غاټول

زه او غاټول د شبنم
په تمه یو
کاش زه اوښکه وی
د غاټول په پاڼو به
شبنم شوې وی
.
.
.

ژوند

ژوند تر هندارې پورې هم
زما ملتیا ونه کړه
هغه هنداره کې نرګس
او څو غاټول وو زما
.
.
.

خاموشي

د خاموشۍ په زلفو ټال
وهمه ګوندې زما
د زړګي چیغې واوري
.
.

قافله

د اوښکو قافلې یوازې
دردمندو زړونو ته
مینه ور کوي
.
.
.

ناوې

څو پاولیو شور جوړ
کړ زما د خاموشۍ
ناوکۍ ساه ورکړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *