لندن نه یوازې په خپل پخوانی پرتم او دبدبه چې یو وخت یې د نړۍ په لویه برخه واک چلاوه په نړۍ کې ځانګړی شهرت او نوم لریي بلکې اوس هم له خپل پرتم او شهرته نه دی لویدلی او دا چې دا خبره به څومره حفیفت ته نږدې وی خو ما له ډیرو کسانو اوریدلی چی ان د امریکا بهرنۍ پالیسی هم له همدې تا ریخی ښاره اداره کیږي.
دلته ډیر شیان ځا نګړی اوعجیبه دی، یو له هغو دا د هیترو نړیوال هوایی ډګر دئ، چی له جوړیدو یی څه له پاسه اته شپیته کلونه اوړی. وایی له دې میدانه هر کال نیم میلون الوتنې ترسره کیږی او په کال کې ېې د مسافرینو شمیره په څلویښت میلونواوړي او همداسې یې د دایمي کارکوونکو شمیر هم درې پنځوس زره کسانو ته رسیږي.
له هغې ور ځې چې دلته ټکسی چلو م له ګڼو سپر لیو له عا دی کسا نو نیولې تر نا متو سندر غاړو ، سیا ستوا لو ، سوداګرو ، اکتورا نو …… او نورو سره مخ شوی یم او دوی مې په خپله ټکسی کې وړی را وړی او ښه دخوند بنډارونه مې ورسره کړی دي .
په پخوا کلونو کې زموږ د خبرو او بنډارونو مو ضو عا ت ور ځنۍ پو ښتنې او چارې وې خوپه ور ستیو لسو کلونو کې زموږ بنډارونو او خبرو ته سیا ست لار وکړه او زما ګڼې سپرلۍ چې پوه شی زه آفغا ن او د آفغا نستا ن یم د افغا نستا ن ، د هغه د تا ریخ ، جغر افیې،فولکلور او کلتور په با ب له ما حیرا نونکی پو ښتنې کوی:
– له روسی یر غل سره د آمریکا د پو ځ مو جودیت څنګه پر تله کوئ ؟
– حا مد کرزی په افغا نا نو کې څو مره محبوب دئ ؟
– امریکا او نا تو په تر کو مه په افغا نستا ن کې پا تې شی؟
– د تا ریا کو کر به کله ودریږی؟
– او کله کله بیا د ښځو پر حقو نو ، جنګسا لارانو ، طا لبا نو او د ګا ونډیا نو په د خا لت را سره تل غږید لی دی .له هغو کتا بونو چی د افغا نستا ن په با ب کښل شوی او دوی لوستی وی ځنې کیسی هم را سره شریکوی . ما نه یوازی ددوی له دا ډول بنډارونو ، کیسو او بحثونو نه خوند اخیستی بلکې ډیر څه مې ترې زده کړی هم دی . دلته مې ډیری داسې کسا ن هم ولیدل چی زموږ په هیواد کې د خپلو عسکرو له مو جودیته نا را ضی ول او داسی کسا ن مې هم ډیر ولیدل چی د خپل هیواد موجودیت ېې زموږ او د نړۍ د ثبا ت په ګټه بللی دی
– زموږ تر منځ ځنې وخت جدی بحث او د نظر اختلا ف پیښیږی خو هیڅکله په شخړه او لا نجه پا ی ته نه رسیږی
زه د موسیقۍ خورا شو قی او لیوال یم . له دی کبله مې تل د موټر ټا یپ او یا راډیو چالان پریږدم او په سندرو مې پا م غلطوم
سره له دې چې زما خپل وطنی ټنګ ټکور ډیر خو ښیږی خو د سپر لیو خیال هم سا تم او د مو ټر په جا به کې مې په انګریزی سی دې برسیره د فرانسوی ، ایټا لیوی ، اسپا نوی او هندی سی دی ګا نو کمی هم نشته او چې کله مې موټر ته بهرنی را بورته شی ددوی د خو ښې سی دی ور اچوم . خو نن په ما څه عجیبه ټوکه شوې وه ،یوازی خپلی و طنۍ سندری مې اوریدلی او د سپرلۍ تبه می هیڅ په پا م کې نه نیوه ، نن ما ښا م چې مې څنګه سپرلۍ را بور ته او مو تر ته حر کت ور کړ نو سم دستی مې د استاد اولمیر دا سندره ولګوله :
دا مو د با با وطن دا مو د دادا وطن پر موږ با ندې ډیر ګران دی دا افغانستا ن دی
سندره به لا نیما یی ته نه وه رسیدلې چې په موتر کې نا ستې سپرلۍ د نار ضا یتۍ په بڼه په سیټ ښکته پورته وغورځیده:
– بله کسټه نه لرئ ؟
ما د نفی په توګه سر وخو ځا وه
– نه
– دا په کومه ژبه ګډ دئ ؟
– پښتو
خورا حیرا ن شو او د پښتو کلمه یی په حیرنۍ را غبرګه کړه:
– پښتو
ما بیا ور غبرګه کړه
– هو پښتو
– ته پښتون یی ؟
– هو زه افغا ن پښتون یم
په ځیر یی را ته لا ندې با ندې وکتل او په پوښتنو سرشو :
– د افغا نستا ن د کومې برخې
نا ببره مې له خولې ورته ووتل :
– د هلمند
– هغه نور هم را ته ځیر او مو سک شو:
– دا چلند دې د طا لبا نو په څیر دی
ما ته غو سه را غله
– زه پخپله طا لب یم
هغه موسکی شو خو باور ېې را نغئ :
رښتیا وایی د هلمند یی؟
سره له دی چې زه د هلمند نه یم او هلمند مې لا لیدلی هم نه دی خو منکر نه شوم
– هو
هغه بیا سر له پا یه را وکتل
– په هلمند کې د کوم ځا ی ېې ؟
له خولی مې دا ځل هم غیر ارادي ورووتل :
– سنګین
د سنګین په اوریدو لکه مچۍ یی چې و چیچی له ځا یه ټو ب کړ:
– FUCK IN
– سره له دی چې FUCK IN په انګریزانو کې عادی خبره ده خو په اوریدو یی زما په ما غزو کې اور بل کړ دستی مې بر یک ونیو او ګواښ مې وکړ
– که نور دې له خولې دا سې څه واورم په دی لو یه لار دی له مو تر کښته کوم
خو ده زما په ګواښ سر ونه ګراوه او خندا ور غله :
– ته خو رښتیا چې طا لب یی سړیه
زه له غوسې سور او شین را واوښتم او چیغه مې کړه :
– چې هر څو ک یم یم به خو اجازه نه لری چی زما په سیمه او وطن ملنډې وو هې
هغه بیا مو سکی شو او زما له غوسې په ډک چلند یی هیڅ سر ونه ګراوه :
– زه په تا ملنډې نه وهم
– او بیا ما ته ځیر شو :
– ته پو هیږې زه څو ک یم او همدا اوس چیر ته روا ن یم ؟
خو زما غوسه هما غسې وه او هیڅ سړښت یی نه ما نه
– هر څوک چې یی وی به دا په ما او زما په هیواد پور ې هیڅ اړه نه لری
خو دا ځل دی هم خورا ببر شو :
دا په تا او ستا په هیواد پورې اړه لری
او په لوړ غږ یی چیغه کړه :
زه بر طا نوی ا فسر یم او تازه ستا له هلمند او سنګین را ګر ځیدلی یم او دا دی بیرته ورګرځم
ما هم په دی شیبه کی خپل غږ پور ته کړ :
– نو هلمند او سنګین څه بد دررسولی چی په اوریدو دی سمدستی له خولې د ا چټیا ت را ووتل
دا ځل یی په سړه سینه وویل :
– ته پو هیږی ستا په همدې هلمند ، سنګین او نورو سیمو کې زموږ څومره عسکر ستا سو په خا طر مړه شوی
بیا یی په ژړه غونی غږ په خو اشینۍ خپله خبره وغزوله :
تیره او نۍ مې دری جنا زې یوازې له همدې سنګینه راوړې
که رښتیا ووایم دده خبرو تر اغیزو ښه پوره را غلم او خورا پرې خفه شوم خو له دې سره مې هم ده ته د خپلې خواخوږي احسا س ورنکړ :
– ما ته ولې دا خبری کوئ لکه ما چی تا سو هلمند او یا سنګین ته را بللی یا ست !!
په دې خبره هک پک او دستی له ځا نه سره ګډ شو :
– نا بللی میلما نه ، نا بللی میلما نه نا بللی میلما نه…..
بیا یی پسې او ږده کړه :
– خو واوره موږ نا بللی بولې که بللی ستا سو په خا طر خپلې وینې تو یوو، ته په ځای ددی چې له مو ږ مننه وکړې په لویه لار مې له مو ټر کښته کوې
ما ځواب ته ځا ن جوړاوه چې نا ببره مې مو با یل ته زنګ وو هل شو:
– هلو او له هلو سره سم دستی راته په تیلیفون کې وویل شول :
– خبرونه دې واوریدل ؟
– نه ولی څه خبره شوې
– ما ویل ته به خبر یی … ستا سو په اولسوالۍ د اوغز په کلی کې په یوه واده امریکا یا نو بمبار کړی
– دا څه وایی ؟ خلک په کې ډیر مړه دی
– ټوله ورا د ناوې په ګډون ځلویښت ښځې او کوچنیا ن مړه دی
لکه تندر چی را با ندې را ولویږی له خولې مې بې واکه ووتل
– FUCK IN
او له دې سره سمدستی را نه بی واکه موټر هم ودرول شو او راسره نا سته سپرلۍ په موټر کې پورته ولویده
زما نا ببره دریدا زما سبرلۍ داسې وډار کړ لکه مو ټر ېې چې په بم وربرابر شی : وار و پار یی خطا شو:
ـ ولې خیریت خو به وي؟
په لوړ غږ مې وویل :
– ستا سو پو ځونو زموږ په یوه کلی کې په واده بمبار کړی او د ناوی په ګډون یی څلويښت ښځې او کو چنیا ن په وینو کې لمبولی
او له دی سزه سم مې په زوره چیغه کړه
– اوس نو ته هم ځواب را کړه چې موږ وژنئ او که موږ ژغورئ
سپرلۍ چې نوره مې میدان ته را رسولې وه خورا هک پکه او په چرت کې ولویده ،یوازې همدومره یی په کراره وویل :
– زه بخښنه غواړم بیرته مې هما غه ځا ی ته ورسوه له کومه ځا یه چی دی را پورته کړم
– دده دې پریکړې هک حیریا ن کړم خو ده ژر زما حیرا نتیا ځواب کړه :
– بیرته ګرځم چی ستا سو او زموږ د ټولووګړو د پو ښتنو په ځواب سو چ وکړم .
دونایسکه لوژنه – سلواکیا
د۲۰۱۱ددیسمبر ۲۰ نیټه