څلورمه برخه
ليکوال: احسان الله غازي يار
تريشر (Thresher)
تاريخچه او پیژندنه
Threshing هغه عمليه ده چې د دانو لرونکو غله جاتو له وږو او ساقو څخه د دانو بيلولو لپاره کارول کيږي.
د غله جاتو له وږو او ساقو څخه د دانو بيلونې مرحله په پخوا وختونو کې د لاس او حيواناتو پوسيله سرته رسيده، چې دغه کار د زيات وخت د ضایع کيدو تر څنګ زياتو کاريګرو ته هم اړتيا لرله. د ځينو دانه لرونکو نباتاتو په تيره بيا د غنمو څخه د دانو بيلولو طريقه په پخوا وختونو کې ډيره ساده وه، چې زياتره به د حيواناتو پوسيله سرته رسيده. دغه حيوانات (غوايان، خره) به په يو هموار ميدان کې د غنمو په هموارو شويو ګيډيو باندې داسې ګرځيدل چې د لرګي څخه جوړ شوی چپر به هم ورپورې تړلی و. په دې ډول به غنم له وږو څخه بيليدل او لاندې ځمکه باندې به پاتې کيدل. ميده شوي غنم به د سکو (غاښۍ) پوسيله پورته خواته اچول کيدل، چې دانې به لاندې تويېدې او بوس به د بادي قوې پواسطه بلې خواته توييدل. دا طريقه زموږ د هيواد په زياتره سيمو کې دود وه.
دغه ماشينونه د وخت په بيلابيلو دورو کې په بيلابيلو شکلونو سره څرګند شوي، په لومړنيو وختونو کې دغه ماشينونو د بشري او حيواني قوو پوسيله کار تر سره کاوه، وروسته چې د بخار ماشين اختراع شو نو دغه ماشينونه هم د بخار قوې پوسيله کار کاوه خو په اوسنيو وختونو کې چې پرمختګ خپل اوج ته رسيدلی، نو دغه ماشينونه هم په عصري ډول جوړ شوي چې له يو ماشين څخه کولی شو د زياتو موخو لپاره (ريبل، ميده کول، دانې بيلول) استفاده وکړو.
د تريشينګ لومړنی ماشين په ۱۷۸۶م کې د Andrew Meikle لخوا په سکاټلينډ کې اختراع شو. Hiram او John Pitts وروڼو ته په ۱۸۳۰م کې د لومړني بريالي امريکايي تريشر ډوله ماشين د اختراع کريډيټ ورکړل شويدی، دغه ماشين د اس پوسيله راښکل کيده. ډير وخت نه وتلی چې Hiram خپل ماشين ته بادي څرخ ورعلاوه کړ، چې دانې به يې په عين وخت کې بيلولې او پاکولې. خو بيا هم د دغه ماشينونو کار دومره اغيزمن نه و. وروسته په دغه ماشينونو کې ډير پرمختګ راغی، چې کولی يې شول دانې په بشپړه توګه د وږو څخه بيلې او پاکې کړي.
په کرنه باندې د تريشر اغيزې
د دانه لرونکو نباتاتو (غنم، وريجې، …) د راټولولو بله مهمه مرحله هم د نبات څخه د دانو بيلول دي، چې دغه مرحله په بشري ژوند کې په بيلابيلوطريقو سره سرته رسيدلې ده، خو کار يې ډير ستونزمن و، زيات شمير کارګرانو ته به يې اړتيا درلوده او د کار اغيزمنتوب يې هم دومره ډير نه و.
کله چې بيلابيل د تريشنګ ماشينونه اختراع او بازار ته راووتل، نو په کرنه يې اغيزې هم د پام وړ وې. که له يوې خوا د دغه ماشينريو منځته راتګ په کرنه کې يو لوی پرمختګ و، له بلې خوا يې په هماغه وختونو کې يو څه زيانونه هم درلودل.
د دغه ماشينونو څخه په استفادې بزګرانو وکولی شول، چې خپل ډير حاصلات هم د وخت په لږه موده کې ميده او دانه باب ترې په سمه او بشپړه توګه جدا کړي. چې دغه کارد زياتې انساني قوې د مصرفيدو څخه د مخنيوي تر څنګ خورا لوړ اغيزمنتوب هم درلوده.
د دغه ماشينونو په عاميدو سره يو څه ستونزې هم مخې ته راغلې. زيات شمير کاريګرو چې په دې ډول کروندو کې په کار باندې مصروف وو، د دې ډول ماشينونو د منځ ته راتګ وروسته اوزګار شول.