دريمه برخه

ليکوال: احسان الله غازي يار

ريبونکی/راټولوونکی (Reaper/Binder)

تاريخچه او پيژندنه

د کوچنيو ساقو لرونکو نباتاتو يوه مهمه او اساسي مرحله ريبل او راټولول دي، چې دا عمليه په پخوانيو وختونو کې او اوس په ډيرو پرمختيايي هيوادونو کې د لاس او لور پوسيله سرته رسيږي.  د دې لپاره چې د لاس پوسيله د کرنيزو نباتاتو ريبل او راټولول په تيره بيا په لويو کرنيزو ځمکو کې يو لوی مشکل او ستونزمن کار و.

د همدې هدف لپاره پوهان د داسې يو ماشين په فکر کې شول، چې دغه کرنيز نباتات په اسانې او چټکې سره وريبي او هم يې راټول کړي.

د دغه ريبونکو او راټولوونکو ماشينونو پوسيله کولی شو چې د نرمو ساقو لرونکي نباتات لکه، غنم، وريجې، اوربشې، او داسې نور زيات کرنيز نباتات وريبو او يا يې راټول کړو.

ريبونکي ماشينونه د لومړي ځل لپاره په لويه بريتانيا کې په ۱۸۰۰م کې ليدل شويدي او په امريکا کې هم له بريتانيا څخه يوه دوې لسيزې وروسته تر سترګو شويدي، خو زياتره يې د دې له امله چې سم کار به يې نه کاوه، له ناکامۍ سره مخ شويدي.

په ۱۸۳۰م کلونو کې امريکايي مخترعينو هر يو Obed Hussey او Cyrus McCormick په کاميابې سره ريبونکی ماشين منځ ته راوړ. Cyrus McCormick چې د ريبونکو ماشينونو کمپني درلوده، د نوموړي کمپنې ماشينونه ډير مشهور شول، همدارنګه نوموړي ته د ريبونکي ماشين د اختراع کريډيټ هم ورکول کيږي.

خو د دغه لومړنيو ماشينونونو د حاصلاتو راټولولو ستونزه تر ډيره وخته پورې لا په ځای پاتې وه، ځکه دغه ماشینونو يوازې کولی شول، چې حاصلات وريبي خو راټولولی يې نه شول. خو په ۱۸۵۷م کال کې د Marsh وروڼو د ريبونکي ماشين سره داسې يو ساختمان يو ځای کړ، چې راټول شوي حاصلات به يې خپل ټاکلي ځای ته رسول. د حاصلاتو راټولولو طريقه يې ډيره ساده وه او کارګرانو ته يې هم اړتيا درلوده، کارګران به په ريبونکي ماشين باندې ولاړ وو او حاصلات به يې د ريبونکي ماشين د راغونډولو ساختمان ته راکيکاږل. په ۱۸۷۲م کې راټولوونکی ماشين چې نسبتا ښه کار يې کاوه، د Charles Withington لخوا اختراع شو.

د حاصلاتو په راټولوونکي ماشين کې داسې ساختمان ته هم اړتيا وه، تر څو راټول شوي حاصلات له راجمع کولو وروسته وتړي او کيډۍ يې کړي. د Withington په راټولوونکي ماشين دغه ساختمان د يو مزي په شکل و، چې راټول شوي حاصلات به يې ګيدۍ کول، خو د ګيدۍ کولو دغه ميکانيزم زياتې ستونزې درلودې. له دې وروسته دحاصلاتو د راټولولو لپاره په د William Deering لخوا په راټولوونکي ماشين کې د Twine and Knotter په نوم ساختمان جوړ شو، چې د راټولو شويو حاصلاتو د تړلو لپاره پکاريده.

لومړني راټولوونکي ماشيونونه د حيواني قوو پوسيله کار کاوه، له هغه وروسته ماشينونه د ټراکټورونو پوسيله کاريدل. د Combine harvester ماشينونو په اختراع سره چې هم يې ريبل او هم يې راټولول کولی شول، د راټولوونکي ماشين ارزښت هم کم کړل شو. په اوس وخت کې هم په غرنيو سيمو کې او د هغوی په لمنو کې له دا ډول ريبوونکو او راټولوونکو ماشينونو څخه کار اخيستل کيږي.

په کرنه د (Reaper/Binder) اغيزې

دا چې د حاصلاتو له مهمو مرحلو څخه د دوی ريبل او راټولول هم دي، نو په دې لحاظ انسانو په خپل بشري ژوند کې له بيلابيلو تخنيکونو څخه کار اخيستی، تر څو حاصلات وریبي او هم يې راټول کړي.

په پخوا وختونو کې چې د خلکو د عايد او غذا له لويو سرچينو يوه مهمه سرچينه کرنه وه، نو د دې لپاره به دوی زياترو په خپلو کرنيزو ځمکو کې حبوبات او غله جات کرل. د دغو کرنيزو حاصلاتو د راټولولو لپاره به دوی په سره لمر او د اوړي په اوږدو ورځو کې د لاس پوسيله د حاصلاتو په راټولولو بوخت وو. دغه کار هغه بزګرانو لپاره ډير ستونزمن و، چې زياتې کرنيزې ساحې به يې درلودې. دوی د خپلو کرنيزو حاصلاتو د راټولولو لپاره بيلابيل ماشين الات اختراع او په خپلو لويو کرنيزو ځمکو کې يې ورڅخه استفاده پیل کړه.

د ساده او نورو پرمختلليو ماشين الاتو لکه: کمباين په پرتله ريبونکي او راټولوونکي ماشينونه لاندې ځانګړتياوې لري:

  • د دندې پراخه ساحه: دغه ماشينونه د زياتره نرمو ساقو لرونکو نباتاتو لپاره کارولی شو.
  • لوړ توافق: دا ډول ماشينونه د هموارو سيمو تر څنګ په مختلفو نورو سيمو لکه: غونډيو، سلوپ لرونکو سيمو او ان غرونو کې هم کارولی شو. دا ځانګړتيا يې د دې لامل شوې، چې په ځينو سيمو کې دغه ماشينونو ته د کمباين په پرتله هم ترجيح ورکړو.
  • لوړ ارتجاعيت: دغه کرنيز ماشينونه د کم حجم په لرلو سره، په زياتره کرنيزو ساحو کې کارولی شو.
  • اسانه استعمال: د دغه ماشينونو کارول ډير ستونزمن نه دي، نو د ماهر شخص په نه شتون کې يې هم کارولی شو.
  • کار يې ډاډمن او اقتصادي دی. د دغه ماشينونو ډاډمنتوت (reliability) له ۹۰ سلنې څخه پورته ده او د سون موادو مصرف يې ۸ کيلو ګرامه په hm2 کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *