۱۲ سرطان ۱۳۹۲
دافغانستان د پوهنې وزارت دپریکړې سره سم د روان ښوونیز کال  د سړو سیمو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې ( د سرطان/ چنګاښ میاشتې په ۱۵چې د راتلونکې اونۍ د شنبې له ورځې سره سمون خوري، پيلیږي او د سرطان دمیاشتې تر پایه  به  پای ته رسیږي.

د پوهنې وزارت په دغو سیمو کې  ټولوزده کونکواو ښوونکو ته خبر ور کوي چې په ټاکل شوې نیټې د ازموینو د پیل لپاره حاضر شي . د پوهنې وزارت د زده کونکو له کورنیو او مشرانو غواړي چې له خپلو ماشومانو سره د ازموینو د تیاري په برخه کې مرسته وکړي .

د پوهنې وزارت مشرتابه ټولو زده کونکو ته په رارسیدونکو څلور نیمو میاشتنیو ازموینو کې د بریا هیله کوي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *