که څه هم په نړۍ کې د ځيرکو ټيليفونونو (Smartphones) کارونه ورځ تر بلې زياتېږي، خو بياهم د هغوی د چارج ساتلو ستونزه هماغسې پرځای پاتې ده. د نړۍ د ګرځنده ټيليفونونو باوري کمپنيو ترڅنګ پر سامسنګ او اېپل کمپنيو هم دا نيوکه کېږي چې ځيرک ټيليفونونه يې تر ډېره چارج نه ساتي.
همدې ستونزې ته په کتو د يادو ټيليفونونو د چارج د سپما لارې چارې په لاندې توګه دي:
– د شونتيا تر بريده مو د خپل ځيرک ټيليفون لپاره اصلي يا د همدې کمپنۍ چارجر، چې د همدې ټيليفون لپاره جوړ شوی وي، و کاروﺉ.
– د شپې له خوا تر ډېره وخته پورې خپل ځيرک ټيليفون په چارج کې مه پرېږدﺉ، ځکه چې د ټيليفون بټرۍ د چارج له پوره کېدو وروسته د نورو الکترونونو د ساتلو وړتيا نه لري او د چارجر الکترونونه په زوره بټرۍ ته ننووځي، چې په پايله کې د بټرۍ د پړسېدو لامل کېږي او د چارج ساتلو ځانګړتيا له لاسه ورکوي.
– د ځيرک ټيليفون د روښانتيا (Brightness) کچه مو راټيټه کړﺉ، په تېره بيا د هغه ټيليفونونو چې پرده يې لويه وي.
– ځيرک ټيليفون مو په داسې چاپېريال کې وساتئ چې د تودوخې کچه يې نسبتاً ټيټه (يخه) وي. د زياتې تودوخې په چاپېريال (ګرمۍ) کې د ټيليفون ساتل د بټرۍ چارج راکموي.
– هغه اپلېکېشنې چې ډېرې نه کاروﺉ غيرفعاله (Disable) کړﺉ. اپلېکېشن د ټيليفون چارج په پټه توګه خوري، نو ښه خبره داده، چې دا اپلېکېشنې يا له سره له ټيليفونه لرې کړو او يا يې هم غيرفعاله کړو.
– د ځيرک ټيليفون GPS, Bluetooth, wifi, Ari gesture, data او يا نور هغه شيان چې انټرنېټ پورې اړوند وي، د اړتيا تر کچې راټيټ کړﺉ، په تېره بيا د Mobile Data چې د چارج خوړلو لويه سرچينه ده.
– کله چې د پوښښ له سيمې وتلي ياست، د ځيرک ټيليفون Airplane Mode مو فعاله کړﺉ، ځکه چې په دې وخت کې ټيليفون په مکرر ډول د سګنل په لټه کې وي، چې د چارج خوړلو سبب ګرځي.
– تل مو په خپل ځيرک ټيليفون کې له Power save mode څخه ګټه واخلئ.
– د ځيرک ټيليفون چارج مو د صفر تر کچې هيڅکله مه راټيټوﺉ، هرکله يې چې د چارج کچه تر ۲۰٪ يا له دې ټيټه وي، نو چارج سره يې وصل کړﺉ.
– د لړزې (Vibration) پرځای له ټيټ غږ څخه کار واخلﺉ، ځکه چې لړزه د غږ په پرتله زيات چارج خوري.
– د کمرې فلش يا څراخ د کارونې کچه هم راټيټه کړﺉ او د ورځې له خوا خو يې له سره مه کاروﺉ ځکه چې څراغ هم د اضافي چارج خوړلو سبب کېږي.
– د پردې د چالانېدلو وخت (Screen time out) مو هم تر کمې کچې راټيټ کړﺉ؛ د بېلګې په توګه: 5 ثانيې او يا 10 ثانيو ته يې راټيټ کړﺉ.
– خپلسري Updates, Synchronization هم غيرفعاله کړﺉ.
– او که ددې ټولو لارو چارو په کارولو سره بيا هم د چارج پر سپما بريالي نه شوﺉ، نو ښه به دا وي چې يوه بله اضافي بټرۍ هم ځان سره وساتئ.