اغامحمد قريشي

بدلون اوونيزه دريمه ګڼه

پوهان وایې د هر هیواد ملت چې له ډېرو قومونو، ژبو، نژادونو او رنګونو جوړ وي، ملي یووالی پکې د هغو هیوادونو چې ټول د یوه قوم، ژبې، نژاد او رنګ وګړي اوسي ستونزمن کار دی؛ افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې دی چې پکې مختلف اقوام او د مختلفو ژبو ویوونکي وګړي د افغان ملت

تر نوم لاندي ژوند کوي، له موږه د وروستي معاصر وخت جګړو، انقلابونو او د سیمي او نړۍ استخباراتي پټو سیاستونو هر څه ګډوډ کړي، او زیات شمیر خلک یې لار ورکي کړي، ځکه  مو هره سیاسي لیکنه د جګړو، وینو، غمونو او ویرونو په کرښو او عبارتونو پیل، تازه او پای ته رسي.

دا به مو درک کړې وي چې په افغانستان کې د ملت پر دولت او د دولت پر ملت د باور ګراف ټیټ سوی، ملت وایې دولت ګرم دی، او دولت خو هسي هم ځان ایله واجب الاحترام ګڼي، د انقلابونو، جګړو او وینو تویونو پایله دا سوه چې موږ ملي او ټولیز باور له لاسه ورکړی. د معاصرې نړۍ په ۲۱مه پېړۍ کې هم موږ له قومي انحصاري سیاستونو کار اخلو، ځینې یې مجبوریت بولي، ځینې د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړو یواځنۍ لار او ځیني نور یې غیر مشروع عمل بولي، د قوم مشر که مشروع او یا غیر مشروع، پوه او یا ناپوه وي مخته او ټول خلک په پسې دي، دا ډول قومي سیاست ناوړه پایلې او د ډیموکراتیکو هڅو د وژلو لپاره زهر دي، دې ډول سیاسي جوړښت ته په سیاسي ژبه ګلیې سیسټم وایې، د ساري په توګه د رمې مږ مخته او ټوله رمه په پسې وي، په عیني بڼه د قوم تش په نامه مشر مخته او قوم په پټو سترګو په پسې وي، قوم دومره وېښ سوی نه دی چې د خپل مشر د سمو او ناسمو کړنو په اړه فکر وکړي.

معلومه ده چې د قومونو مشري تر ډېره زاړه وګړي کوي، هغوی نالوستي او د ملت له غمه ځکه ناخبره دي چې فکر کوي شخصي ګټی یې تر عامه او ملي ګټو اړینې دي،  قوم یې سوله غواړي، خو د قوم د مشر غوښتنه جګړه وي، ځکه په جګړه یې ګټي او د قومي مشرتابه د مصئونیت خبره ده، د ولس د سیاسي پوهي او ټولیزي وېښتیا لپاره تر اوسه کافي څه نه دي سوي، لږ ورته په دې وایم چې دا ډول ټولیزي او ملي هڅې باید منسجمې او د یوې پراخي ملي ستراتېژۍ پر بنسټ ترسره او اجرا سي، چې ولس له خوبه وېښ او خپل مسئولیت درک کړي.

له بل لوري د ښار او کلي ترمنځ روانه جګړه له لسیزو لیدل کېږي او عملاً هم روانه ده، هیڅ یوه حکومت هم ورته پام و نه کړ، کلیوال مجاهدین او القاعده او د ښار خلک د کفارو ملګري بلل کېږي؛ بله پټه فکري جګړه د ځوانانو او زړو ترمنځ ده، زه زوړ هغه ته نه وایم چې په عمر زوړ وي، زه زوړ هغه ته وایم چې فکر یې زوړ وي، موږ وینو چې د قومي سیاست پلویان او د زړو فکرونو پلویان د ځوانانو فکر وژني او نه پرېږدي ځوانان پرمختګ وکړي او د یوه ملي ځواک په توګه د هیواد سرنوشت مثبت لور ته بوزي.

په ډېرو بحثونو کې د زاړه فکر له خاوندانو سره مخ سوی یم، هغوی ته تشي په نامه خبرې پاته سوي، په عمل کې یوه خاشه هم د ټولیزو او ملي شتمنیو د مصئونیت او ګټي لپاره نه پورته کوي، له ولسوالۍ یې د خپل قوم په استازیتوب پایڅې را پورته کړي وي، ته به وا، راغلی له والي صاب یا قومندان صاب څخه د خپل قوم حق غواړي، لومړی د جناب (والي ، قومندان…) لاس ښکلوي، سمدستي ورته مخي ته د غنمو او یا یوې نمرې ځمکې غوښتنلیک اېږدي، قوم ته چې ورسي ځواب یې دا وي چې نن مې له والي صاب سره لیدنه ونه سوه، زه وینم، ډېر د زاړه فکر لرونکي وګړي پر ځوانانو باندي ملنډي وهي چې دا د انګریزۍ او کمپیوټر خلک دي، په نور څه نه پوهېږي.

 هیله ده تاسو زما له دې کلمې (زوړ فکر) څخه بله معنی وانه خلئ، تر بل هر فن او علم د اسلام مبارک دین کې متمدنوالی او پرمختګ نغښتی دی او دا هم رانه هېر نسي چې هیڅکله زما په دې ټکو زه د مشرانو تحقیر نه کوم، دهغوی احترام پر ځوانانو لازم دی، خو ځوانانو ته باید فرصت ورکړل سي چې د حکومت او مدنې ټولنې ماشین د ځوان فکر او ځواکمني نیرو په مټ مثبت لور ته وڅرخوي.

ددې ستونزې د حل لاره داده چې د هیواد په کچه دولت د یوې مناسبې ملي ستراتېژۍ له مخي د حکومت په چوکاټ کې ځواني انرژۍ ته ځای ورکړي او پر دې باندي په دوامداره توګه فکري او شعوري او سیستماتیک کار وسي، چې جرګه، مشوره، او فیصله زړو ته پاته سي، مدني او حکومتي ماشین ته ځوانان له نوو فکرونو او زده کړو سره ور وړاندي سي، چې نه قومي سیاست پالي او نه یې هم جیبونه دومره لوی دي چې په یوه وخت کې پر افغانیو سربیره پکې ډالر، تومن او کالداري ځای سي؛ د هیواد ځوانان، ښځي او فقیره طبقه تل له صحنې لیرې پاته سوي، د نجات لپاره یې یوه حللاره هم سته، چې هغه د یوې ښې او ملي ستراتېژۍ له مخي د هغوی و ملي او مدني صحنې ته ننویستل او له طرفینو ګټه اخیستل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *