تاند- د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو نن /دوشنبه/ په کابل کې په خپله څلور اړخیزه غونډه کې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته وبلل.

دا غونډه، چې په ارګ کې دایره شوه، دوهمه ورته غونډه ده چې د افغانستان د سولې لپاره پر اجنډا د خبرو لپاره جوړېږي. لومړۍ یې تېره دوشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه، ویل شوي:«په خبرو کې له طالب ډلو سره د سولې د خبرو د کولو لور ته د لارې د نقشې (طرحې) په جوړولو کې پرمختګ شوی دی.»

اعلامیه همداراز وايي، دوی هیله لري چې دواړه خواوې به د جګړې د کمولو او په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې په هدف د سولې خبرو ته تیار شي.

څلورو هیوادونو د طالبانو پر بېلابېلو ډلو ږغ کړی چې ژر تر ژره د افغانستان له حکومت سره خبرې پیل کړي.

دوی موافقه کړې چې د فبرورۍ په شپږمه به په اسلام اباد کې سره وویني.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د کابل د څلور اړخیزې غونډې په اړه یوه چارواکي ورته ویلي چې پرېکړه شوې چې د چمتووالي دوې نورې غونډې جوړې شي.

ده همداراز وویل:«د دغو خبرو د بیا پیلولو او د تماسونو د نیولو د څرنګوالي په اړه مختلف نظرونه شته.»

د لارې په نقشه کې به دا شامل وي چې څوک غواړي چې خبرې وکړي، څه وخت، کوم امتیازونه ورکړای شي او د هغو خلاف، چې نه غواړي خبرې وکړي، باید څه اقدام وشي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد وویل، دا غونډې د درې پړاویزې پروسې برخه دي.

«لومړی پړاو د لارې د نقشې جوړول دی، دوهم ګام دا دی چې وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته راوبلل شي او درېم پړاو د سولې د پلان تطبیق دی.»

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان له جګړې داسي ښکاري چې هیڅ لوری پکې پرمختګ نه کوي او یوازې د دواړو ښکېلو خواوو وینې بهیږي.

One thought on “د څلوراړخیزې غونډې برخوالو طالبان د سولې خبرو ته راوبلل”
  1. One question Taliban may have would be, what government positions they might have. I don’t think they will come to peace without considering positions in the Government for them.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *