که څه هم د ځوانانو چارو معینیت په بیلا بیلو اړخونو کې کار کوي، خو اوس یې له ځینو ځوانانو سره په دې هم کار پیل کړی دی چې د کابل په شمول په ګرد افغانستان کې د څارندوی ډلې جوړې کړي څو په بیړنیو حالاتو کې د هیوادوالو لاس نیوی وکړې او جامعې ته د خدمت مصدر وګرځي.

شاوخوا اویا کاله کیږي چې په افغانستان کې د څارندوی ډلې په ښونځیو کې جوړې شوې او بیا قدم په قدم  دغه ډلې نورو سیمو ته هم ورغزیدې چې ډيرې ښې او مثبتې نتیجې یې هم ورکړې. خو د وخت ناخوالو د افغانستان د نورو سکتورونو ترڅنګ څارندوی ته هم ډير زیانونه واړول او هغه منظمې ډلې یې ترډیره ختمې کړې.

خواوس یو ځل بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د  ځوانانو چارو معینیت او د معارف وزارت په ګډه سره هلې ځلې پیل کړیدي، ترڅو د افغانستان څارندوی د لاښو او ملي کارونو د پاره په یوه منظم چوکاټ کې سره راټول او د اجتماعي کارونو د پاره یې  په یوه مرکزي نقطه سره راغونډ کړي.

په همدې موخه د ښونې او روزني له جناب وزیر صاحب سره هم د سکاوټس غړیو لیده کاته وکړل او پریکړه وشوه چې د سکاوټس په اړه به د افغانستان د پرمختګ د پاره یو ځای او په منظم ډول خپلې چارې پرمخ بیا یي.

همداشان د افغانستان څارندوی چې اوس مهال ډیری مالي لګښتونه د پارسا موسسې څخه ترلاسه کوي. د نوموړي ادارې مشرې میرمن آغلي مورني ګیستیف سن د ځوانانو چارو له معین ښاغلي ډاکتر کمال سادات سره د څارندوی د لاښه والي په اړه خبرې اترې سره وکړې.  میرمن ګیستیف سن وه ویل چې په نورو پرمخ تللو هیوادونو کې هم سکاوټس یا څاروندوی شته دي او بیړنیو حلاتو کې له هیواوالو سره ښې مرستې او کمکونه هم کوي. میرمن هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې هم سکاوټس ښه وده وکړي ترڅو د نورو دولتي او غیردولتي ادارو ترڅنګ د سکاوټس غړي هم دافغان ولس د خدمت مصدر وګرځي. نوموړي دا خبره هم وکړه چې که سکاوټس ښه وده وکړي او تکړه تکړه ځوانان پکې غړیتوب ترلاسه کړي، دافغان ولس د درد دوا کیدایشي.

همداشان پدې ناسته کې دځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات هم د څارندوی په تاریخ او د څارندوی په اهمیت رڼا واچوله او په اوسنیو حلاتو کې د څارندوی شتون اړین وباله. د ځوانانو معین ښاغلي ډاکتر سادات له ځوانانو وغوښتل چې په څارندوی کې خپل نومونه ولیکي او څارندوی غړي شي، ترڅو د افغانستان خلکو ته په هرځای او په وخت کې د خدمت وکړایشي.

د ځوانانو معین دا خبره هم وکړه چې دوی به پدې عملا کار پیل کړي، څو په هرولایت او آن په هره ولسوالی کې د څارندوی منظمې ډلې جوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *