زموږ ځينې اوسني ځوان شاعران چې کله شعر ليکي دا خبر یې هرومرو تر غوږ و رسيږي، چې شعر هرڅوک ليکلی شي، خو نثر هر څوک نه شي ليکلی. دا خبره د دې شاعرانو پر افکارو باندې ډېره بده اغيزه شيندي. سره له دې چې له شعر ليکلو څخه لاس نه اخلي. خو بیا هم دا خبر دوى ډېر کمزوري کوي.

حال دا چې بايد شاعر دا خبر خپل د ذعف ټکی ونه ګرځوي باید داسې شعر وليکي چې دا خبره پرې غلطه ثابته کړي. دې ته فکر و کړي چې زما په شعر کې څه کمی دی؟

 ایا زما شعر د نورو تکړه شاعرانو سره پرتله کيدای شي؟

ایا زه په همدې کته ګورۍ کې راځم چې زما شعر به د لوستلو وي خو د خوند نه؟

ما په خپل شعر کې ټولنې ته څه پيغام وړاندې کړی دی؟

 ایا زما په شعر کې داسې څه شته چې د لوستونکي ذوق پرې خړوب شي؟

او دا دې هم له ځانه و پوښتي چې، زه مې د خپلې ټولنې رښتينی ترجمان یم که نه؟؟

وروسته له دې پوښتنو دې ځواب په لټه کې شي كه ځواب هو وو، نو دی تکړه شاعر دی.

دده په اشعارو کې ذوق، هنر، پېغام، انګېزه او د ټولنې ترجماني هر څه شته دي.

او که ځواب نه و نو دی دې د ده په لټه کې شي چې څنګه کولای شم چې دغه ځانګړنې خپل شعر کې خوندي کړم. تر څو زه شاعر و بللای شم، داسې شاعر چې تل د خپلې ټولنې ترجمان وي.

او زموږ د دې ستړي خلکو فکرونو ته ارمتیا ور په برخه کړي. ځکه هغه خبرې چې یو شاعر یې په شعر کې وړاندې کوي،یو ليکوال یې په نثر کې نه شي وړاندې کولی، که یې وړاندې هم کړي، نو لوستونکي پوره خوند نه شي ترې اخيستی، چې د شاعر له شعر څخه یې اخلي.

دلیل یې دا کيدای شي چې شعر موزن آهنګ لري، موزون آهنګ د انسان په فطري خواصو باندې ډېره زر اغيزه شيندي، او همدا راز په شعر کې شاعر له داسې ادبي فنونو څخه کار اخلي چې د یوې کليمې، یوې جملې په توګې سره د يوى خبرې ښکلا او ماهيت دوه برابره پورته وړي. دا شاعر دې په خپل شعر کې الفاظ داسې یو تر بله و تړي چې، د لوستونکي ذهن بلې خواته لاړ نه شي، مانا دا چې دا الفاظ یو تر بله اړيکه و لري.

دا شاعر بايد سل په سلو کې په خپلو الفاظو باور ولري، خپل الفاظ باید ورته ځواکمن ښکاره شي،  ځكه ځواکمن الفاظ شعر غني کوي.

داسې تشبېهات دې په خپل شعر کې ځای پر ځای کړي، چې شعر ته ځانګړې ښکلا ور په برخه کړي. مانا دا نه چې شاعر دې قوي تشبه و کاروي، او خپل قلم دى د قوي تشبې په کارولو  سره ستړى کړي.

بلکې یوه ساده تشبه هم کولای شي، چې یو ښکلی انځور جوړ کړي. دا شاعر چې تل د ټولنې د وګړو لخوا توهين کېږي، هڅه دې و کړي داسې اشعار دې و ليکي چې، خلکو ته دا په ډاګه کړي چې شعر هم هر څوک نه شي ليکلای او نه اسانه کار دی.

او هغه څوک چې صرف په نوم شاعر دی، په شعر کې یې داسې کوم څه نشته هغه ته موږ شاعر نه شو ويلای. دا منم چې اوس زموږ په ټولنه کې شاعران ډېر دي، خو موږ بايد د شاعر او ماير توپير و کړو، هيله ده چې تر خپلې وسې پورې مې دا خبره غلطه ثابته کړي وي، چې شعر هر څوک ليکلی شي، خو ثنر هر څوک نه شي ليکلای.

 خو نه شعر هر څوک نه شي ليکلای، د سم شعر لپاره سم شاعر ته اړتیا وي. پاتې شوه د نثر خبره نثر، ليکل هم ځان ته اصول او مطالعه غواړي، خو موږ نه شو کولای، چې نثر له شعر سره پرتله کړو. څوک چې ښه شعر ليکلی شي ښه شعر دې و ليکي، او څوک چې ښه نثر ليکي ښه نثر دې وليکي. زموږ  د پښتو ادب د ماهيت او د غني والي کچه په دې ډول  لوړه تللی شي، داسې نه چې یو سپک کړو بل پورته.

تر خپلې وسې چې هر څوک هر څه ته په ښه توګه كار کولی شي، ویې دې کړي که نثر وي که نظم.

3 thoughts on “د ځينو اوسنیو شاعرانو نيمګړتیاوې/ عابده سپوږمۍ”
  1. سپوږمۍ خوری ستاسو لیکنه پرځای ده . مونږ به خپلو ځوانانو ته چانس ورکړو چی دوی مشق او تمرین وکړی، خپل شعرونه ولیکی ، خپل افکار ، ذوق ، هنر او پیغام ټولنی ته وړاندی کړی. که رښتیا هم دوی په خپل شعر کی د ټولنی ترجمانی کړی وه او ولس ته د قبول وړ وو ، نو ښه به وی. دوی به نور هم رشد وکړی او په پای کی به د سترو شاعرانو په کتار کی حساب شی . هغوی چی خپل اصلی رسالت نشی پرځای کولی دوی باید خپل ضعف ته متوجی کړل شی.

  2. ستا دضعـف ته زما دغه کمزورتیـاده *** چه په تـانـدکې مې نیـوکه یوځــل بیاده
    ګرانې خورې سیلۍ! ددې سپیروخاورواو جنګ ځپلي دورې، نیمګړي شاعران ؛ پیړۍ دوې وروسته کیدائ شي چه ډیرپیاوړي وي… که چیرې مونیمګړتیاوې لیدلې په مخامخ هغه چا ته ووائې چه دغلته
    غلطي ده سمه ئې کړه او یاخپل نظرورکړه ، دا به پښتو ته ستره مرسته وي ۰
    په پارسۍ که څوک ووائې چه : (اوګندنه هوئ ګِل سرشوئ ) نوټول به ورته وائې چه (واه ،واه چقدرعالې). خوکه څوک په پښتو ولیکي چه:۰
    پښې مې ماتې ، لاس مې مات، جامې شلیدلې*** شــهیـدان راتــه پراتــه دي ډلـې،ډلـې
    دلته تاسوته شعر ضعف لري،خو لیکونکي ته زورورښکاري .شاعردلته له یوې خوا پښتون مړئ ژاړي او له بلې خوادپښتوماتې او ګوډوپښواوشلیدلې جامو(بیعزتئ) ته ژاړي.او له ډلو،ډلونه ئې مطلب کتګوري نه بلکې شمیرئې ده .اویا
    مابرائي په خوب لیده شهدان *** زموږپه پښتو باندې ویده شهیدان
    لوستونکئ ئې د ضغف په سترګو ګوري ،لیکونکئ ئې لکه په زانګوکې چه ناسټ وي داسې احساس لري… کله چه شعرمونه ووخوښ سترګې په پټې کړئ مه ئې لوله هـرڅه آسان ،ژوندآسان ،کوردودان، دې الله په امان۰  ‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *