تاند- افغان کرکټ ټیم وروسته تر دې چې د ۲۰۱۵ نړیوال جام یو ورځنیو لوبو ته غوره شو، په عربي متحد اماراتو کې یې له کینیا سره نژدې ټول ټیم په څلور ورځنۍ لوبه کې بدل کړ.

دغې نوې ډلې په لومړۍ ورځ لوبه کې چې په دوبی کې روانه ده ښه باولنګ وکړ خو بیټنګ یې هغسې ونه کړ چې پکار و.

کینیا لومړی بیټنګ وکړ او په ۱۶۲ منډو یې ټول لوبغاړي وسوځیدل. په ټیسټ لوبو کې تکړه افغان باولر عزت اله دولتزي د کینیا دوه لوبغاړي وسوځول، سید شیرزاد هم دوې ویکټې واخیستې، یمین احمدي او نسیم هم دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل، یو ویکټ جاوید احمدي او یو هم فاضل نیازي خپل کړ.

په بیټنګ کې بیا  د افغانستان شپږ لوبغاړي د یوازې ۶۹ منډو په جوړیدو وسوځیدل. د سر په لوبغاړو کې یوازې رحمت شاه نسبتا ښه لوبیدلی چې ۲۴ منډې یې کړي او نه دی سوځیدلی.

دا غوره ده چې افغانستان تر نړیوال جام لوبو پورې نوي لوبغاړي تجربه کړي، خو په ټسټ میچ کې د داسې لږ عمره لوبغاړو لوبول ښایي ښه پریکړه نه وي، دوی د ټسټ تجربه نه لري. ممکنه وه چې درې څلور نوي لوبغاړي په دې ډله کې شامل شوي وای او نور تجربه کاره وای.

بل لور ته نړیوال جام لوبو ته د افغانانو بریالیتوب ته په هانګ کې د کرکټ شورا چاروکي هوسیږي.

هانګ اوس غواړي چې د شپږو هیوادو تر منځ د کرکټ ټورنمنټ پراخ کړي. روان کال دغه لوبې له ټاکلي جدول سره چې باید د دې میاشتې په ورستیو کې شوې وای، خو ونه شوې. دا لوبې د دې لپاره لغوه شوې چې د دې لوبې لګښت چا په غاړه وانخیست.

د هانګ کانګ د کرکټ ټولنې مشر مایک واش وایي، هڅې روانې دي چې راتلونکی کال دغه ټورنمنټ پراخ شي.

یو شمیر هیوادونو لکه افغانستان او ایرلنډ پخوا د هانګ په ټورنمنټ کې برخه اخیستې وه چې اوس د هانګ کانګ د کرکټ شورا هیله لري چې نړیوال جام لوبو ته به د افغانستان بریالیتوب په هانګ کې چارواکي وهڅوي چې راتلونکی کال بیا په نسبتا ډیر لګښت او ښو امتیازاتو په هانګ کانګ کې د کرکټ لوبې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *