د سولې د راتلو لارې ټول افغانان څاري په دغه لاره کې هر کوچني اولوي ګام دهر چا او هر لوري څخه د افغانانو له خوشبینیو سره مل وي هغه که د پګواش په شان دیوې نړيوالې موسسې له خوا وي که څلور اړخیزه ناسته وي اویا هم د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه راشه درشه وي ولې سوال دا دی چې دغه ناستي او منډې ترړې واقیعتونو ته په کتوڅومره د خوشبینۍ او هرکلي وړ دي؟ او څومره کولي شي چې سولې ته مو ورسوي ؟ دې پوښتنو ته د ځواب ویلو او منطقي نتیجې ته د رسیدلوپه پار دلته جنګ ته ددوام ورکوونکو او دخیلو لوریو ستراتیژیکو موخو ته کتنه کوو.

پردې ممکن ټول متفق واوسو چې په افغانستان کې له امریکا نیولې تربل هرکوچني هیواده د خپلوستراتیژیکو اهدافواو ګټو دخوندیتوب لپاره حضور لري په افغانستان کې د روانې جګړې او پرسوله راوستلو کې ددوه مهمو لوبغاړو امریکا او پاکستان پرستراتیژیکو موخو بحث مو ممکن د پورته سوالونو په ځواب موندلو کې مرسته وکړي .

  امریکا ددې جګړې ترټولو مهم او مؤثرلوبغاړی د یوولسم سپتمبر د ډراماتیکې پيښې څخه وروسته هغو هدفونو ته درسیدو په برخه کې عملي ګام پورته کړ چې د مجاهدینو او له هغو څخه وروسته پر افغانستان دحاکمو رژیمونو په دور کې  ترسیم شوي وو  پر افغانستان دشوروي اتحاد له یرغل او دلته له ماتې وروسته امریکا  د نړې یوازینۍ او بې سیاله قدرت وګرځید د همدې قدرت د برقرارولو لپاره افغانستان د امریکایي ستراتیژیستانو لپاره یوه باارزښته ستراتیژیکه جغرافیه وګرځیده  ځکه چې افغانستان  په سیمه کې یوازینۍ هیواد وو چې په ډيرې اسانۍ او خلاص لاس ورڅخه د روسانو د پراختیا او یو ځل بیا په لوي ځواک دبدلیدو مخه ډب کیدلي شوه  همدارنګه امریکا له افغانستان څخه هغه سیمې ترخپل تاثیر لاندې راوستلې شي  چې روسان یې د خپل نفوذ ساحې ګڼي ، دغه ساحه( منځنۍ اسیا )د تیلو، غازو او نورو طبیعي زیرمویوه شتمنه سیمه ده چې نه یوازې د امریکا د راتلونکو کلونو د انرژۍ اړتیا وو ته ځواب وایي بلکې پردې ساحې د امریکا نفوذ لویدیځ هیوادونه او دامریکا متحدین د تیلو او غازو په برخه کې د روسې له انحصار څخه ژغوورلئ شي، د امریکا دوهم لوی سیال چین هم د همدغې جغرافیې سره پولې لري، دچین مسلسله او چټکه اقتصادي وده ، پر نړیوال بازار ورځ تر بلې کنترول او بلاخره د نړۍ د اقتصادې ځواک په توګه د چین تبارزهغه اندیښنې دي چې امریکا ته د افغانستان د جغرافیي اهمیت لوړوي ترڅوپه هره ممکنه لاره دچین اقتصادې ودې ته خنډونه پیدا کړي او یا هم  حد اقل په دې وتوانیږې چې د چین د راکړې ورکړې لارې ورمحدودې او ترخپل تاثیر لاندې وساتي ،چین هم په افغانستان او سیمه کې اوضاع له نژدې څاري او کوشش کوي چې سیمه پر اقتصادې همکاریو او تعاون له یو بل سره وتړي او پر سیمه د امریکا د نفوذ مخه ډب کړي چې ښې بیلګې یې د وریښمو لارې د بیا رغونې  لپاره د هڅو تیزوالی  او یا هم د عربو او هند سمندرګي سره د ځان د وصلولو په پار د قراقرم د لارې رغول او د ګوادر بندر ګاه  قراداد  یادولی شو، موده وړاندې چین دعربوله سمندرګې سره د ځان د تړلو په پارد پاکستان دقراقرم لویه لار جوړه او د ګودار بندرګاه پنځوس کلن قرارداد له پاکستان سره وتړه  او د دغې بندر ګاه او لارې د پیاوړتیا په منظور د ۴۶ ملیارد ډالرو په ارزښت یې په پاکستان کې د ۵۱ بیلابیلو پروژو دتمویل اعلان وکړد غه بندرګاه د چین د ستراتیژیکو ترانزیټي لارو او پلانونو اوپه اقتصادې ودې کې د خاص اهمیت څخه برخمنه ده چین په جنوب شرقي طرف کې (هند اونیپال) په غرب کې( قرغیزستان،تاجیکستان، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، دحزردریا،اذربیحان،ګرجستان، اروپا اوترکیه) اوپه جنوب غرب کې کوشش کوي چې د همدغې بندرګاه له لارې د غربوله سمندرګې سره وصل شي  دغه بندرګاه نه یوازې د چین اقتصادي ودې ته چټکتیا وربښي بلکې د منځنې اسیا د غازو د نل لیکې د تیرولو ترټولو لنډه لار،دکسپین په نفتي حوزه  او ټول خلیج باندې د کنترول لپاره له خاص ستراتيژک ارزښت څخه برخمنه ده، افغانستان ددې ټولو سیمه ایزواقتصادې همکاریو ترمنځ د اتصال نقطه ګڼل کیږي چې امریکا له دې موقیعت څخه د ټولې سیمې او چین پر وړاندې خندقونه کیندلي شي، په همدې ډول دامریکا لپاره د افغانستان دست نخورده طبیعي زیرمې چې تریلیونه ډالره ارزښت لرې د خاص اهمیت وړ دي چې بل هیڅ هیواد ته به د هغه د رایستلو او قرارداد کولو اجازه ورنکړي لکه څنګه چې د عینک دمسو قرارداد چې  چینایي کمپنۍ په ازاد رقابت کې ګټلي د څو کلونو په تیریدو د ناامنۍ او بې ثباتۍ په ایجادولویې مخه نیولې ترڅو یاده کمپنۍ په دې ونه توانیږي چې مس استخراج او د ژمنو سره سم عمل وکړي . همدارنګه په افغانستان کې د مخدره موادو کرکیله او قاچاق د بهرنیانو لپاره د عاید  یو ښه منبع ګرځیدلې چې د کال ملیاردونه ډالر ورڅخه لاس ته راوړي  هغه د دري متل دې چې (مشت نمونه‌ی خروار است) دا د امریکا او متحدینو هغه یو نمونه ،څرګند او معلوم هدفونه دې چې هر افغان پرې پوهیږي په سیمه کې د امریکا او متحدینو لویوهدفونو ته په کتو که له ځانه سره دا سوال مطرح کړو چې ایا دوي په پورته موخو کې کومې یوې ته رسیدلې چې په افغانستان کې دې سوله راولي ؟ که ووایو چې نه امریکا د سولې له لارې او د یوباثباته افغانستان په موجودیت کې ممکن پورته هدفونه تر لاسه کړي نو بیا هم منطقې نده ځکه پورته ترسیم شوي هدفونه له سره  شووم او نه منونکي دي چې بغیر د بې ثباتې، جنګ او مرګ ژوبلې څخه یې لاس ته راتلل شوني نه بریښي  امریکا دې هدفونو ته درسیدو یوازې یوه ممکنه لاره ګوري چې هغه د جنګ او بې ثابتۍ لار ده اوپه سیمه کې د قوي متحد پاکستان په مرسته په مختلفو نومونو او ډلوخپلو موخو ته ځان رسول غواړي.پاکستان چې نه یوازې دامریکا د مرستي لپاره په افغانستان کې دجنګ دوام حتمي ګڼي بلکې دخپلوډيرو موخو د تعقیب لپاره لازم بولې په افغانستان کې جګړه دوام ومومي.

پاکستان له منځته راتلو تردې دمه هغه هیواد دې چې له افغانستان سره ترینګلې اړیکې پالي کله چې په کال ۱۹۴۷ زیږدیز کې پاکستان د هند دویش په نتیجه کې منځ ته راغی افغانستان یوازینۍ هیواد وو چې په رسمیت یې ونه پيژاند ځکه چې افغانستان د ډيورنډ پرکرښه او دپښتنو دحقوقو پر سر له پاکستان سره موافقه نه درلوده د شنونکوپرباور ترننه دپاکستان لپاره دافغانستان له لوري د ډیورنډ د کرښې په رسمیت منل  دهدفونو په سرکې قرار لري بل عامل داچې پاکستان د افغانستان بې ثابتۍ ته هڅوي هغه مرستې دي چې دامریکا له خوا د جګړې د دوام لپاره له پاکستان سره کیږي او کلنۍ مقدار یې له (۲) دوه ملیارد ډالرو اوړي، د افغانستان  اوبه دپاکستان لپاره یوبل حیاتي اهمیت دي ، د یو تحقیقاتې راپورپر بنسټ افغانستان ۵۷ بیلیونه مکعب اوبه لري خوپه اوسط ډول ددغو اوبو ۷۰ سلنه ایران، پاکستان، ازبکستان اوترکمنستان ته بهیږي په داسې حال کې چې پاکستان اوبو او انرژي ته شدید ضرورت لري اړ دې چې په افغانستان کې جګړه دوام ومومي ترڅو په افغانستان کې ددغه اوبو د کابو کولو  پروژې له خنډونو سره مخ کړي

