د وخت یزیدمي د وجود کربلا ورانه کړله
د زړه حسین مي دخپل ځان په وینو سور لمبوم
(بشیراحمد بشارت)
دوو څلوېښت کاله ترمخه د سردارمحمد داود خان د جمهوریت وروستی کال ؤ
روڼ اندي اوسیاسي ککرۍ اخواته پرېږده، عام افغانان لا د روانو سیاسي حالاتو د ورځ په ورځ ترینګلتیا څخه پوهېدل، چي پردې هیواد یوه ټکه راپرېوځي.
ځینو سپین ږیرو خو لا د انقلاب راتلو په پلمه هر مازیګر د مسجد څنګ ته دخپلو لیدولو خوبونو تعبیرونه له یواوبل څخه پوښتل.
مکتبیان، پوهنتیان او ان ددیني مدرسوطالبعلمانو لا دراډیو افغانستان خبرونه نه قضاء کول.
په دغسي ترینګلو سیاسي حالاتو کي یوه ورځ د کندهارښار د دوهمي ناحيې د بامیزو په کوڅه کي له سهار لمانځه وروسته په مسجد کي سپین ږیرو اوتنکیو ځوانانو په عمر پوخ مخور محمد موسی ته د زوی د پيداکیدو مبارکي وویل.
محمد موسی په ورین تندي هریو ته له « خیریوسې» ویلو وروسته پر ټولو ږغ وکړ: « نن سهار چای زموږ په کوټه کي څښو. »
په کورکي خوشحالۍ دي، میلمنو ته د چایو پرځای شیدې اود کور د ډوډۍ پرځای د تناره تاوده پرکیان اوکلچې پر دسترخوان کښېښول سوې.
دانو سنه ۱۳۵۶ لمریز کال دی.
د هلک د پيدايښت په درېیمه ورځ سهار مهال یو وار بیا محمد موسی د مسجد ملا اوڅو تنه طالبان کوټې ته راوغوښتل، په کوټه کي نژدې خپلوان هم ناست دي، مجلس دی، خنداوي دي او روغبړونه دي.
یودم مجلس چوپ سو،ملا صاحب د نوي پیداسوي هلک په غوږ کي اذان شروع کړ اودټولو دوستانو په خوښه يې کتابي نوم ( بشیراحمد ) باندي کښېښود.
محمد موسی د زوی تندي ته ګوري، په زړه کي وایي:« په ده به درس وایم، چي په رښتیا د سیالانو سره سیال سي او خپل وطن ته د قلم په څوکه خدمت وکړي.»
بشیراحمد پر مور او پلار سربیره پرټولو ګران دی او د کورنۍ هر غړی نازونه ورکوي.
چي محضي وژاړي، هریو په ځانګړي ډول ښځمني لس واره ترقربانیږي.
د خدای شپې او ورځي تیریږي بشیراحمد شپږ کاله عمر ته نژدې سو، که څه هم د سبق زده کولو وخت يې نه ؤ،خو دده له زده کړو سره میني پلار اړ کړی، چي له کور سره نژدې مسجد ته يې د سبق ویلو لپاره بوزي.
بشیراحمد په عمر تر نورو هلکانو کم دی، خو سېپاره يې ښه زده کیږي، نوځکه پر ملا صاحب ترنورولټ شاګردانوګران دی.
په مسجد کي ځیني شوخ او ټمبل هلکان دده لیاقت او پرملا صاحب یې ګرانښت نه سي زغملای، هغه وي، چي تر رخصتۍ وروسته يې په کوڅه کي جنګ ته اړباسي، خو په کوڅه کي، چي کوم سپین ږیری تیریږي ، نو سره خلاصوي يې او دواړه ته منت کوي« ځئ ورک سي ! ټول ورځ جنګونه کوی، ملاصاحب سبق درښيي که جنګونه ؟»
بشیراحمد حیران دی،چي د کوڅي ځیني سپین ږیري ولي ټولو هلکانو ته په یوه سترګه ګوري؟
که جنګ کوي هغوته هم خوشکه کوي او چي جنګ نه کوي هغوی ته هم دردیږي
بشیراحمد ارام، حساس اوپه سبقانو کي تکړه دی، په کوڅه کي چندان نه ګرځي، یوازي د خپلو نژدي همځولو سره په کور کي سبقونه تکراروي.
سیاسي حالت ورځ تربلي خرابیږي، اکثره وخت مجاهدین په سپینه ورځ د ښار په زړه کي پر دولتي پوستو ټکان کوي، یودم په ښارکي چوپتیاخپره سي اوخلک په کورو کي بند پاته وي.
عسکر بیا بې پوښتني ځوانان نیسی، کورونو ته د تلاښۍ په پلمه ننوځي او ان په یو او بل نامه یوازي هغه کسان ډیره قرباني ورکوي، چي د هیڅ چا پلوي نه دي او خپلو اولادونو ته یوه ګوله حلاله ډوډۍ پیداکوي.
دغو ناخوالو بشیراحمدنور هم زړه تنګی کړ، خو له درسونو سره مینه يې لاهم پیاوړې کیږي او کله چي له راډیو څخه کوم وطني شعر اوري پر زړه يې ښه لګیږي، خو لیکلای يې نه سي.
اوس نو بشیراحمد ځوان دی، زړه يې د هیواد پر ناخوالو ډېردردیږي، مګر د شعرپه ژبه يې د اظهارولو په چم نه پوهیږي.
هغه د لوی احمدشاه بابا بیت دی، چي «شیرین عمر،چي تیریږي درېغه درېغه »
په رښتیاهم وختونه یوپه بل پسي روان دي، دچا انتظارنه کوي او بشیراحمد هم په دغو ترخو حالاتو کي د زده کړو لمن نه پرېږدي، ځکه پوهیږي، چي اصلي سکون او پرمختګ په پوهه کي نغښتی دی.
اوس بشیراحمد د محمد هوتک دشپې لیسې د یولسم ټولګی زده کوونکی دی هغه ځیني وخت په ټولګي کي د پښتو له ښوونکي څخه د شعر لیکلو پوښتنه کوي او ځیني وخت عملا شعرلیکلو ته قلم راواخلي یوڅه ولیکي اول سر خوند ورکړي، خو وروسته یې زړه نه په خړوبیږي.
له دې وروسته، نو دی له خپل نوم سره د «بشارت» تخلص هم لیکي.
ښاغلی بشارت په ۱۳۸۶کال دیادی لیسې څخه په اعلی درجه بریالی سو، چي نوره يې هم شعراوشاعرۍ سره مینه په زړه کي په غورځنګ سوه، اوس نوپه ورځ او دوو کي کله یو اوکله دوه شعرونه هم ولیکي یوازی يې خپلو نژدې ملګرو ته وايي، نور چاته ږغ نه کوي.
بشارت په ۱۳۸۷ کال کي د لوړو زده کړو لپاره د کانکور ازموینه ورکړه، خو د ادبیاتو پوهنځي پرځای دکابل پوهنتون (عامه اداره او منجمینټ) پوهنځي ته بریالی سو، چي د پوهنځي د ناخوښۍ له امله يې هغه پوهنځی تعقیب نه کړ.
دا چي د ده طبیعت اوذوق له ادب سره جوړ وو، نو په ۱۳۹۱ کال د کندهار د ښوونکو د روزني عالي مؤسسې پښتو ادبیاتو څانګي ته شامل او په ۱۳۹۳ کال يې په پوره بریالیتوب د ۱۴ سند ورڅخه ترلاسه کړ، دا چي د یادو دوو ټولګیو نومرې يې ښې وې نو د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ادبیاتو په درېیم ټولګي کي ومنل سو او په ۱۳۹۵کال له پوهنتون څخه هم په لوړه نومره لیسانس فارغ سو.
بشیراحمد بشارت د زده کړو ترڅنګ په بیلا بیلو مشاعرو او ادبي ناستو کي فعاله ونډه اخیسته او په ځینو مشاعرو کي د غوره شاعر ستایلنیکونه هم ورکول سوي دي.
هغه د لوکندهار د ادبي بهیر له مخکښو کسانوڅخه ؤ.
بشارت یوه چاپ سوې شعري ټولګه هم لري، چي (د وږمو د قدم نخښي) نومیږي، دا شعري مجموعه په ۱۳۹۰لمریز کال د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست لخوا د زر ټوکو په تیراژ په ښه صحافت خپره سوې ده.
(د وږمو د قدم نخښي) دوه سوه مخونه لري، د شاعرۍ رنګ يې د میني پستې خبري، د وطن او هیوادوالو پر روانو حالاتو زړه سوی او په ځینو شعرونو کي د افغانستان د ښې راتلونکي هیلي او د ځوانانو د هڅوني معنوي پانګه هم پکښي څرکونه وهي.
بشارت یوازي شاعر نه ؤ،هغه له پوهنتون څخه ترفراغت وروسته د شاعرۍ ترڅنګ له خپل مسلک سره سم مقالو لیکلوته هم ملا تړلې وه، چي اکثره مقالې يې د لیکوالۍ په تول پوره ګڼل کیدای سي.
ویل کیږي، چي دغه کندهاری شاعر او لیکوال د روان ۱۳۹۸لمریز کال د مرغومي میاشتي پرنهم سهار د کورنۍ شخړي په سبب د خپل کاکا زوی لخوا دوه ځایه پر( سراوغاړه) په مرمۍ وویشتل سو، چي روغتون ته پر لاري يې د شهادت جام نوش کړ.
نوموړي په ۱۳۸۵لمریز کال کي واده کړی ؤ.
له شهید بشارت څخه یوه کونډه میرمن، درې لوڼي او یو زوی پاته دي.
بلي ډېوې ته د بقا لپاره ژوند تېروم
د ښکلو سترګو د سودا لپاره ژوند تېروم
چي په هوا سي (بشارته !) زما له لپي څخه
ترعرشه تلونکي دې دعاء لپاره ژوند تېروم
یادونه: دغه لیکنه د بشیراحمد بشارت په لومړۍ یاد غونډه کي ولوستله سوه
۱۶ – جنوري – ۲۰۲۰