عصمت تره کی 
د ځوانانو د علمی کاروان مشر
د ځوانانو علمي کاروان نن د یوي غونډي په ترڅ کي په خلکو غږ وکړ، تر څو د پوهني ملاتړ وکړئ.
په یاده غونډه کي چي د غزني د پوهني ریس ښاغلی عابد، د ځوانانو پارلمان کي د غزني استازې نویده بیات ، د مدنی بنسټونو استازیو او د ځوانانو د علمی کاروان غړیو ګډون کړي وه.
ګډونوالو له پوهني څخه ملاتړ وکړ، او په خلکو یی غږ وکړ چي باید چاته اجازه ورنکړي تر څو د ښوونځی دروازه یی ور وتړي.
د جګړي ښکیل لوري باید له پوهني او د دي سپیڅلي لاری له لارویانو سره د ښمني ونکړي. 

پوه کسان د ناپوهي په وړاندي تر نورو زیات مسوول دي چی باید په دی برخه کي د خپل توان په اندازه هلي ځلي وکړئ. 

دولت باید د پوهني سکتور ته چی د هیواد راتلونکی ورسره تړلي زیاته پاملرنه وکړی. 

چي همدارنګه په دي برخه کي د لاسته راوړنو د یادوني ترڅنګ د رتلونکي نسل د روښانه راتلونکي لپاره هیله مندي وښودل شوه. 

وروسته د پوهني ریس هم د ځوانانو د علمي کاروان دا ګام وستایل او د پوهني په برخه کي یی د خلکو همکاری اړینه وبلله.

نوموړي په قره باغ کي د ښوونځیو د تړلو په تړاو وویل:
چي په دي برخه کي یي د خپل توان په اندازه منډي کړي او کوي يي.
چي د سیمي د خلکو په همکاري به ډیر ژر د ښوونځیو دروازي پرانیستل شي.
چي وروستي برخه کي د پوهني رئیس د ګډونوالو پوښتنو او اندیښنو ته مناسب ځوابونه ورکړل.
غونډه د دعایی په لوستلو سره پاي ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *