ليکوال: احسان الله غازي يار

پنځمه برخه
Combine Harvester (کمباين ماشينونه)

تاريخچه او پيژندنه

Combine harvester يا کمباين له هغه ماشين څخه عبارت دی، چې يو شمير کرنيز نباتاتو لپاره په يوازينې عمليه کې ريبل، تريشينګ او هم بوسو بيلول په يو ځايي ډول سره سرته رسوي. هغه کرنيز نباتات چې کمباين پوسيله د دوی حاصل راټولولی شو عبارت دي له: غنم، جوار، اوربشې، جودر، جوار، سورګم (Sorghum)، سويابين، Flax، لمرګلي او Canola څخه. کله چې د دغه کرنيزو نباتاتو حاصلات د کمباين پوسيله پروسس کيږي، نو د دغه نباتاتو د دانو څخه بغير برخې (ډنډرکي) کروندې شاتنې برخې ته شيندل کيږي، چې بيا له دغه پاتې شونو څخه د مالونو د تغذيې لپاره استفاده کيږي او په ځينو ځايونو کې له دغه پاتې شونو واښو څخه په کروندې کې د غذايي موادو د علاوه کولو لپاره هم استفاده کوي.

په لومړيو د سکاټلينډي مخترع Patrick Bell لخوا په ۱۸۲۶م کې يوازې ريبونکی ماشين اختراع شو. وروسته په ۱۸۳۴م کې د امريکايي مخترع Hiram Moore لخوا بريالی کمباين ماشين اختراع کړل شو. دغه ماشين کولی شول په يو وخت ريبل او تريشينګ عمليه سرته ورسوي، خو د بوسو د بادولو وسيله وروسته پکې علاوه شوه. او تر ۱۸۳۹ ميلادي کاله پورې دغه ماشينونه په دې باندې قادر وو، تر څو له ۵۰ ايکړه ځمکې څخه په يوازې ځان سره حاصلات راټول کړي. وروسته په ۱۸۸۵م کال کې د اسټرالوي پوه Hugh Victor McKay لخوا هم يوازينی تجارتي کمباين اختراع کړل شو، چې د Sunshine Harvester په نوم ياديده.

4
په لومړيو کې دغه کرنيزو ماشينونو ډير دروند وزن درلوده چې د اسونو يا د کچرو د يو ټيم لخوا به کشول کيدل. وروسته دغه ماشينونه د بخار قوې پوسيله کشول کيدل. George Stockton Berry لخوا د بخار ماشين داسې تنظيم شو چې د کمباين څخه د راوتلو بوسو څخه به يې د سون موادو په توګه استفاده کوله.

د ټراکټور پوسيله کش کيدونکي کمباينونه د دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته عام شول. په دغه دوران کې نور د پام وړ پرمختګونه هم په دغه ماشينونو کې تر سترګو شول، چې يو له دغه اسانتياوو څخه دغه هم وه، چې دې ماشينونو به راټولې شوې دانې په ډيره ښه توګه په کڅوړو کې په اتومات ډول خوندي کولې، چې بيا به ورڅخه نقليه وسيلې په اسانې سره ترې باريدلې.

په ۱۹۱۱م کې په کليفورنيا کې د Holt Manufacturing Company داسې کمباينونه توليد کړل، چې Self-propelled وو، يانې کولی يې شول چې په خپله وچليږي. له دې وروسته د Self-propelled کمباينونو ماډرن او عصري نوعې هم توليد او بازار ته يې لاره پيدا کړه.

په ۱۹۸۰م کلونو کې په دغه ماشينونو کې داسې برقي وسيلې هم منځ ته راغلې، چې د تريشينګ کولو اغيرمنتوب يې مالوموه.

په کرنه باندې د کمباين اغيزې

کمباين ماشينونه د نورو هغه ماشينونو په پرتله خورا اغيرمن او ارزښتمن دي، چې يوازې يوه ګونې عمليې سرته رسوي، لکه يوازې ريبونکي ماشينونه، تريشر او داسې نور.

کمباين ماشينونه د حاصل راټولولو هغه اغيزمنه وسيله ده چې د يو شمير مهمو کرنيزو نباتاتو حاصلات په کمه موده او بهترين کيفيت سره راټولوي.

کمباين ماشينونه د دې تر څنګ چې حاصلات ژر او په بهترين کيفيت سره راټولوي، د کاريګرانو د سپما وسيله هم ده. که چيرې دغه او دې ته ورته بل کوم ماشين شتون ونه لري، نو د کاريګرانو پوسيله د نوموړو نباتاتو حاصل راټولول زياتو مصارفو ته اړتيا لري او همدارنګه د کار اغيزمنتوب به يې هم دومره زيات نه وي. د بيلګې په ډول: که يو جريب د غنمو کرونده ولرو نو د کاريګرو پوسيله لومړی دا غنم ريبو. که د کاريګرو تعداد ۱۰ تنه وي نو کيدای شي دغه غنم په يوه ورځ کې وريبي. له هغه وروسته يو څو ورځې غنم په کرونده کې لمر ته پريږيدي تر څو هغه رطوبت چې د غنمو په حاصلاتو کې موجود وي، د لمر پوسيله ښه وچ او تريشينګ کولو یا ميده کولو ته اماده شي. بيا همدغه غنم د ۱۰ تنو کاريګرانو لخوا څخه يو مشخص ځای ته راغونډيږي، تر څو د ميده کولو لپاره يې اماده کړي، چې کيدای شي يوه ورځ په دغه ټولولو کې تيره شي. له هغه وروسته د تريشر په شتون کې دغه غنم د دغه لسو تنو کاريګرو لخوا څخه تريشر ته د ميده کولو او د غنمو دانو د بيلولو لپاره اچول کيږي، چې په دې کې هم ممکن يوه ورځ وخت ولګيږي. بله ورځ د غنمو او يا کيدای شي د بوسو په انتقال او يا په نقليه وسايلو کې په بارولو سره تيره شي. په دې سره د څلورو ورځو نه ډير وخت په دغه ساده طريقه کې مصرفيږي. خو نوموړی ماشين دغه ټول کار د يوې ورځې څخه هم په کمه موده کې ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *