ليکوال: احسان الله غازي يار

لومړی برخه

ټراکتورونه  (Tractors) 

تاريخچه او پيژندنه

کرنيز ټراکټور هغه وسيله ده، چې زياتره په کرونده کې د کرنيزو وسايلو او ماشينونو د کشولو لپاره پکاريږي.

په لومړيو کې د ټراکټورونو ډير ساده ډولونه موجود وو، چې زياترو به يې د بخار قوې پوسيله کار کاوه. د بخار ټراکټورونه ډير درانه وو او توان يې هم لږ وو، چې زياترو د يو هارس پاور پورې توان درلوده. دغو ټراکټورنو زياتې انرژې ته اړتيا درلوده خو د کار موثريت يې بيا ټيټ و.

په ۱۸۹۲ميلادي کال کې امريکايي John Froelich په کاميابې سره پټرولي ټراکټور اختراع او منځ ته يې راوړ. د لومړي ځل لپاره د عمومي هدفونو ټراکټور (General purpose tractore) چې سپک وزن يې درلوده د بريتانوي مخترع Dan Albone لخوا په ۱۹۰۲ ميلادي کال کې جوړ شو. نوموړي د دغه پنځونې څخه وروسته د Ivel Agricultural Motors Limited په نوم شرکت هم منځ ته راوړ.  د نوموړي لخوا جوړ شوی ټراکټور سپک او کوچنی و. دغه ټراکټور يو مخکينی ټاير او د اوسنيو ټراکټورونو په شان يې دوه لوی شاتني ټايرونه درلودل. د دغه ټراکټور جوړونکي ته په خپل هيواد کې مډالونه هم ورکړل شول. دا ټراکټورونه په خپل وخت کې تقريبا ۵۰۰ بيلابيلو هيوادونو ته صادر کړلی شول.

4له دې وروسته نور پرمختللي ټراکټورنه هم منځ ته راغلل چې تر ډيره د بزګرانو اړتياوو ته ځواب ويونکي وو.

په کرنه باندې د (Tractors) اغيزې

ټراکټورونه د ټولو کرنیزو وسايلو او ماشينونو د کارولو لپاره اساسي او مهمه وسيله ده، چې زياتره کرنيز ماشينونه د همدې ټراکټورنو په وسيله کشول کيږي او په کرنيزه ساحه کې د استعمال وړ ګرځي.

دغه ټراکټورونه د خپل زيات ارزښت د لرلو له امله په ټولو پرمختلليو او پرمختيايي هيوادونو کې د بزګرانو لخوا کارول کيږي. دا چې ولې دغه ټراکټورونه د نړۍ په هر ګوټ کې شتون لري او دومره عام دي علتونه يې په لاندې ‌ډول دي:

  • د دغه ټراکټورونو د کار ساحه زياته ده: په دې مانا چې له دغه ټراکټرونو څخه زيات شمير کرنيزو وسايلو او ماشينونو د کشولو لپاره کار اخيستل کيږي. او همدارنګه بزګران د خپلو اموالو په انتقالولو کې هم له دغه ټراکټورونو څخه استفاده کوي.
  • کلک او محکم دي: په وروسته پاتې هيوادونو کې چې بزګران په کرنيزو ماشينونو باندې پانګونه کوي نو لومړی فکر ورسره دا هم وي، تر څو نوموړی ماشين ورته دوامداره کار وکړي او د تخريبيدو څخه په امان پاتې شي. نو دغه ځانګړتيا په دې ټراکټورونو کې له ورايه ښکاري.
  • لوړ ارتجاعيت: دغه ټراکټورونه په زياترو هموارو او ناهموارو ساحو او کرنيزو ځمکو کې د تطبيقيدو وړتيا لري. د نسبتا کوچني جوړښت او شاتنيو غټو ټايرونو په درلودلو سره کولی شي چې په مختلفو سلوپ لرونکو ځمکو کې وګرځي او فعاليت وکړي.
  • بزګرانو ته نسبتا ارزانه دي: د عمومي اهدافو ټراکټورونه کولی شي چې په يوازې ځان ډير کارونه او فعاليتونه سرته ورسوي، د بيلابيلو کرنيزو ماشينونو له کشولو څخه نيولې ان تر بار وړلو پورې فعاليتونه سر ته رسولی شي. چې په دې ډول د بزګرانو لپاره د نورو ماشينونو په پرتله ارزانه دي، ځکه د نورو ماشينونو زياتره ښيګڼې په دې ډول ټراکټورنو کې موجودې دي.
  • بې خطره دي: د دې ډول ټراکټورنو لومړنيو ډولونو ډير زيات وزن درلوده، چې په کرنيزه ساحه کې د کارولو په نتيجه کې به يې د ځمکې فزيکي جوړښت ته شديده ضربه رسوله. خو اوسني ټراکټورونه سپک وزن او رابړيڼ ټايرونه لري چې کرنيزو ځمکو ته يې خطر هم د پام وړ اندازې سره راکم شويدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *