د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد د سړو سیمو ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو ته د څلور نیم میاشتنیو آزموینو د پیل او پای په اړه خبر ورکوي، چې:
د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون د پرېکړې له مخې د سړو سیمو د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو څلور نیم میاشتنۍ آزموینې د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه نېټه پیل او د لایحې مطابق د زمري میاشتې تر دویمې نېټې دوام کوي.
د سړو سیمو د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته هدایت ورکړل شوی، چې د آزموینو له پای ته رسېدو سره سم د اوړي لس ورځنۍ رخصتي پیل او د روان کال د زمري میاشتې په ۱۳ مه نېټه بېرته ښوونیز بهیر په عادي ډول پیل کړي. دغه راز د وزارت د تعلیمي نظارت لوی ریاست مسوولینو ته لارښوونه شوې، چې په ټولو ولایتونو کې د آزموینو له بهیر څخه جدي څارنه وکړي.
درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست