د انساني ډلبندی له مخې ځوان قشر د شمیر په لحاظ تر ټولو بډایه او غني قشر دی او په یوه ټولڼه یا په لویه کې په یوه هیواد کې ترټولو زیات ځوانان تر سترګو کیږي چې د ځوان قشر په ترکیب کې ځوان هلکان او ځوانې نجونې شتون لري چې د جنسیت په لخاظ دغو دواړو طبقو ته په عموي ډول ځوان قشر وایي دځوان قشر دواړه طبقې (ځوان هلکان او ځوانې نجونې) په هر ډګر کې ښه استعدادونه او وړتیاوې لري ځکه چې دکار کولو ښه فعاله انرژي لري او که دځوانۍ په دغه زرین او طلائي پړاو کې دغه انرژي په ښه او سالم شکل په مؤثرونو کارونو او فعالیتونو کې په مصرف ورسیږي نو ډیر زیات مثبت تحولات او بدلونونه به رامنځته شي او دیوې ټولڼې وګړي به دلویو پرمختګونو او لاسته راوړنو شاهد وي ځکه چې دځوانې انرژی په مصرف سره په یوه ټولڼه کې په شدت او چټکتیا سره مثبت تحولات او انقلابونه رامنځته کیږي خو که خدای مه کړه د دغه غښتلي ځوان قشر دغه فعاله کاري انرژي په نا مناسبو ځایونو کې په مصرف ورسیږي نو ټولڼه به په هر لخاظ دلویو کشمکشونو او تشنجاتو سره مخامخ شي او ځوانان به په خپلو کې سره ټکر وي او د یوه او بل د تخریب کولو او کمزوري کولو هڅې او تلاشونه به کوي نو د دې لپاره چې د دې ټولو تشنجاتو او کشمکشونو څخه په وخت او زمان مخنیوی شوی وي ځوانان باید خپله کاري انرژي په مثبتو کارونو کې مصرف کړي چې نوښتونه او ابتکارات رامنځته شي.