دا څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن د ځوانانو د ملي پالیسۍ له تطبیق څخه د څارنې ولایتي کمیسیون په نوبتي غونډه کې د وینا پر مهال وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته یې دنده وسپارله څو په درسته او دقیقه توګه د ځوانانو په نوم د یو شمېر تش په نوم جوړو شویو ټولنو له سره ارزونه وکړي او ورته د فعال حضور او اصلاح په خاطر یوه مشخصه موده تعین کړي څو دغه ټولنې وشي کولی چې په خپل داخلي ساختار کې مثبت تغیر، اصلاح او سمون رامنځته کړي.
د ځوانانو د ملي پالیسۍ له تطبیق څخه د څارنې ولایتي کمیسیون د دغې نوبتي غونډې په پيل کې د اطلاعات او فرهنګ رئیس او د کمیسیون نور غړو په وار سره په خپلو اړونده برخو کې د ځوانانو لپاره د ترسره کړیو خدماتو په اړه د غونډې رهبرۍ ته معلومات وړاندې کړل او ټولو په دې ټېنګار وکړ چې ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ایجاد، د عامه ذهنیت رغونې، د استخدام په پروسه کې د لا زیات شفافیت رامنځته کول، ځوانانو ته دحرفوي او مسلکي زده کړو د فرصتونو پراخول، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ځوانانو ته د ملي یووالي او وطن پالنې د احساس ورکونکو پيغامونو رسول او ترڅنګ يې ځوانانو ته د اړینو سپورتې اسانتیاؤ برابرول هغه څه وبلل چې تر ډیره به ورسره په ښار، کلیو او بانډو کې د ځوانانو ترمنځ اړیکې نېږدې او د امنیت د ټېڼګښت ترڅنګ به د سولې، ثبات او پرمختګ له بهیرونو سره رغنده مرسته وکړي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي په دغه ولایت کې دځوانانو لپاره شوي کارونه او خدمات تر اړتیا کم وګڼل او یاده يې کړه چې په ټول قوت به د لغمان د ځوانانو لپاره د غوره کاري فرصتونو د ایجادولو ،ښوونیزې او مسلکي زده کړې د پراختیا اوسپورتې ودې په برخه کې نه ستړي کیدونکي تلاشونه وکړي، نوموړي په دې برخه کې اړونده ریاستونو ته لارښوونه وکړه څو په مرکز او ولسوالیو کې د ځوانانو لپاره په هر برخه کې مختلفې برنامې او پروګرامونه تنظیم کړي.
ښآغلي نعیمي له ځوانانو وغوښتل چې د هېواد په دې حساسو شرایطو کې د فکري رغونې، ولس ته د یووالي پيغام رسونې او د نظام سره د ملاتړ او همکارۍ د پيغام ورکولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي او په ولسوالیو، کلیو او بانډو کې دې ځوانان ولس د نظام د پالیسۍ، انکشافي پلانونو، بنیادې تطبیقي پروژو او ولسي هوساینې لپاره د ترسره کیدونکو تلاشونو په اړه معلومات ورکړي چې دا چاره به تر ډیره د دولت او ولس ترمنځ د واټن راکمولو ترڅنګ د امنیت د ټېنګښت سره خورا مهمه ده.