زړه مې چوې. د کوژدنې مو څلور کاله کېږي اما د واده توان نه لرم. لیسانس هم یم، خو چې هر ډول کار راته پیدا شي، کوم یې، ځکه له ډېرو سختو اقتصادې ستونزو سره مخ یم.

زړه مې غواړي ځان ووژنم او یا بل څوک. دا او دې ته ورته هغه دردونه دې، چې زموږ له ځوان کهول څخه یې زه هره ثانیه په ټلېفون اورم او په مسیج کې لولم.

له یوه مطرح احتمالي کاندید سره په کتنه کې نوموړې د ځوانانو بي کاري د افغانستان لپاره لویه ننګونه وبلله. د مثال په ډول په خوست کې د ولایتي بیا رغونې د ټیم له تړلو سره د والي په وینا ۳۰۰۰۰ کسه بې کاره شول، په بامیانو کې ۱۴۰ کسه. همداسې د پي آر ټي له تړلو سره په زرګونو ځوانان په ټول افغانستان کې بې کاره شول.

په افغانستان کې تقریبا ۲۶ لویو د ولایتي بیا رغونې ټیمونو کار کاوه، چې د امنیت ترڅنګ یې د انکشاف او ښې حکومتدارۍ په برخو کې محسوسې مرستې کولې او ډېرو بې روزګاره وګړو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

همدارنګه هغه پروژې چې د بیا رغونې د ټیمونو او نړیوالو موسساتو له خوا تمویل کېدلې، په ټپه ودرېدلې او ډېری ځوانان یې بې کاره کړل.

هیرت ډروزن په خپل یو ریپورټ کې، چې سټار او سټرایپ کې د جولای په اوومه ۲۰۱۳ لیکلي دی، چې په ټول افغانستان کې تقریبا ۸۰۰ نظامي وړې او غټې اډې وې، چې په کې ګڼو افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره وه. اما د ۲۰۱۲ کال د جولای د میاشتې په ۲۶ نېټه د پنجشنبې په ورځ د ټولو مرکزي او داخلې امنیتي لوړ پورو چارواکو په غونډه کې دا وېره څرګنده کړه، چې د انتقال امنیتي پروسه په غیر مسوولانه ډول پر مخ روانه ده، ځکه چې افغان امنیتي ارګانونه د دې لوی بار لپاره په هماغه ډول چې د شرایطو او تهدیدونو غوښتنه ده، اماده نه دي. او همدا اوس یې بايد په بدیل فکر وشي، اما دا وړاندیز د سیاسي فشار په نتیجه کې ډېر جدې ونه نیول شو.

ځکه زه پوهېدم هغه ځایونه چې د امریکایانو او ترکانو له خوا پرېښودل کېږي، کوم بدیل افغان ځواک نشته چې ډک یې کړي.

د کابل-کندهار د لویې لارې په اړه مو هر اړخیزه امنیتي عملي افغاني طرح د ټولو تجربو څخه وروسته په داسې بڼه وړاندې کړه، چې که عملې شوي وای، هم به د وردګو ولایت زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او هم به یي په امنیت او اقتصاد ډېر ژور اغیز کړی وو، چې متاسفانه دا هم د نړیوالو خصوصي امنیتي کمپنیو او داخلې زورورو د سیالیو قرباني شوه.

د ارزونې د مستقل ګروپ (IEG) د ریپورټ مطابق د بې کاري کچه په ۲۰۰۴ کې له ۳.۷ سلنې څخه په ۲۰۱۲ کې ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

د ټیلیګراف ورځپاڼه د میري ریډیل په لیکنه کې کاږي، چې د افغانستان د بې کاري کچه له مصر څخه ډېره لوړه ده، اما هېواد له طبیعې زېرمو څخه ډک دی.

وړاندوینه داده، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیانو موسسې او مرستې شاید نورې هم کمې شي او لویه وېره دا ده، چې د افغانستان دولت د دې لپاره د کار موندنې او کار ګمارنې بدیل جوړښتونه، پروګرامونه او امکانات نه لري او په پایله کې د دې قوي امکان دی، چې دا ځوانان دولت او ملت ته په یوه لوی سرخوږي بدل شي.

همدا اوس د خوشحال خان مېنې، کمپنې، کوټه سنګي، رحمان بابا مېنې، احمد شاه بابا مېنې او خیر خانې ساحو کې د غلاوو، د ځوانانو اعتیاد او نور ټولنیز جرايم مخ پر زیاتېدو دي.

د بې کارۍ له امله کورنی خشونت زیات شوی دی او که د ځوانانو د کارموندنې غم و نه خوړل شي، دولت به په لوی لاس ناامنۍ او بې کارۍ ته زمینه برابره کړې وي.

دا دومره لویه سیاسي، اجتماعي او اقتصادي تشه ده، چې بايد له ۲۰۱۴ کال دمخه او همدا نن یې غم وخوړل شي.

د دې بې کاري ستر لامل د موازې افغاني مصرفي جوړښتونو موجودیت او ملاتړ، د داخلې معاصرو تولیدي او کار ګمارنې جوړښتنو او پروګرامونو نشتوالی او نړیوال موازې اما مرستندویه تولیدي جوړښتونو له منځه وړل دي.

 محمد حليم فدايي

2 thoughts on “د ځوانانو بې کاري او د دولت بې غوري”
  1. Salam Alikum Mr. Fedayee!
    We have many big, big and big problems like the rest of the Muslim World… However, a major issue is job creation in any economy. Without the job creation, there’s no socioeconomic development. I believe that what is happening in Afghanistan is due to immature administration, wrong policies by the government and corrupt system of fraudulent officials and gun holding warlords….

    What we can do to save our economy is to spend on infrastructure, education and public services. Americans will leave, there will be no more free lunch for anyone in Afghanistan. No more those free cars, tie holding suits and all brainy show-offs… People earn their money by hard work and much more harder work than we see in Afghanistan… Now, it is up to Afghans to fix it. In my opinion, Afghan economy is only surviving through donations, but the best thing for the Afghans are to spend maximum on education sector because the only thing that Afghan Economy can do is to go to school and hire teachers, another sector is agriculture where some money should be spent and at the same time communication infrastructure including roads is another sector that can help to hire more people of any skill…

    Hire more professionals to fix it… One or two people are not enough… Phd or Master is not a solution… For the work that we need to do in Afghanistan, even a computer literate and English proficiency can produce great results…
    It is a free advice from a professional mullah 🙂

    Thanks,

    Habib

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *