونه لري هغه سیمې تازه ،شنې او زړه وړونکي وي روحآ سړي ته ارامتیا ورکوي.
۲- طبیعي ځنګلونه د ډیرو واورو دښویدو مخه نیسي کرنیزې ځمکې دهغوی دتهدید څخه ساتي . ۳- ځنګل دانسانانودژوند لپاره چا پیریال پاک اوتازه ساتي چې دغه چاپيریال پاکه او صفا هوا برابروي چې دانسانانو لپاره دښه ژوند تضمین کولي شي. ۴- دځنګلونو شتوالی دیو مملکت اقتصادي ګټې پیا وړي کوي کله چې اقتصاد پیاوړی شي ټولنیزې چارې مو ورو په ورو پرمخ ځي په ځان متقي کیږو . ۵- کچیرې ځنګلونه مو جود وي د سیلابونو دراوتو مخه نیول کیږي زمونږ کرنیزې ځمکې سیلابونو دتخریب څخه ژغورل کیږي ۶- دځنګلونو بله ګټه دا ده چې دهواپه صاف والي کې مهم رول لوبوي یعنې صافه هوا رامنځ ته کوي دګردونو مخنیوی کوي هغه ناروغۍ چې دګردونو په واسطه منځ ته راځي مخه یی نیسي . ۷- د انسانانو لپاره دساتیرۍ شکلي په زړه پورې ځایونه برابروي . ۸- ځنګلونه دعایداتو دلوړوالي ستره منبع ګڼل کیږي خاصاتآ دجلغوزو ځنګلونه چې په ملي اقتصاد کې مهم رول لوبوي ۹- ځنګلونه خپلې ریښې په ځمکه کې خوروي چې دغه ریښې خاوره کلکه نیسي خاوره نه پریږدي چې ضایع شي ۱۰- ونې اوبوټي انسانانو ته پاکه هوا ( اکسجن) برابروي چې یوه ونه ۱۸ نفرو ته اکسجن برابروي ۱۱- ځنګلونه مضره ګازات بې کاره هوا اودوړې په ځان کې جزبوي داچې دځنګلونو ګټې په پورته ډول ذکر شوي اوس راځو چې که ځنګلونه قطع شي کوم زیانونه را منځ ته کوي چې زیانونه یی په لاندې ډول دي ۱- کله چې ځنګلونه قطع شي سیلابونه راوځي چې دغه سیلابونه دځان سره ډبرې او شګې راوباسي چې حاصلخیزه ځمکو ته دروند زیان اړوي ۲- کله چې ځنګلونه له منځه لاړشي سیمه خپله اصلي او طبیعي ښکلا له لاسه ورکوي او په وچه او سپیره شاړه اودشته بدلیږي دانسانانو اوحیواناتو ژوند دګواښ سره مخ کیږي . ۳- هغه مضره ګازات او دوړې چې مختلف امراض ورسره مله وي ځنګلونه یی په خپل ځان کې جزبوي کله چې ځنګلونه قطع شي نو دا مضره ګازونه او دوړې نه جزبیږي چې په پایله کې دخطرناکو ناروغیو سبب ګرځي . ۴- لکه څرنګه چې خاوره دنبات د ودې لپاره یو اساسي فکتور دی که ځنګلونه قطع شي نو خاوره له منځه ځي چې کله خاوره له منځه لاړه شي نو ټول زراعت له منځه ځي ۵- دځنګلونو په قطع کولو سره نه یوازي داچې غټې ونې له منځه ځي بلکې هغه نباتي فرش او کوچني شنه شوي تخمونه چې تازه ټوکیدلي وي په بشپړ ډول له منځه ځي چې یوه ستره ضایع یی بللي شو . ۶- لکه څرنګه چې ځنګلونه په دوه ډوله دي یو هغه چې دولتي دي اوبل هغه چې په ولس پورې اړه لري چې د ولس دځنګلونو تنظیم بیا هم د دولت دنده ده چې دولت یی کنترول کړي ولس په دې پوه کړي چې له ځنګلونو څخه سالمه ګټه پورته کړي چې په راتلونکي کې به دځنګلونو څخه دګټې اخستنې دتنظیم لارې چارې ستاسو محترم حضور ته بیان شي سپارښتنې ۱- دځنګل میشتو ولسونو څخه مو هیله داده چې هغه نوي برقی اری چې دځنګلونو دبې ساري تباهۍ سبب ګرځي ونه کاروي ځکه چې نوموړي ارې ځنګلونه په ډیره کمه موده کې له منځه وړي چې دبیا شنه کیدو قابلیت یی هم له منځه ځي ۲- ځنګلي ونې پرته دضرورته او یا هغه ونې چې عمر یی خوړلی وی باید په مسلکی ډول قطع شي پرځای یی بل نوی نیالګی کښینول شي ځوانې ونې باید قطع نه شي ۳- کله چې عمر خوړلي او دضرورت ونې قطع کیږي زیاته توجه باید دې ته وشي چې نوي راشنه شوي نیالګي یا ( نباتي فرش) له منځه لاړ نه شي ځکه چې دا دځنګل راتلونکی نسل دی . ۴- ټول ولسونه باید په دې پوه شي چې په خپلو سیمو او سهمیو کې په له منځه تللو ساحو کې په دواطلبانه ډول تخمونه وکري چې په دې سره به راتلونکي نسل ته بیرته ځنګلونه راشنه شوي وي.
لیکونکی : محمد رحیم «منګل» د طبیعي منابعو دمدیریت کارکونکی