یکشنبه/۱۳۹۳/۰۸/۱۱
زابل-افغانستان/په ډيرې ژورې خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړچی نن ماښام ۶:۳۰ دقیقی دکندهار ولایت په ځوان اوتاند مرستیال عبدالقدیم پتیال ناځوانمردانه وسله وال برید شوی اودشهادت لوړمقام ته رسیدلی دی.انالله واناالیه راجعون ط.
شهید پتیال شاعر،لیکوال،دقلم خاوند، دهیواد اوپه ځانګړیتوګه په سهیل کې وتلې کلتوری څيره ؤ،هغه وخت چی لاهم دعلم په زده کړه بوخت ؤ په خپل ټولګې کی دټولګیوالو اوښوونکی په وړاندی دظالمو اوخونخوارو افغان دښمنه اومسلمان دښمنه عناصرولخوا په شهادت ورسول شو، مړینه یی ستره ضایعه اونه جبیره کیدونکې ده،
دزابل ولایت سرپرست والی الحاج محمداشرف ناصری اومرستیال والی ښاغلی رسولیارددی ولایت دبیلابیلو پرګنو اوځوان کهول په استازیتوب په دی وژنه سخته خوابدې څرګندوی شهید پتیال ته فردوس جنت کورنۍ،دوستانو،خواخوږو،دلوی کندهار ولسونو اودکندهار ولایت مقام سره په دی لوی ویرکې ځان شریک بولې.
خدای ج دی بیا په لوی کندهار کی داسی پیښه منځ ته نه راولې چی دشهید پتیال صاحب ویر ورباندی هیرشې.