په همدې ډول په سیمه کې د هند اوپاکستان سیالۍ او ستونزې چې د دواړو هیوادونو له ویش څخه راشروع کیږي پاکستان هڅوي چې تروریزم تولید اوپه افغانستان کې خپله جګړه پرمخ بوزي د دواړو هیوادونو بیلتون په کال ۱۹۴۷ م کې دتاریخ په ډيربد قتل عام وانجامیدچې په سلګونه زره انسانان دسیاسي  فرقه یي اودیني کساتونو ښکار شوه له دې سربیره د دواړه هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د ستونزو موجودیت لکه د کشمیر دخاورې مسله، د اوبو د ویش(جهلم،سند، اوچناب) سیندونو پرسرموجود اختلافونه اوهمداشان ډيرې لویې او کوچنۍ ستونزې ددې باعث ګرځیدلي چې همیشه یو اوبل ته په کمین کې واوسي چې دواړه افغانستان د خپلو نیابتي جګړواو دیو بل دمحاصرې لپاره افغانستان بهترین موقیعت ګڼي له همدې ځایه هند دپاکستان ــ چین او پاکستان د هند ګټې او ستراتیژیک عمقونه ګواښي پاکستان په افغانستان کې د هند دهدفولو لپاره له همدې پالل شوو ډلو څخه استفاده کوي لکه د کال ۲۰۰۸م  او ۲۰۰۹م کې د هند پر سفارت ځانمرګي بریدونه، په ۱۳۹۲ کال د سرینا پر هوټل برید او د چاه بهار- دلارام دلارې په جوړولو کې د هندي انجینرانو وژنه ټولې هغه پیښې دي چې تړاو یې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره ثابت شوي. ایا د سولې په روانو خبرو کې د ډیورنډ د کرښې پرسر خبرې کیږي؟  ایا په روانو خبروکې د افغانستان لورۍامریکا ته یادونه کولې شي چې هغه میلیاردونه ډالره مرسته چې سالانه پاکستان ته دتروریزم دتمویل په موخه ورکول کیږي باید قطعه کړل شې؟ ایا تراوسه مونږ له  پاکستان سره د اوبوپرسر کوم تړون لرو؟ ایا پاکستان داوبوپه هغه مقدار قناعت لرې چې دتړونونو په کولو کې به ورته رسیږي؟ ایا د افغانستان حکومت په هنداو پاکستان دا منلي شي چې خپله نیابتي جګړه په افغانستان کې پای ته ورسوي؟

د افغانستان دحکومت او ملت روان وضیعت ته په کتوفکر نه کیږي چې مونږ دې پورته مطرح شوو سوالونو ته مثبت ځواب ورکړو ځکه روان جنګ دهغه هیوادونوهدفونه او ملاتړله ځان سره لري چې دموجوده حکومت د موټرتیل او دمامورمعاش دهمدې هیوادونو په واسطه ورکول کیږي، چیرې هم چې دوی وغواړي مونږ کمزوري کړي کولې موشي بل خوا په ژبه،سیمه،مذهب اونژادونو ویشل شوي ملت او داسې حالت چې هره کورنۍ یې ځان ملت ګڼي فکرنه کیږي چې یادوستونزو ته رسیدنه وشي . په کابل او اسلام اباد کې کیدونکې څلوراړخیزه غونډې او یا دپګواش پواسطه دسولې په اړه دکیدونکو غونډوفشار پردې دې چې طالبان خبرو ته حاضر کړل شي حال دا چې ستونزې هغه دي چې پورته ورڅخه یادونه وشوه زما له نظره پورته موخوته په کتو د طالبانوسره ناسته او نتیجې ته رسیدنه دسولې په معنی نه ده او دغه هڅې پرافغان ملت ملنډې وهل ګڼم د سراسري سولې د راوستو په پارپه پورته اساسي موضوعاتو بحث ضروري بولم، که څه هم یادې غونډې کولي شي چې طالبان دخبرومیز ته راکش کړي مګربیا هم منطقي او واقعي نه  ښکاري چې سوله  دې تامین شي دلته ممکن له طالب وروسته جګړه پر بل نوم دوام پیدا کړي.

همدا اوس دافغانستان په  اکثره ولایتونوخصوصا شمالي ولایتوکې جګړه دبهرنیو جنګیالیوله لوري پرمخ وړل کیږي چې د چین د ایغورمسلمانان دازبکستان ،تاجکستان او چیچین مجاهدین یې اکثریت تشکیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *