په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې پرون دوشنبه د ماسپېښين په يوه بجه د ځينو وحشي انسانو په وحشي عمل کې يو تن اوه کلن تنکى ماشوم سخت ټپي شو.
دغه تنکى ماشوم هغه وخت دخوست ښار د مخابراتو رياست سره په نږدې څلور لاري کې ټپي شو، چې ځينو ظالمانو په پلاستيکي کڅوړه کې نوموړي ته په بې خبرۍ کې چاودېدونکي توکي ورکړي وو او ورته ويلي يې وو ، چې په څلورلاري کې موظفو ملي پوليسو ته يې ورکړي، چې بالاخره پوليسو ته د ماشوم په ورنږدې کېدو سره له ورايه د رېموټ توکمه وهل شوي ده، چې په پايله کې يې ملي پوليسو ته هېڅ زيان ندى اوښتى، خو له بده مرغه ددغه نازولي اوه کلن ماشوم د لاس پنجه پرې شوې او ترڅنګ يې نوموړى د نس په برخه کې دومره شديد ټپي شوى ، چې د وجود په داخل کې ټولې کولمې يې بيديا راوتلي وې.
ولايت مقام ددغه وحشي انسانانو وحشي عمل په سختو ټکو سره غندي او ددوى نه په کلکه غوښتنه کوي، چې ددا ډول سختو ظالمانه کړنو څخه لاس واخلي او له دې وروسته دې پدا ډول ناوړه اعمالو کې د تنکيو ماشومانو له ناپوهۍ څخه کار نه اخلي.
همداشان ولايت مقام د خوست د ټولو شريفو خلکو نه غوښتنه کوي، چې د ټولو ترورېستي پېښو عاملينو ته په خپلو کورونو کې په هېڅ صورت سره ځاى ورنه کړي او ددوى د ناوړه اعمالو د شنډېدو په خاطر د خپلو امنيتي او کشفي ځواکونو سره هره شېبه همکاره واوسي، ترڅو دغه ستر ظالمان او جاهلان چې زموږ د مظلوم ولس په ماشومانو هم زړه سوى نلري،په خپلو شومو پلانونو کې تل ترتله ناکام پاتې شي.
دخوست ولايت مقام يووار بيا په ټولو امنيتي او کشفي ځواکونو هم غږ کوي، چې ددغه بوږنوونکي پېښې عاملين ژر تر ژره پيدا او د سختې قانوني سزا په موخه يې د قانون منګولو ته وسپاري.
په درنښت
دخوست ولايت مقام
٢٥-٦-١٣٩٣ سه شنبه