لیکوال محمداکبر حقمل
د پوهانو په وینا د ځوانۍ د پیاوړې انرژۍ دوران معمولاً له آتلس کلونو څخه تر شپږ ویشتو او یا هم تر آته ویشتو کلونو پورې دی، چې په همدې مهال کې د انرژۍ د زیاتوالي له امله ځينې ځوانان نه کابو کېږي او د هر کار کولو پیاوړتیاوې لري. یو ځای کې لیکلي وو، چې څېړنو ښودلې ده هغه ځوانان، چې د پیاوړې انرژۍ په دوران کې یعنې له آتلسو کلونو څخه تر آته ویشتو کلونو پورې مهال کې وي باید ډېر پام ورته وشي ځکه، چې دا دومره حساس او نازک مهال دی، چې انسان په کې هر ډول جوړېدلای شي. که چېرې په همدې مهال کې ښه او غوره وروزل شي نو د روزونکي له زړه او خوښې سره به سم لوی او وروزل شي او که چېرې په همدې مهال کې ورته پاملرنه ونه شي، په خپل زړه کړنې سرته وسوي، په خپل زړه آزاد په بدو بدو ځایونو کې وګرځي او غوره روزونې څخه بې برخې شي، نو پایله به یې ګواښوونکې یعنې داسې به لوی شي، چې بیا به د هېڅ کوم کس موقف او ځای نه پېژني، خپل سری او سر زوری به وي او د هېڅ ښېګڼو او غوره کارونو سرته رسولو تمه به ترې نه کېږي. د ځوانۍ د پياوړې انرژۍ مهال په ژوند کې تر ټولو مهم او ارزښتمن مهال ځکه په دې وخت یا مهال کې انسان تر بل هر وخت زیاته انرژي لري او دا انرژي کارونې یا مصرف ته اړتیا لري او باید مصرف یا وکارول شي، ځینې کسان یې د ډېرو بدو کارونو په سرته رسولو لګوي، داسې ګټه ترې اخلي، چې د ټول ژوند د بربادۍ او تباهۍ لامل یې ګرځي او ځينې نور يې بیا په ډېرو ښو لارو لګوي او یوه داسې ګټه ترې اخلي، چې د ژوند یوه لویه سرمایه یا پانګه یې ګرځي. دا مهال یا وخت ځکه حساس او نازک دی، چې انسان پکې د هر ډول خوی او عادت څښتن کېږي. که غوره او ښه عادت ورکړل شو یعنې موخه ټاکل ور زده شول، بریا یا خپلې موخې ته د رسېدو لپاره کار او لار ور وښودل شول، نو د پاتې ټول ژوند لپاره یې همدغه عادت ګرځي، د خپلې موخې لپاره یې کار کوي او بریا ته د رسېدو لپاره له هغو لارو ګټه اخلي کومې، چې ور ښودل شوې یا یې عادت شوې دي او که منفي ګټه ترې واخیستل شوه نو د ټول ژوند لپاره یې منفي کارونه سرته رسول عادت ګرځي، چې پایلې به یې هم منفي وي. ستاسو ورور محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal
بهترین مطلب جناب حقمل صیب
جزاک الله خیرا فی الدنیا و الآخرة