کتاب لوستل انسانانو ته ذهني سکون ورکوي او انسان د سیالانو سیال ګرځوي.
که غواړئ چي ژوند  روښانه لورې ته روان سي؛ نو کتاب مطالعه کول مه پرېږده او یا هم په ژوند کي که د ستونزو څخه سر ټکوې؛ نو حل لره یې په کتابونو کي ولټوه.
زه چې ډېر کله خسته سم؛ نو کتاب را واړوم او لوستل یې پیل کړم.
زما په اند په دنیا کي تر ټول قمیتي شی کتاب دئ او نه هم کتاب بیه لري.
هر انسان باید د ورځې او یا د شپې له خوا یو کتاب مطالعه کړي، تر څو ذهن یې پراختیا پیدا کړي، ژوند به روښانه سي او د ښه ژوند کولو په اصولو باندي پوه سي.
خبره را لنډ وم د (غواړئ، ژوند مو ښکلی شي؟) تر عنوان لاندي کتاب حضرت عثمان نوري په خپل زیار سره له انګلېسي ژبې پښتو ژبې ژباړلی دئ. د نوموړي دا لومړۍ او دوهمه هڅه نه بلکې له دې وړاندې یې ۲ نور ژباړل شوي کتابونه هم چاپ شوي دي او دا یې دریمه نوښتګره هڅه ده.

ځوان ژباړن حضرت عثمان نوري

ددې کتاب منځپانګه پر اراوپوهنه باندې ولاړه ده او د ژوند ښکلا ۲۶ لارښووني په کي بیان سوي دي.
دا هم راښيي چې ژوند مو څنګه رنګینولای سئ؟ همدارنګه دغه لاره راته په ګوته کوي چې په ژوند کي موخې ته څنګه ورسېږو؟
په دې کتاب کي نور ګڼ عنوانونه هم سته چي زموږ پر ورځني ژوند باندې مثبت اغېز لري او اراده مو په عمل بدله وي.
په اخر کي به دا یوه بله خبره هم درته وکړم چي د مایوسۍ څخه مو هم ژغوري او ژوند ته مو متوجه کوي.
دغه کتاب اتازه سهار خپریدونه ټولنې چاپ کړی دئ او لوستونکي کولای سي چې د جلال اباد ښار په اسحاقزي مارکېټ کي تر لاسه کړي.
په پای کې ښاغلي نوري صاحب ته ددغه کتاب د چاپېدو مبارکي وایم، په دې هیله یم چي دا د ژباړې لړۍ نوره هم جاري وساتي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *